یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Homeخبرونهپرون چهارشنبه تر ۶۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي

پرون چهارشنبه تر ۶۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۸مه) د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د طالبانو د حکومت عالي کمېسیون ویلي، پرون چهارشنبه د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۲۲۰ کډوالې کورنۍ چې، د غړو شمېر یې ۶ زره ۴۶۲ تنه کیږي په اجباري توګه له پاکستانه راستانه کړای شوي.

یاد کمېسیون ویلي، دغه شمېر کډوال د کندهار سپین بولدک، هرات اسلام کلا، نیمروز ورېښمو پل او هلمند بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي.

دغه راز له کابل څخه ۵۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲زره ۷۹۶ تنه کیږي کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته انتقال شوي.

په بېرته راستو شویو کډوالو د لارې کرایې سربېره میلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هم وېشل شوې.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې طالب مسوولان وایي تېره اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...