دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د نفې درېځ؛ خپله د ځان که د نورو انزوا؟

د نفې درېځ؛ خپله د ځان که د نورو انزوا؟

  حضرت عثمان نوري

که د بل زلیلېدل غواړو، حتمي ده چې خپله به زلیل کېږو، د نورو په زلت کې خپل عزت لټول حماقت دی، دا ثابته شوې ده او منل شوی حقېقت دی. په خواله رسنۍ کې یو انځور په مخه راغی، په دې انځور کې د یوه نسبتاً لوی دېوال له پاسه شاوخوا دوه متره تخته اېښودل شوې وه، دا تخته له دېوال یو متر ختیځ او یو متر لویدیځ لوري ته تېره شوې وه، منځ کې دېوال دی، د دېوال ختیځ لوري ته په اېښودل شوې تخته هم یو کس ولاړ دی او د دېوال لویدیځ لوري هم. دا وخت لویدیځ لوري ته یو کس چې مخامخ ورته د ختیځ لوري یو کس ولاړ دی، د لغت کولو هوډ لري، دا وحشت او نا انسانه کار یې په زړه کې لمبې وهي، همدا وايي، کله به یې لغت کوم، کله به یې له مخې پورته کوم، کله به ورڅخه دا ځای خلاصوم او کله به پرې خپله زړه یخوم. همدې د ځان غوښتنې فکر په مخه کړی وي او د جهالت په هغه لوی درشل ور دننه شوی وي، چې اټکل یې د فکر له زاویې وتلی وي. لا هم فکر نه کوي، که زه ختیځ لوري ته ولاړ کس لغت کړم، په دې تخته خو زه هم ولاړ یم، زه خپله هم لغت کېږم، خپله هم غورځېږم، د هغه سره یو ځای زه هم فناه کېږم، زه خو هم د پاتې کېدو والا نه یم، بله دا چې په تخته چې انډول جوړ دی، هم لویدیځ او هم ختیځ ته ولاړو انسانانو جوړ کړی، که له دې یو حرکت کوي، دا بل خپله پرېوځي، دیکه کېدو ته لا فرصت نه پاتې کېږي. که لویدیځ لوری زړه د ختیځ لوري د محوه کېدو فکر لري، دا ښايي ختیځ لوري ته ولاړ کس چې نا خبره دی، دومره ډاروونکې نه وي، څه ډول چې باخبره پوهېږي چې لا هم لوی ګواښ شته.

ځکه خو سپارښتنه کوو، چې انسان اړ دی، څو د خپل ژوند مدیریت په خپله وکړي، نور یوازې همدومره بسنه کوي، چې مشورې درکړي، وخت نا وخت ورسره کېنئ او پاڅئ او ګڼ موارد چې تاسې یې په اړه اندېښنه لرئ، ورسره شریک کړئ. مخته تګ او د بریاوو لټول د نورو په ګوښه کېدو کې مه لټوئ، که احیاناً داسې څوک وی، چې ستاسې د منزوي کېدو هڅې کوي؛ وګورئ او دا لامل پيدا کړئ، چې دوی دا کار ولې کوي، ولې دې ته اړ شوی؟ خامخا یو ځواب به ومومئ، او هغه د مقابل لوري د زړه دننه کیسه ده، خامخا به پوهه شئ، چې د زړه یې منلې، په زړه کې یې د عقدې غوټه تازه را سپړلې او ښايي دې ته لا اوږد پلان هم ولري.

هغه وخت چې د نورو په منزوي کېدو یې لګوو، ښه ده چې د خپل ځان د بریالیتوب او مخته تګ لپاره ولګوو، څوک هم چا لپاره دومره مهم نه دی، لکه ځان او دا خو د پښتو ژبې متل هم دی، (اول ځان دی، بیا جهان)، بل ځای بیا وايي، (ځان ډېر شیرین دی.) له همدې کبله خو تاسې نورو ته مهم یاست، خو دومره هم نه، څه ډول چې فکر کوئ، دومره هم نه، څه ډول چې تمه لرئ؛ دومره هم نه څه ډول چې د نورو له کبله د ښه چلند سره مخ یاست، ښایي دا د یوې لنډې شېبې لپاره تمثیل وي، نه د ابد فکر؛ نو بیا ښه ده چې د نورو د منزوي کېدو فکر له ذهن وشړو، که ګټه نه شو ور رسولی، تاوان هم ور ونه رسوو، دومره حق لا نه لرو چې خپل ارزښتمن او قیمتی وخت دې د نورو په تخریب تېر کړو، دا مو له ځان او خپل راتلونکي سره جفا ده، چې ښايي بیا یې جبران هم ناممکن وي.

د پراخ لرلید خاوندان له دې ډارېږی، چې په سپینه لمن یې تور داغ ونه لګي، شخصیت او فن ته یې سپکاوی ونه شي او په ټوله کې دې د خواله رسنیو د منفي تبلیغاتو سر ټکی ونه ګرځي؛ له همدې کبله خو ډېری وخت حوصله او زغم کوي، په ډېرو موضوعاتو یې د سکوت درېځ خپل کړی وي او په دې هکله آن څنګلوري لا نه خبروي، یوازې خپل زړه خوري، نور همفکره ملګري لا نه خبروي، اندېښنې پسې اخیستی وي، چې د نورو خبرېدل د ګټې پر ځای تاوان لا ونه کړي. ګرده ورځ په همدې فکرونو ډوب وي، کار ترې پاتې وی، د ژوند چارې یې ګډې وډې وي، ځکه تر هر څه ډېر ورته د خپل شخصیت ارزښت مهم وي او ملامت هم نه دی؛ ځکه دی مجبور دی، چې خپل شخصیت ته تر بل هر څه لومړیتوب ورکړي، ولو که په هر قیمت وي.

دا به مو ډېره اورېدلې وی، چې (دا دنیا ځنګل دی، ځنګل کې هر ډول ځناور شته.) دا نړۍ هم په همدې بېلګو حساب ده، یو شمېر یې په دې هڅه کې وي، چې نور څنګه له صحنې وباسي، ځای ترې خالي کړي، له مخې یې لیرې کړي، خپله پرې ور ننوځي، ځای – ځای د تمسخر خندا وکړي، بیا ور پسې چټيات او تهمت هم لګوي، په ډېر مغرورانه انداز سره وايي؛

  • ((وګوره کنه، بچی مې درته څنګه لیرې کړ، څنګه مې په درته په ګونډه کړ، څنګه مې کړ، منې که نه؟))

همدا سړی چې نن د محوې، نفې او انزوا له درېځ سره مخ شوی،  بیا په دې هڅه کې وي، چې څنګه او په کوم مېکانېزم یې نورو انسانانو او په ټوله کې ټولنې ته خېر، ښېګڼه او ګټه ور ورسي، څنګه د نورو لپاره د ګټې اخیستنې جوګه وګرځي، څنګه نورو ته د یو هدف ترلاسه کوونکی جوړ شي، لکه د یو سیند له پاسه چې پل کوم حیثیت لوبوي، دی یې هم ولوبوي، سره د دې چې دا ډول یو نېکمرغه او خېر، ښېګڼې فکر هم لري، بیا به هم د یو شمېر خلکو له لوري د تخریب، منفي تبلیغاتو او پروپاګند سره مخ کېږي، ځای – ځای به پسې خبرې کېږي، د تخریب پلویان هم بیا ډېر وي، څوک یې یو ځای یادوي او څوک یې بل ځای، آن تر دې چې په شخصي حریم یې تېری کوي او ناموسي یې ښکنځي، چې د دې حق لا هېڅوک نه لري.

دا چې عزت او ذلت ورکوونکی یوازې هغه ذات چې دا نړۍ یې پیدا کړې، زه او ته یې پیدا کړي یوو، نو بیا حتمي ده، چې په (وَتُعِزُ مّن تَشَاءُ وتُزِلُ مَن تَشَاءُ) آیت کریمه باور ولرو او دا ومنو چې په واقیعت سره عزت او ذلت دا یوازې د څښتن تعالی په لاس کې دی.

نورو ته د تاوان رسونې څخه ځان ساتنه یو ځانګړی هنر غواړي او دا یوازې هغوی کولای شي، چې له لاندې کړنلارې ګټه واخلي، ښه ده چې دلته یې په اړه لنډه رڼا واچوو.

دا چې وخت ډېر ارزښتمن دی، نو د دې د مدیریت لپاره یوه ځانګړې کړنلاره پکار ده، چې باید تاسې یې ولرئ، د دې کړنلارې په جوړېدو سره اړ کېږئ، چې خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړئ، د وخت د مدیریت او مهالوېش په اړه تاسې محتاط کېږئ، داسې لکه مادیات چې له لاسه ورکوئ، فکر ته اړ کېږئ؛ څو د سهار له لوري کومه کارونه ترسره کړئ، بیا د ماسپښین له لوري کوم څه را مخته کړئ، کوم، مازیګر مهال وکړئ، کوم ماښام او کوم ماسخوتن مهال. کله چې تاسې بوخت ژوند ولرئ او د وخت د مدیرت او مهالوېش جوړېدو پر مهال د وخت په ارزښت او وېش پوهه شئ، بیا پوهېږئ، چې تاسې په تېر کې څومره لویه تېروتنه کړې ده، څومره لاقیمته فرصت مو له لاسه ورکړی، دا چاره  دا ګټه در رسوي، چې نه یوازې په تېر عبث وخت مو پښېمانوي، یوه ګټه دا هم در رسوي، چې حال او حاضر وخت ته پام اړوي او په اهمیت ورته خپله قائل کېږئ.

نو ځکه خو په ټینګار سره وایوو، چې د نورو په زلت کې خپل عزت لټول د حماقت اوج دی، په ټولنیز ژوند کې یو انسان بل ته اړ دی، یو کور بل اړ دی، یو کلی بل ته اړ دی، همداسې مخ په بره، مخ په بره لا څه کوې، چې یو لاس بل لاس ته اړ دی، له همدې کبله خو وايوو، چې د نفې او محوې سیاست د ځان بربادونې فکر دی، دا لنډ، ناکام او د انزوا فکر دی او که د برېمن ژوند تمه هم لرئ، نو بیا نه باید داسې وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب