پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهله افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو د تاوتریخوالي دوام

له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو د تاوتریخوالي دوام

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) په داسې حال کې چې د رسنیو او خلکو ډېر پام په پاکستان کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته دی، په بل ګاونډي هېواد ایران کې هم له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند دوام لري.

هرات ته له دغه هېواد څخه تازه اېستل شوي یو شمېر افغان کډوال وایي چې ایراني ځواکونو په اړوندو کمپونو کې وږي ساتلي، وهلي او ډبولي او له ټپي وجودونو سره افغانستان ته شړلي.

یو شمېر دغو کډوالو ځایي رسنیو ته دا هم ویلي چې ایراني ځواکونو د را شړلو پر وخت لوټ کړي او ټولې پیسې او شتمنۍ یې ورڅخه اېسارې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې رئیس مفتي آدم خان سعید تایید کړې چې ایران افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی.

هغه د دغه چلند دلیل، ایران ته په ناقانونه ډول د افغان کډوالو ورتګ ګڼلی.

افغان کډوالو نیوکه لري چې طالب چارواکي یې ستونزو ته پام نه کوي او برعکس ایران سره د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد شوي هېواد چلند ستایي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند تېره میاشت ایران ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی و.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني بیا لویدیزو ولایتونو ته د یوه سفر پر مهال ویلي وو چې له ایرانه اېستل شوي کډوال د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند او ان د دوی د لوټ کیدو شکایتونه ورته کړي.

طالب چارواکو ایران سره او ان پاکستان سره د افغان کډوالو د ناوړه چلند په تړاو د خبرو یا بل کوم ممکن عکس العمل په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب