جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې د نژدې یو نیم زر افغان ماشومانو میندې او...

په امریکا کې د نژدې یو نیم زر افغان ماشومانو میندې او پلرونه ورک دي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۸ مه) سي این این وايي چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو په مهال امریکايي پوځي الوتکو شاوخوا ۱۴۵۰ ماشومان هم امریکا ته راوستي چې د ځینو میندې او پلرونه لا هم نه دي موندل شوي.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، ځینې ماشومان په خوب کې خپلې میندې یادوي او ممکن زیات شمېر ماشومان بیخي خپل خپلوان ونه موندلی شي.

راپورونه وايي چې له افغانستانه د تخلیې د پروسې په لومړیو ورځو کې ډېرو کورنیو خپل ماشومان د الوتکو لور ته ولیږل. ښايي ځینو فکر کړی وو چې که ماشومان یې امریکا ته لاړ شي دوی به هم وغوښتل شي.

په کلیفورنیا کې د ماشومانو یوې متخصصې سابرینا پریتو امریکا ته د رسول شویو ماشومانو په اړه سي این این ته وویل «دا ماشومان د یوازیتوب او بېرې احساس کوي او د خپلو میندو انتظار باسي.»

په امریکا کې د ماشومانو د حقونو یو شمېر مدافعان وايي، دې ماشومانو هڅه کوله چې د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای له افغانستانه وتښتي، خو ګډوډۍ سره جلا کړل او ځینې نور د کابل په هوايي ډګر کې چاودنې د خپلو کورنیو له غړیو جلا کړل.

په همدې حال کې د امریکا حکومت وايي چې د یو شمېر ماشومانو میندې او پلرونه یې موندلي او له خپلو ماشومانو سره یې یوځای کړي دي.

ګومان کېږي د دغو ماشومانو په منځ کې به د ځینو میندې او پلرونه د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې وژل شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب