Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار کې به سږکال له ۱۶۰۰ټنه زیتونو ۱۹۰ زره لیټره تیل تولید...

ننګرهار کې به سږکال له ۱۶۰۰ټنه زیتونو ۱۹۰ زره لیټره تیل تولید شي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۸مه) ننګرهار کې سږ کال د زیتونو حاصلات ۱۶۰۰ ټنه اټکل شوي دي.

په دې ولایت کې د کانال وادي کرنیز شرکت طالب مسوولان وایي، له دغو زیتونو به ۱۹۰ زره لیټره تېل تولید شي.

د یاد شرکت رئیس سیدمحمدنعیم محمدي وایي سږنی تولید یې له تېر سره په توپیر ۴۰ سلنه زیات دی.

محمدي وایي: ” تېر کال د تېلو تولیدات ۱۳۵ زره ۵۰۰ لیټره وو او د زیتونو اچار ۳۰ ټنه وو او سږکال الحمدلله د پلان مطابق ۴۰ فیصده تیل زیاتېږي او ۳۰ ټنه د زیتونو اچار.”

د ننګرهار د کانال زیتونو فابریکې مسوولان بیا وایي چې، دوی هره ورځ تر ۲۵۰۰ لیټره تېل پروسس کوي.

د دوی په خبره هره تېرکال دوی ته د تېلو د تولید لپاره ۱۱۰۰ ټنه تور زیتون د تیلو د تولید لپاره راوړل شوي وو،خو سږکال تر ۲۵۰۰ تور زیتون راوړل شوي دي.

په دغه کارخونه کې لسګونه کسان په کار بوخت دي چې، غوښتنه کوي که د باغونو پالنه سمه او زیتون باغونه زیات شي نو لسګونه نور کسان به هم په کار بوخت شي.

د مسوولانو په وینا د ننګرهار کانال شرکت پر ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه لري چې، ترې هر کال میلیونونه افغانۍ عواید د طالبانو د حکومت بودیجې ته راټولېږي.

د ننګرهار د زیتونو کارخوني تولیدات په کور دننه زیات مینه وال لري چې، له لرې پرتو ولایتونو خلک د زیتونو د اچارو او تیلو اخیستو لپاره دې ولایت ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...