شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي

ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۸مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې په استانبول کې د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی.

د راپورونو له مخې چې تازه خپاره شوي سرچینو  زیاته کړې چې، افغان او پاکستاني مرکچیانو د درېیمګړو (قطر او ترکیې) په مرسته نظرونه تبادله کړي او په پام کې ده، مذاکرات نن (پنجشنبه) بیا پیل شي.

تر دې وړاندې سرچینو تېره شپه طلوع‌نیوز ته ویلي و چې پاکستاني مرکچیانو له کومې هوکړې پرته استانبول پرېښی دی.

دا خبرې وروسته له هغې پیلېږي چې، څو ورځې وړاندې دواړه لورو د نظر اختلاف او پر ځینو مسایلو د نظر د مخالفت پر اساس خبرې درولې وې.

هغه مهال داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې پاکستاني پلاوي د خبرو مېز پریښی او پاکستان ته روان شوي دي.

پاکستان د خبرو د درېدو او بې پایلې پای ته رسېدو تایید هم کړی وو، خو دې لورته طالبانو بیا لا د پایلو په اړه څه نه وو ویلي.

طالبانو د پاکستان تېر ګواښ ته په کتو چې ویلي وو د خبرو د بې پایلو کېدو په صورت کې له طالبانو سره بیا وسله واله جګړه پیل کړي،هغه څه چې طالبانو هم توند غبرګون وښود او ګوتڅنډنه یې وکړه که پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړي،  دوی به اسلام اباد په نښه کړي.

بل لورته تازه ‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې متضادې یادې کړې دي.

زلمي خلیلزاد د پوښتنې په ډول ویلي، چې ایا محسن نقوي د ښه او خواجه اصف د بد پولیس لوبه کوي؟

خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان په تړاو وروستیو توندو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان سره جګړه کول د پاکستان په ګته نه دي او دا به د دغه هېواد ستره بې پروايي وي.

هغه د محسن نقوي تګلاره عاقلانه بللې او زیاتوي نقوي پوهېږي چې له افغانستان سره جګړه د پاکستان په زیان ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی چې د طالبانو حکومت به ړنګ کړي؛ خو محسن نقوي بیا ویلي، چې له طالبانو سره شته ستونزې د خبرو له لارې حلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...