Homeخبرونهایران وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو پراخول لومړیتوب...

ایران وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو پراخول لومړیتوب دی

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۸مه) ‏د ايران د کورنيو چارو وزير د تهران او کابل د اړيکو د پراختيا په ټينګار سره ويلي، چې له ګاونډيانو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د اړيکو پراخول د ايران د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

اسکندر مومني دا څرګندونې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له مرستيال ملا ابراهيم صدر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

ملا ابراهیم صدر د اېکو د غړو هېوادونو د څلورمې غونډې لپاره تهران ته تللی و.

هغه د دواړو هېوادونو د تاريخي، فرهنګي او مذهبي ګډو ارزښتونو يادونه وکړه او ويې ويل، د ايران او افغانستان اړيکې د پراختيا په لور روانې دي او تهران چمتو دی چې د پولې پر امنيت، د نشه یي توکو پر ضد مبارزه او د اړوندو ستونزو د حل په برخو کې همکارۍ زياتې کړي.

د ايران د کورنيو چارو وزير همدارنګه وويل، د دغه هېواد حکومت چمتو دی چې په امنيتي، ترافيکي او تخنيکي (ټکنالوژۍمحوره) برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي او هيله يې څرګنده کړه، چې د تخنيکي ناستو له ترسره کېدو وروسته به د دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو يو سند لاسليک شي.

د غونډې په دوام ملا ابراهيم صدر د ايران له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، د طالبانو مشرتابه غواړي د ايران له تجربو څخه د امنيت د ټينګښت په برخه کې ګټه واخلي.

نوموړي همدارنګه وويل، په افغانستان کې د کوکنارو کر، قاچاق او د نشه يي توکو پلور راکم شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د بې اسنادو افغان وګړو د سمون او د اقتصادي پروژو د پانګونې په اړه هم بحث شوی دی.

دغه اړيکې تل د افغانستان د سياسي او امنيتي تحولاتو، سيمه ييزو سياليو او د تهران د اندېښنو چې د افراطي ډلو د نفوذ په اړه دي تر اغېز لاندې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...