شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د ملنګ جان ۶۷ تلین

د ملنګ جان ۶۷ تلین

تاند – ملنګ جان د ۱۳۳۶ ل کال د لړم د میاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ م کال د اکتوبر د میاشتې له یودیرشمې سره سمون خوري له خپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای له کابله جلال اباد ته روان و چې موټر یې د خواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې له سړکه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په غیږ کې کلک نیولی و له خپل زوی سره مړ شو.

په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او د ماهیپر سړک لا نه و جوړ شوی.

د ملنګ جان وطن ستاینه/ ضیاالحق شمس

کـه څوك ما منع کوي د یار له دره        د ماهي په وچې څرنګه ګذران شي

تقریبا منل شوی عرف دی چې موږ له هرې پېښې سره د مخېدو پر مهال، د مشروعیت سرچینې یې پوښتو. د دې ټولنې احساسات همغه وخت ډېر څرګند او ځیږ دي چې د حقانیت، قربانۍ، مقاومت یوځايي احساس وکړي. هر وارې چې له یوه ځانمرګي برید وروسته د ماشومانو د بدن ټوټې، د ښځو زخمونه او سپین­ږیري بېوزله انسانان وګورو، نو زموږ د مخالفت او مقابلې ټولې جذبې یو ډول په داسې غبرګون کې ښکاره شي چې هغه زموږ له باورونو سره مخامخ اړیکه لري.

یانې څه؟ یانې متعارفه دا ده چې موږ هغه قرباني منلې چې زموږ منل­شویو معیارونو سره سمې او له همغو سرچینو را پورته کېږي. جدي پوښتنه دا ده چې آیا که مثلا په کتاب، رسم او رواج، مشرانو په خبرو او زموږ په اخلاقو کې داسې څه پېښه منل شوې وای، بیا مو بې له کوم جنجاله سره منل؟ هو، زموږ اوسنی وضعیت همدا وايي. موږ اوس هم د خپلو قاتلینو په وړاندې بله خبره نه لرو، پوښتنه مو دا ده چې ته مو وژني، د ماشوم وژنه په کوم دین، کوم مذهب، کوم انسانیت او اخلاقو کې شته؟ موږ درسره په دې خاطر مخالفت کوو چې دا په هېڅ ډول مذهب او کتاب کې نشته.

ملنګ جان د هغو ولسي شاعرانو یو دی چې د ټولنې همدغه واقعیت سره ډېر کلونه پخوا همداسې مخ شوی.

دا په کوم دین و مذهب په کوم کتاب دی       یې گناه  مرگونه  وشول   وار په  وار

دا پښتون ولې بې غم تللی په خواب دی         نن  په  یو  سبا په   بل   دی دغه  کار

د دې ټولنې د ځیږو واقعیتونو لړۍ همغه ده چې په ټوله پېړۍ کې یو ډول نه یو ډول ویل شوي دي. د بې اتفاقۍ ستر درد خو همغه وه چې خوشحال خټک او سید جمال افغاني په څرګندونو کې راغلي دي. دا تشخیصونه نه غلط ختلي او نه یې حل­لارې پیدا شوي.

وطن­ سره مینه بېلابېل توجېهات لري. له تاریخي انسان­پېژندنې را نیولې تر مذهب او اېډیالوژیکو دریځونو پورې. د لښکرونو جوړاوی، او ساتل یې، د نورو عاطفي خوړو تر څنګ، له وطن سره د مینې او ځان قربانولو شدیدې علاقې شتون ته اړتیا لري. د دې وطن په تېرو پېړیو کې څرکونه لیدل کېږي چې له وطن سره د مینې لپاره جګړې، خوځښتونه او قربانۍ ورکړل شوې دي. د معاصرې دورې له پېړۍ، میرویس نیکه، د احمد شاه ابدالي شعرونه او سیاسي دریځونه، او بیا د تېر یو نیم سل کلن سیاسي تاریخ په لوی تصویر کې زیات شمېر کسان شته چې د وطن مینه یې شعار دی او ژوند او فعالیتونو ته یې مانا وربښي.

وطن­پالنه د یو داسې غبرګون په توګه هم مطرح کېدلی شي چې په یوه خاصه مقطع کې د ځینو پوښتنو په ځواب کې راپورته شي. مثلا د ځینو نوښتونو ماتېدنه موږ ته ښيي چې غبرګون یې معمولا مذهبي سطحیتوب کې شوی، او د همغه مهال د مذهبي مشرانو له خوا د وضعیت په تشخیص کې دا لومړیتوب ورکړل شوی وه. دا پوښتنه همدلته ځای لري چې ولې د ملنګ جان د شعرونو تقریبا ټوله موضوعي پانګه له وطن سره مینه ده؟

ملنګ جان سره د دې چې د داوود خان له خوا تشویق شوی، او په ملي راډیو ټلویزیون کې کارمند پاته شوی، مګر د نظام ستایونکی شاعر یا په بله وینا درباري شاعر نه وه. هغه رسمي زده کړې نه درلودې، په شعري الفاظو او ترکیبونو کې یې د ټولنیز او فرهنګي ژوند د تجربو څرنګوالی ښکاري. هغه ساده تجربې درلودې او هر څه یې چې زده کړي له اړیکو، واقعیتونو او ټولنیز بهیره زده کړي.

د ملنګ جان خبرې د یوې ټولنې د نه بدلېدو نه شکایت دی. دی په عام بیان کې هڅه کوي خپل د زړه خبرې وکړي، هغه چې ټولنه یې نه شي زغملی. زه کولی شم ووایم ملنګ جان په ولسي شاعرانه رول کې د لومړیو هغو کسانو دی چې د ټکنالوژۍ د منلو بلنې ورکوي. د نسل د روزنې خبرې کوي، د تاریخي هویت پر اعتبار تکیه کولو ته ځوانان را بولي. یووالی، زده کړې، پراختیا او وده د ده د دایمي وینايي موضوعاتو څخه دي چې د (وطن­ستاینې) په لویه موضوع کې ځای مومي. د سلیمان لایق او ډېرو نورو په هکله چې د یوې سیاسي اېډیالوژۍ استازي ګڼل کېدل، له وطن سره مینه، ځکه مهمه وه چې د دوي د اېډیالوژۍ د تطبیقي سمون لپاره بله بناء موجوده نه وه. مګر ملنګ جان چې په دغو اېډیالوژیو خبر نه دی، ګومان کوي چې داسې وخت راغلی چې د پخوا پر خلاف خلک له خپل وطن سره چې مور یې ده، خیانت کوي او دا کار باید ونه کړي، نو لګیا دی، چغې وهي، ژاړي، فریادونه کوي، او په سوې سینه د وطن ساتنې ته رابولي.

ستاینه

د وطن پالنې ادبیات په ځینو نظرونو کې د یو وطن د شته کسانو د ژوند پالنې ته اشاره لري، اما په ځینو نورو کې د غرونو، دښتو او ښارونو رغولو ته. وطن څه وخت پالل کېږي؟ هغه مهال چې خلک یې وپالل شي، او که هغه مهال چې ځمکه او تیږې او لوټې یې؟ ملنګ جان دا تفکیک په مستقیم ډول سره نه کوي. هغه دواړو ته اشارې لري ځینې ځایونو کې د وطن شاړې دښتې، اوبه، غرونه او سیندونه یادوي، ځینو ځایونو کې د خلکو ژوند، هوساینه، روغتیا، تعلیم او پرمختګ ورته مهم ښکاري. زه د وطن­پالنې د فکر او احساس په توضېح کې ښه ګڼم چې ملنګ جان د وطن­ستاینې شاعر وګڼم تر وطن­پالنې. هر څو ده په خپل ژوند کې د شاعرۍ او موسیقۍ ترڅنګ مهم کار، عسکري او نظامي – محلي دنده ترسره کړې وه؛ مګر د وطن­ستاینې ترکیبونه او مغالطې، څرګندونې او طعنې او اخلاقي درسونه یې زښت جالب دي.

معشوقه­‌وطن

جالبه دا ده چې وطن د ملنګ جان په شعرونو کې لکه داسې معشوقه یادېږي چې ته به وايې پېغله ښکلې نجلۍ ده. هغه یوه ټوکه چې د کوم هنرمند په اړه شته چې ورته چا ویلي وه د مور ورځ ده مور ته کومه سندره ووایه، ده بیا د مور لپاره کومه سندره نه درلوده، یوه پخوانۍ عشقي سندره یې را اخیستې وه، د دلبر په ځای مادر کلمه ور اړولې وه، نو بیا یې د مور سرې شونډې، نازکې اداګانې، دلبرین نازونه او د بوسې او وصل ارمانونه یادول!

ملنګ جان وطن داسې ستایي لکه معشوقه؛ انساني، ښځینه، پېغله او ګټوره معشوقه! داسې هیوادنۍ مینه هم که عمدي نه وي، نو په غیرعمدي بڼه هم خپله ښکلا لري. ځکه ضایع نه ګڼل کېږي او بلکې د عاطفي مخاوي یو ځانګړی وضعیت ښکاري. ځینې وخت یې داسې قضاوتونو ته هم بیايي:

چې ښکاره یې درته ووایم پښتونه          له دې ژونده پیچیده ښه یې په کفن کې

مینو شاعرانو د خپلې معشوقې بل مین او غوښتونکی، رقیب ګڼلی. په پښتو کې هم د نورو په شان د رقیب د څنډنې او ستاینې ادبیات لرو. خو د هغو شاعرانو چې وطن لکه معشوقه ده، رقیبان هم ډېر دي او هم بد. په دې موقعیت کې هم ملنګ جان یو څه شعرونه لري:

آسونه نال کیدل چیندخ ته ودریده دا خیال           نالبنده ما هم نال که

نالبند   ورته   ویل  ته  د  آس  نه  یې سیال       کم بخته ځان سمبال که

مه څوك بې­تجربې وي د چیندخې په مثال           ضرور به ځان پایمال که

آخر به په تبۍورله مخ تور کړي ملنگ­جان             دا خوب یې دی لیدلی

د دغو پورتنیو خبرو د وروستي وضاحت لپاره چې وطن او معشوقه سره ګډېږي، یو کس دواړه غواړي او داسې یې په هکله څرګندونې کوي لکه دواړه چې یو وي، دې تحلیل ته پام کوو چې د ملنګ جان شعرونه تر ټولو زیات د هنرمندانو له خوا ویل شوي. له سیمه­ایزو او وړو سندرغاړو را نیولې تر استاد شاه­ولي، استاد ګل­زمان، اولمیر، ایوب استاد او نورو. دا په دې مانا ده چې هم د ملنګ جان خبرې عامیانه د پوهېدو وړ دي، هم یې موضوع داسې ده چې د مخاطبینو ونډه پکې ده یعنې د ډېرو کسانو مینه همدا مینه ده چې ملنګ جان یې وايي، هم دا شعرونه داسې سندریز دي چې په آسانه سره آهنګ مومي، دا او داسې نور خواص یې شعر کې شته چې عمومي جذابیت لري.

زما یې خټه لمده کړې د غیرت په اوبو        بې همتي لازمه نه ده زما له شانه سره

د وطن مینه مې رودلې ده د مور په شودو     اوس یې خدمت ته یم حاظر له ټینگ ایمانه سره

د ملنګ جان غوندې د ساده بیانونو شاعر، د ژورو او لویو آرمانونو شاعر د ټولنې لپاره ځینې بنسټیز پیغامونه وړاندې کوي. ځینې تاریخي درسونه تکراروي او ځینې مهمې حل لارې حتی په دې بیه هم څرګندوي چې د خپلې شاعرۍ هنري پانګه یې کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب