یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنړیوال سور صلیب: د افغانستان اقتصادي وضعیت لړزانده دی

نړیوال سور صلیب: د افغانستان اقتصادي وضعیت لړزانده دی

تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان په اړه یوه تازه راپور کې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت لړزانده ګڼلی دی.

دا شپږ میاشتینی راپور کاږي چې د افغانستان د ټول نفوس له درېیو څخه دوه برخې یې یانې ۲۸،۸ میلیونه خلک د اقتصادي ناورین له امله عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طبیعي پېښو تکرار، اقلیمي بدلونونه، اقتصادي ناورین او د ښځو او نجونو د پالنې لپاره د لازمو تدابیرو نشتوالی دغې کمېټې، په افغانستان کې د روان کال تر ټولو لویې ننګونې بللې دي.

سره صلیب او ګڼ نور نړیوال سازمانونه بیا- بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتوالي ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکي لا هم د اقتصادي او بشري ناورین په اړه واضحې او واحدې خبرې نه لري.

ځینې طالب چارواکي اقتصادي ناورین نه مني، ځینې یې د کمولو ادعا کوي او ځینې یې ملامتي پر پخوانیو چارواکو اچوي او وایي فقر دوی ته ورپاتې میراث دی.

له دې سره، پر طالب چارواکو نیوکه ده چې نړیوالو بشري مرستندویانو او موسسو سره یې چلند نامناسب دی.

تازه، د جرمني د پراختیا او اقتصاد وزارت تایید کړې چې د دوی د جي آی زیډ موسسې ۴ کارکوونکي طالبان د جاسوسۍ په تور نیولي او دوی یې د خلاصون غوښتنه لري.

څه موده مخکې په یوه راپور کې راغلي وو چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې تر سلو زیات د بهرنیو موسسو کارکوونکي په بېلابېلو تورونو نیولي او له ځورونو وروسته یې یو شمېر خوشې کړي دي.

طالب چارواکي معمولاً د خپلو داسې کړنو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب