سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبشعرګلغوټۍ ته اووم سرود/ عبدالغفور لېوال

ګلغوټۍ ته اووم سرود/ عبدالغفور لېوال

 مازیګر تېرو، چې ځنګل خلاص شو

اوزه دګڼو ـ ګورو ونو له تیارې ووتم

اس مې ستومانه و او زه تږی وم

ترمخ مې شنې ورشو نه پورته دچنچڼوخېل شو

لویدیځ افق دلمر وروستیو وړانګو سورواړاوه

لرې ، دشنه چمن ترغاړې وداني ښکاره شوه

او اس پرزمکه پښه وسرویله

دلارې څنډې ته په ماته تېږه

                                                   داسې لیک وو:

(( دلته لاژوند ازموېیل شوی نه دی

دمساپرو دمه ځای نه شته !))

ماښام تیاره وه چې، راورسېدم

څه پرتمین ماښام و!

هوا په غېږ دسنځل ګل کې خوله

دډيوې تتې رڼاڅرک له پنجرې وهلی

چوپتیا خوره وه، مایوازې خپله سا اورېده

اودنرګسو سترګې نه رپېدې

عشقه پېچانودکړکۍخواته و غوږ نیولی

دماښام ستوري په افق کې سترګکونه وهل

++++++

اس مې ستومانه دی او زه تږی یم

خوډبرلیک رایادشو:

(( دلته لاژوند ازموېیل شوی نه دی

دمساپرودمه ځای نه شته !))

نو…

ولې راوګرځېدم ؟

چا ځانته وبللم؟

دروازه خلاصه وه، که ما مې په ستومانه لاسو ووهله ؟

هرڅه مې هېردي.

یوازې ستا ښکلامې نه ده هېره

چې مخامخ په دروازه کې لکه سپین سوسن راهسکه شولې

زرکاله مخکې مې لیدلې وې، اشناوې راته

زرکاله مخکې دې لاپېژندلم.

ــ   سلام …

ــ   راځه دننه راشه !

ــ خو ( ډبرلیک…؟)

ــ نه نه ، پردغه لاره مساپر نه راځي

هیچا ته ځای ددمې نه شته دلته .

دباد پاسته لاس دې ویښتو کې ګوتې ووهلې

پسرلی مست شو او ستا زلفوسره ونڅېده

ــ اس ؟

ــ پرې یې ږده ، مه یې تړه!

دلته اس نه ورکیږي

پریږده چې شنه ورشوکې دمه وکړي

او له چینې څخه اوبه وڅښي.

چې ور دې وتاړه هوا راغله

ډیوه په ملا کږه وږه شوه، رڼاولړزیده

مایې سلام واخیست او کیناستلم.

لاهم حیران وم، ته مې چېرته؟ څه وخت ؟

نه نه هېڅ مې لیدلې نه وې

زه یو ستومانه مساپر وم اوبس.

ــ   هن واخله !

ستا لاس مې وپېژانده،

خو په دې نه پوهېدم

چې دادچا لاس دی ؟

تا ویل:

قهوه مې بې شیدو راوړه، همداسې ترخه

ماویل چې رنګ یې ستادسترګورنګ وي.

ــ هو ! زما دسترګورنګ ستا ډېرخوښیږي ؟

مګر ته څوک یې ؟

دقهوې عطرو راپه خودکړمه ، پیاله توده وه.

اوه خدایه !

پرکوشني مېز دنرګسو ګېډۍ هم پېژنم !

خو هغه زرکاله پخوا ستا له تصویرسره نرګس ایښي وو.

ستاغږ مې بیا واوریده :

ــ نن هوا ښکلې وه، ستومانه به یې ؟

ــ هو! ستومانه ډېر ستومانه !

خو راته ووایه چې ته څوک یې ؟

اوستا خندا

څپې څپې

دتوروزلفو له نڅا سره

ډېوې وڅښله .

زه ؟

زه خو هماغه یم، چې ومه کنه ؟

ــ که ته یوازې یې نو زه به شپه بهر تېره کړم.

سهار به وخته خپله لار ونیسم …

خو ستا موسکا دحیرانتیا څپې کې ډوبه شوله.

ودې ویل :

دلته لا ژوند ازمویل شوی نه دی.

دمساپرودمه ځای نه شته .

او زه دزلفو یو بالښت لرم، همدلته یې ږدم

هغه بهر ته درایستلای نه شم.

ــ هو ته ریښتیا وايې

نو زه به دلته ، هو همدلته سر پرې ولګوم.

مګر ته څه پوهېږې؟

که زما اوښکې ستا دزلفو پربالښت وڅاڅي ؟

تاوویل :

وګوره !

چې زلفې مې لااوس لمدې دي.

او زه داستا دلمدوزلفوعطرو بیا راویښ کړم.

ما ویل :

خو زه

بس ، دیوې شپې مساپریم دلته .

ــ   نه زر کاله وړاندې مو وعده بله وه .

تا ویل : چې پاتې ژوندبه ټوله بس همدغه شپه وي.

هاغه دې هېر شول، چې پخپله دې پر دغه کتیبه ولیکل :

(( دلته لاژوند ازمویل شوی نه دی.

دمساپرودمه ځای نه شته .))

ما ویل : هو ! سمه ده .

خو زه دې نه پېژنم

اوخدایزده چېرته ځمه ؟

اس مې پښه ټکوي.

ډيوه لابادته ناڅي.

—————————————-

نوټ :

دا شعر دلیکلو تاریخ نه لري

یوازې زما تر یوڅلویښتمې زوکالیزې پینځلس ورځې کشردی.

دکابل یوه ستربڼ ته نږدې دغره په لمن کې راشین شوی دی

ګلغوټۍ پرې خبره ده .

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب