(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه)
لیکنه: غني حسن
دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.
لومړۍ برخه ئې:
د فرنګي مامور “میجرلېمسيوریېر” کندهار په 1879 کي یا هم –( Major Le Messurier, R.E with brigade – Major R.E of Quetta Column. 1880 London) دا کتاب چي په ۱۸۸۰ ز کال په لندن کي خپور سوی دی، د یوې مهمي تاریخي دورې یوه اصلي سرچینه ځکه بلل کېږي، چي لیکوال ئې د خپلو ورځنیو یاداښتونو او مالوماتو په لیکلو او ثبتولو راټول کړي دي او ګران ځوان څېړونکي او ژباړونکي سیف لودین بیا ددې کتاب ژباړي ته ملا تړلې او په داسي اخلاص و احساس ئې ژباړه کړې ده، چي سړی فکر کوي، چي خپله لیکوال ئې همدا ژباړن دی.
د کتاب دویمه برخه بیا پر درې حصو تقسیم سوې ده چي په:
- لومړۍ ضمیمه کي د سردار رحمدل خان د باغ اړوند تفصیلي راپور دی، چي په همدې بررخه کي ئې د ګندومک تړون په اړوند او د تړون مادې ذکر کړي دي.
- په دویمه ضمیمه کي په کندهار کي د ډاکټر ویلیم سمپسن د عکاسۍ ماموریت او د هغه له کامرې پخوانی کندهار د انځورونو په ژبه وړاندی سوی دی.
- په بله ضمیمه کي (کندهار په لندن السټرېټنیوز او ګرافیک اخبارونو کي) راغلی دی.
درېیمه برخه کي کندهار په ۲۰۲۴ کي: دا برخه د ژباړن او محقق سیف لودین هڅه ده، چي د اوسني کندهار اړوند ټول څېړنیز مالومات پکښي رایوځای سوي دي، چي هره برخه ئې خورا ښه څېړلې او سپړلې ده له والیانو، ښاروالانو، خټګرانو، معمارانو، هنرمندانو رانیولې تر مشاهیرو، مقدسوځایونو، زیارتونو، هنرونو او د معارف، لوړو زده کړو اړوند او د دولتي او خصوصي سکټورنو په اړه … او سل و زر نورو مهمو برخو په زړه پوري او کره مالومات پکښي راغونډ سوي دي. چي د کندهار پېژندني په اړه نه یوازي له څیړونکو سره ډېره ښه مرسته کولای سي، بلکي دولتي سکټورونه هم له همدې شاخصونو او جدولونو او مالوماتو پر بنسټ پلان جوړولای او تطبیقولای سي. د کتاب په لومړي سر کي د ژباړن د سریزي پرځای، څو مهم یاداښتونه لیکلي او د دې کتاب د ژباړي اړوند مالومات او هغه ځایونو ته د تګ خبره کوي، چي شاوخوا څو پيړۍ وړاندي انګرېزانو تګ کړی و، ورپسې د دروند څېړونکي او لیکوال استاد معصوم هوتک یوڅو خبري تر عنوان لاندي د یاد کتاب د ارزښت او ددې د ژباړي اړوند بحث کوي، له هغه وروسته د څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال د میوند تر څنډو څو یادوني او ستایني کړيدي او د تاریخي ټولنپوهني برخه ئې بیان کړې ده، همداسي د ژباړي او ژباړن اړوند ئې د ژباړن پر لمنلیکونو او مؤثقو سرچینو د ژباړن کار او زیار ته ئې اشاره کړې ده. د نظر تر عنوان لاندي پوهندوی استاد شیرشاه رشاد د یاد کتاب او دداسي اثارو اړوند او د ژباړي پر اهمیت او کیفیت او د ژباړن پر ځیراکت خورا مفصل ږغېدلی دی، ورپسې ډاکټر نثاراحمد صمد واصفي د کمال او نوښت تر عنوان لاندي خپل نظر په درېیو برخو کي وړاندي کړی دی، لومړی د کتاب پر منځپانګي، دوهم د ژباړلو پر اهمیت او درېیم د ژباړن پر کمال او نوښت ئې بحث کړی دی. قندهار د روایتي قلم په ژبه د مولوي عبدالهادي حماد چي پر دوو نقطو خبره کوي لومړی د قلم پر اهمیت او دوهم د ژبي، نژاد کلتور او عادتونو او روایتونو اړوند بحث کوي په اخر کي پوهندوی عبدالتواب بالاکرزی په یوه یاداښت کي د انګریزانو د وخت یاداښتونه او د هغوی سیاست او تګلاره او د اوس وخت سره د پرتلې په ډول او زموږ د هغه وخت حالات او له اوس سره د پرتلې په تله کي میزانوي. دداسي مهمو یاداښتو ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي.
کندهار په ۱۸۷۹کي د کتاب په اړوند:
د کتاب لیکوال “میجرلېمسیوریېر” په اصل کي د بریګیډ میجر په توګه د دویم افغان – انګلیس جګړې (۱۸۷۸-۱۸۸۰) پر مهال د کندهار په سیمه کي د انجنیرۍ په برخه کي خدمت کړی دی. دا کتاب په اساسي ډول د “میجر لېمسیوریېر” د یاداښتونو، مشاهدو او تجربو ټولګه ده، چي په ۱۸۷۹ کال کي د انګلیسي پوځي ماموریت پر مهال ئې ثبت کړی دی. ددې کتاب لیکوال یاداښتونه چي مطالعه سي، نو سړی دې نتیجې ته رسېږي، چي نظامي شخص د پلان له مخي دا کار نه کوي، بلکي د خپلي کورنۍ لپاره یاداښتونه اخلي او ورسره هغه یاداښتونه یا کتابونه او ژورنالونه هم ګوري، چي دې ته ورته سفرونو او ماموریتونو کي لیکل سوي دي، کتاب د سفرنامې/یونلیک په قالب کي راټول سوی دی او د کندهار د سیمې د جغرافیې، کلتور، خلکو او سیاسي وضعیت په اړه ډېر مهم معلومات لري:
اول خو یاد کتاب لومړنی سرچینه بللای سو، ځکه یو پوځي افسر لخوا په خپلواکه توګه د پېښو شاهد و، او دا د هغه وخت د تاریخ، پوځي تګلارو، جغرافیې او کلتور او د افغانانو خوی و خواصو لپاره یوه لومړنۍ او باوري سرچینه بلل کېږي.
دوهم– یاد کتاب د کندهار او د هغه شاوخوا سیمو د جغرافیې، هوا, سړکونو, اوبو سرچینو, کلاګانو او کلیوالو ژوند په اړه تفصيلي مالومات لري. د افغانستان د ۱۹مي پېړۍ په اړه د تاریخ لپاره دا مالومات ډېر ارزښتناک دي.
درېیم– دغه کتاب د پوځي عملیاتو, او د پوځي انجینرۍ په اړه ډېر مالومات لري، په دې چي دا د هغه وخت د بریتانوي پوځي ستراتیژۍ او عملیاتو په اړه یوه سپړنه هم وه، ځکه چي د هغه وخت د بریتانويانو لپاره افغانستان یوه ناڅرګنده او مرموزه سیمه وه. نو د دې کتاب یا داسي ورته نورو کتابونو اړوند له لاري یې غوښتل چي د افغانستان په اړه د خلکو پوهه او پېژندګلوي ځانونو ته اسانه کړي.
څلورم – میجر لې مسیور د سیمې د وګړو (پښتنو او بلوڅو) د ژوندانه, رواجونو, لباسونو, کورنیو او اقتصادي فعالیتونو په اړه خپل مشاهدات ثبت کړي دي. دا د ۱۹مې پېړۍ د افغانستان د کلتوري انتروپولوژۍ لپاره یوه مهمه سرچینه ده، په ټوله کي د کتاب ارزښت خورا ډېر او مهم دی ددغه کتاب اړوند د افغاني لیکوالو او څېړونکو څو خوندور نظریات:
۱ـ استاد معصوم هوتک وايي: (دغه چاپي اسناد او مدارک زموږ د پښتنو او افغانانو د ژبي، کلتور او تاریخ له پاره د نسبتآ مهمو ماخذونو په توګه کار ورکولای سي او ګټوري خبري پکښي موندل کېدلای سي.)
۲ـ څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال لیکي: ( د رمسي رېیر یاداښتونه له خورا مهمو معلوماتو ډک دي، د هیندوستان او تاریخي افغانستان ترمنځ د پولو وضعیت، د انګریزي لښکر نظم او وسایل، ماموریت و اطاعت، مالي چاري، د افغانانو ژوند، د انګریزي لښکرو تشکیلات،ترانسپورتي وسایل او له افغانستان سره اشنايي، د کندهار تللی عظمت او راپریوتی برم، د احمدشاهي ښار ګډوډ وضعیت، د خلکو د ژوند و روزګار څرنګوالی، کرنه اوبخور، مارکېټ، د احمدشاهي ښار کلا او ودانۍ، باغونه، انګور، تاریخي سیمي، نارنج کلا، چهلزینې، د میرویس نیکه او احمدشاه بابا مقبرې، کورونه او د کندهاري سردارانو ارزښتونه[دانګریزانو له نظره]، د ښځو وضعیت او تقریبا په ټولو صحنو کي د هغوی تشه او په سلګونو داسي نور مهم روایتونه چي ښايي ځیني ئې منحصر په فرد وګڼلای سو.)
۳ـ پوهندوی شېرشاه رشاد لیکي: (دغه اوسنی ژباړل سوی کتاب چي ستاسي مخ ته غوړېدلی پروت دئ، د دې ترڅنګ چي د ۱۸۷۹کال په ځینو پیښو مو خبروي، دا هم راښووي، چي دغه انګرېز غوندي د ژوند هره پېښه باید په ورځنۍ توګه ثبت کوو او تر اوډني وروسته ئې خپره کوو، ترڅو د راتلونکو پښتونو(نسلونو)له پاره د تاریخي زده کړي وثیقې ورته مهیا وي. ددې تر څنګ د ګران سیف لودین دې زیار ته هم د زړه په سترګو وګورو، چي دغه ډول تاریخي خاطرې او پېښلیکونه نور هم وپلټو، ومومو او خپلي مورنۍ ژبي ته ئې په پښتو واړوو او د متن د ژباړي تر څنګ کتاب ته تل د کره کتني[نقد] په سترګه وګورو او دا ښه زړه ته واچوو، چي د هر شین سترګي او سپین مخي خبره او کیسه ټوله رښتیا نه ده او نه هم لیکوال او پېښه لیکونکی زموږ افغانانو له غمه مړ دئ، ځکه دغسي لیکونو سره ډېر مهال دباندني لیکوال او پېښه لیکونکی د خپل هېواد او دولت فجایعو، ظلمونو او نارواوو ته د برائت پرتوګ وراغوندي.)
۴ـډاکټرنثاراحمدصمد واصفي وايي: (ګران لودین صاحب ددې مهم اثر په ژباړنه کي څو نوښتونه کړي دي: لومړی دا چي ترجمه ئې ډېره خوږه، پسته او ښایسته ده اوږده مفاهیم ئې لنډ کړي، مغلق جملات ئې آسانه کړي او زاړه اصطلاحات ئې بیا تازه کړي او سپړلي دي، دوهم دا چي ټوله ساینټفیک، میتودولوجیک او آرکیولوجیک مفاهیم ئې په ډېر ښه ډول واضح او توضیح کړي دي چي لوستونکی ژر په پوهیږي او موضوع ته داخلېږي.)
۵ـ پوهندوی عبدالتواب بالاکرزی لیکي: ( مغرض او استعماري سیاست د هماغه وخته راپیل دی، چي رمسي رېیر ئې د ۱۸۷۹ د جنوري د دیرشمي په یاداښتونو کي د افغانستان د وروڼو قومونو او ولسونو تر مینځ د خپلوګټو د ساتلو په موخه د نفاق اچولو مسئلې ته اشاره کوي. له بده مرغه همدا سیاست تر نن ورځي پوري په بېلابېلو ډولونو دوام لري او موږ لا هم پند نه ترې اخلو. دلته په موږ کي د زیمونګ فرویډ هغه معقوله ډېر ښه صدق کوي، چي وايي[تاریخ د نوي افرادولخوا د پخوانیو تېروتنو تکرار دی]، تر دې راورسته ډېر مستند شواهد تر نن ورځي پوري موجود دي چي زموږ د جنګونو نغری د پردیو د ګټو لپاره تود ساتل سویدی خو لا هم په موږ کي داسي خلک سته چي دغو پردیو جاسوسانو ته د اتلانو خطاب کوي.)
د کتاب د ژباړي اړوند:
ځیني ژباړي ډیري رواني او ښه په سرعت سره کېږي او هیڅ یو بل کتاب او نوري منابع ورته کتل نه غواړي، لکه: ناولونه، یونلیکونه، لنډي کیسې، شعرونه او… خو د تاریخي اثارو ژباړه لږ سخته او په دقت سره کېږي، نه یوازي چي دقت غواړي، بلکي د نورو منابعو کتل او یا مقایسه کول بیخي د شرط خبره ده، ځوان ژباړن او څیړونکي سیف لودین دې ټکي ته په پام سره د یاد کتاب ژباړه همداسي کړې ده، چي په دې ژباړي سره نه یوازي پښتو د تاریخي اثر څخه برخمه سوه، بلکي تر څنګ ئې په دې اثر کي حاشیې، لمنلیکونه، تعلیقات او تشریح و توضیح هم په ښه او کره ډول پکښي ځای پر ځای کړیدي. یعني د یو تاریخي اثر د ژباړي په وخت کي چي ژباړن کومو خاصو ټکو ته پام باید وکړي لودین د ژباړي ټول اصول و قواعد په پام کي نیولي دي لکه: د تاریخي اصالت ساتنه، د وخت او حالاتو درک، د ژبني اړخ ساتنه، د کلتوري حساسیتونو درک، د عام او خاصو مخاطبینو ته د ژباړي رسوونه او اخلاقي مسؤلیت دا او دې ته نور ورته ډېر هغه ټکي ئې مراعت کړي دي، چي د ژباړي په وخت کي ئې ژباړن په پام کي ونیسي. د لودین د دې اثر د ژباړي اړوند پښتانه څیړونکي او لیکوال یونیم نظریات لري:
یو:- استاد معصوم هوتک وايي: ژباړه ئې په ازاده توګه کړې او له تحت اللفظي ترجمې څخه ئې ډډه کړې ده. آزاده ترجمه موافقین او مخالفین دواړه لري. هغه څه چي دده ترجمې ته ئې ډېر ښایست ورکړی دئ، هغه د ډېرو داسي سوچه اصطلاحاتو او کلماتو کارول دي، چي زیاتره ئې تر نن پوري نورو لیکوالو نه دي کار کړي. که ئې مثالونه راوړم خبره اوږدېږي خو دا څو بېلګې به ئې دلته رانقل کاندم:
“لی بلیه” د سرګردان په معنا
“غوټي و دولاغي” د بار و بونه په معنا
“شین پسخند” د بې پروايي او غفلت پرځای
“تور وتوپان” د ګرانۍ او قیمتۍ په معنا
“باد په سړي مخ لګوي” د باد د شدت له پاره
“نمای ئې کاوه” یعني ښه ایسېدئ/ښکارېدئ
“نبایدې د باره” یعني د راتلونکي وخت د اړتیا له پاره
دوه:- دوکتور عبدالغفور لېوال لیکي: (د ګران لودین او نورو ژباړونکیو زیار زموږ په تاریخي ویښتیا او روښانتیا کي د ځلانده ډیوو په شان ارزښمني دي. موږ له دې یادښتونو ډېره څه زده کولا شو، د کتاب دویمه برخه هم مهمه ده. د کندهار په اړه څېړنیز معلومات، چي ښايي ددغه مهم ولایت په پېژندنه کي له موږ سره مرسته وکړي.)
درې:- پوهندوی شېرشاه رشاد لیکي: (دغه کتاب د ګران سیف لودین په څه باندي یو کلن زیار سره په ډېره سلیسه، روانه او عامفهمه، پښتو ژباړل سوی، توضیح طلبه، او مغشوش ټکي ئې په لمنلیکونو کي توضیح سوي، له بېلابېلو منابعو او ماخذونو څخه لکه د پاینر ورځپاڼي رسامۍ، په ګیټي څېړنیز انیستیتوت کي د کندهار د ۱۸۷۹ کال عکسونه، د پیښي اړوند یا نژدې نور انځورونه په پېخر ورسره را اخیسته سوي، چي کتاب ئې لا نور هم په زړه پوري کړی دئ.)
پایله:
د سیف لودین د لومړۍ برخي د ژباړي تر څنګ په همدې کتاب کي په درېیمه برخه کي د اوسني کندهار په نوم یوه په زړه پوري برخه پخپلو کره او دقیقو مالوماتو راټولولو ډکه کړې ده، د کندهار ولایت پېژندني په اړه له ولسوالیو نیولې تر ښاره او له ښاره نیولې تر کلیو، له پوهني نیولې تر کرهڼي او له لوړو زده کړو نیولې، تر خلکو، له نقشو نیولې تر ښاروالۍ او ښاروالانو، له صحي بخش څخه نیولې تر کلتور او فرهنګ او هنره ټولي برخي پکښي مالامال او په ترتیب و تنظیم او اوډل سوي دي.
که تاسو د افغانستان په تاریخ، په تېره بیا د انګلیس-افغان جګړو او د ۱۹ مي پیړۍ حالات او انګریزانو لومړی وار راتګ او یا هم د کندهار د سیمي په اړه څېړنه کوئ، یا علاقه لرئ مطالعه وکړئ، نو د دې کتاب لوستل به تاسو ته خورا په زړه پوري مالومات په لاس در کړي. د لودین سلیسه ژباړه به مو نور هم کتاب او مطالعې ته وهڅوي. د تاریخونو مطالعه مو له تېرو حالاتو خبروي او د اوسنیو حالاتو د تحلیل قوه راکوي راځئ چي خپل تاریخونه مطالعه کړو او پرېنږدو چي تاریخ بیا راباندي تکرار سي، ویش ملتونه تاریخونه جوړوي او په تاریخونو کي د علم او ادب خبره په لومړي سر کي وي.