چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبطنزونهعقل څنګه پښو ته راغی؟ (طنزي خاطرې) عبدالنافع همت

عقل څنګه پښو ته راغی؟ (طنزي خاطرې) عبدالنافع همت

پخوا ډېر ښه وختونه وو، چا د عقل پوښتنه نه کوله، بس يوازي يې سر ته کتل، د چا چي به سر هر څومره غټ و، نو هغه به يې ډېر هوښيار باله، د کور، کلي او دولت مشرتوب هم د عقل نښه ګڼل کېده، له همدې امله خلکو د پاچا کورنۍ او قبيلې ته سرداران ويل. هغه وخت د سر غټوالی او د عقل پوخوالی سره تړلی و، له همدې امله د پوهي پر ځای د سر ډېر درناوی کېده، لنډه دا چي هغه مهال د (سر)، ( سردار) او (سردارۍ ) خبري خورا تودې وې.

د وخت پاچا د استاد محمد حسين د يوه آهنګ سر ته قيضه ور واچوله او (سرآهنګ ) يې ځني جوړ کړ، په دې ډول استاد سراهنګ هم په سردارانو کي حساب او ارګ ته يې لاره وموندله، خو استاد اولمير بېچاره چي سر يې کوچنی و، له لوږي مړ سو. يوازي د عقل، مشرتوب او پاچهۍ خبره هم نه وه، هغه وخت هر غټ سری سردار بلل کېده. زموږ يو باغوان و چي خلکو به ( تور جبار ) باله، ده يوه سپينه غوا درلوده چي خورا غټ سر يې درلود، له نازه به يې (سرداره) ورته ويله.

زما يو ټولګيوال (انار) نومېده. لکه غونډ سری مېږی ملا يې نرۍ خو سر يې ډېر غټ و. انار په ونه ټيټ و، کله چي به له ليري راروان و، نو يوازي به يې سر ښکارېده، د کلي سپين ږيرو به په ټوکو سردار صاحب باله چي وروسته په همدې نوم مشهور سو. انار تر دريم ټولګي وروسته ښوونځی پرېښود، ښار ته کډه سو او هلته يې په ښاروالۍ کي ماموريت پيدا کړ. په ښار کي يې قره قلي خولۍ پر سر کوله، اوس نو سم دم سردار ښکارېده، وروسته يې د سردارۍ دعوه هم وکړه، خلکو ته به يې ويل چي موږ محمدزي يو، زما غور نيکه د امير دوست محمد خان په وخت کي د هرات والي و.

د غوايي تر اړودوړ وروسته انار بيرته کلی ته راغی، اوس يې قره قلي خولۍ نه پر سر کوله، نور يې د سردار نوم بد ايسېده، ويل دا د پخواني استبداد پاتي شوني دي. انار که څه هم په ونه ټيټ و، خو بيا يې هم سر ته لاس نه رسېده، ځکه چي ده هم د غوايي لکۍ نيولې او د نوي زمان سردار بلل کېده. اوس يې يرغل تخلص کاوه او خورا غټ برېتونه يې پرې ايښي ول.

انار ملامت نه و، ځکه چي د زمانې رنګ بدل سوی و، هر څه سره او د وينو رنګ يې پيدا کړی و، بيرغ سور، سترګي سرې، خولې سرې ، د دفترونو او دوکانونو لوحې سرې، د کورونو د دېوالو او دروازو رنګ سور، آن دا چي تور جبار د خپلي سرداري غوا لکۍ او پښې هم په نکريزو ورسرې کړې.

لږ وخت وروسته حالات بيخي بدل سول، په وطن کي د سره او شنه غوايي د ملګرو تر منځ جنګ زور واخيست. امنيتي وضعيت بيخي خراب سو، له پاکستان او ايران څخه د شنه غوايي ملګري راغلل او هر هغه څوک يې واژه چي له سره غويي سره به يې انډيوالي درلوده. يوه ورځ موږ څو کليوال په موټر کي ښار ته تلو چي انار هم راسره و. انار پر خپلو غټو برېتونو لاس تېر کړ او په خورا فاتحانه انداز يې وويل: مه وارخطا کېږئ دا انقلاب نه ماتېږي، ځکه چي شوروي اتحاد يې تر شا ولاړ دی او د شوروي اتحاد زور هيڅوک هم نه لري. په دې وخت کي د يوې چاودني اواز واورېدل سو او موټر ودرېد، سوارليو په يوه خوله وويل چي خدايه خير پېښ کړې! انار وويل چي دا دی وګوره دغه مو حال دی! خدای خبر چي بيا يې کوم انقلابي ځوان شهيد کړ؟ کلينر وويل چي استاده د موټر ټاير پنچر سو. د انار برېتونو ته مي وکتل، ما ويل ياره نور به د وطن خوند نه وي، ځکه چي عقل له سر څخه برېتونو ته کډه سو.

څو مياشتي وروسته نورمحمد تره کی ووژل سو او حفيظ الله امين يې ځای ونيو. خلکو به ويل چي امين په خټه خروټی دی. انار هم د زمانې په خم کي ځان رنګ کړ، په هره مجلس کي به يې ويل چي زما مور خروټې ده، مورني نيکه ګان مي سل کاله پخوا د کابل له پغمان څخه کندهار ته راغلي دي، ان دا چي ماما ګان مي د امين سکه تربورونه دي. څو مياشتي وروسته د سره غوايي خاوند ( شوروي اتحاد د سره غوايي د ساتلو لپاره افغانستان ته څو لکه عسکر راواستول، امين يې ووژاه، موږ هم پاکستان ته مهاجر سولو او هلته مو په يوه کيمپ کي واړول.

يوه ورځ زموږ کيمپ ته په موټرو کي څو وسله وال راغلل، مسجد په مسجد ګرځېدل او ځوانان يې د شنه غوايي په ننګه مبارزې ته هڅول. کله چي زموږ د مسجد وار راغی نو ګورم چي انار هم ورسره دی، اوږده ږيره يې پرې ايښې او خړ پکول يې پر سر کړی دی، ما ويل اناره جوړ په خير! انار برګ برګ راته وکتل، ويل وبخښه زه انار نه يم، نوم مي مزمل او تخلص مي جهادوال دی. کله چي ما د خپل کلي نښي ورته وويلې نو پټه يې سترګه راته ووهله چي چوپ سه.

زه او انار په مسجد کي يو ځای ګوښه سره کښېناستو. انار ويل ما خو درته ويلي وه چي زما مور خروټې ده، ماما ګان مي د استاد سياف سکه تربرونه دي، زه هم له همدې امله په اتحاد تنظيم کي جهاد کوم. بيا يې وويل چي انشاالله مجاهدين به بريالي کېږي، ځکه چي ناټو يې ملاتړ کوي او ناټو تر اوسه پوره نه ده ناکامه سوې. د انار اوږدې ږيري ته چي مي وکتل نو نور هم وارخطا سوم، ما ويل عقل بېچاره هم زموږ غوندي کډه په شا ګرځي او دا دی اوس يې زموږ سره د برېتو پر ځای د ږيرو په کيمپ کي اړولي دي.

څو کاله وروسته له افغانستان څخه روسان ووتل، د ډاکټر نجيب حکومت هم رانسکور او مجاهدين کابل ته ننوتل. زه هم د پېښور له لاري کابل ته راروان سوم، ما ويل هم به خپل تحصيلي اسناد واخلم او هم به کابل ووينم، هغه متل دی چي وايي: زه به صابن خرڅ کړم او خر به مي کونړ وويني. د تور خم کابل پوخ سړک داسي خراب سوی و، لکه بادرنګ چي په خوله پوست کړې. سروبي ته چي ورسېدو پاټک والاوو راوګرځولو. پر پاټک يو لوېشتکی ږيرور سړی ولاړ و، چي ورته ومي کتل نو انار مي وپېژاند. ورکښته سوم او روغبړ مي سره وکړ. انار په خندا وويل چي ما نه وه درته ويلي چي زموږ جهاد خامخا بريالی کېږي؟ انار رښتيا ويل، د ثور اوومه او اتمه ورځ څنګ پر څنګ سره راغلي وې، د روبلو پروړو ( بوسو) د ډالري خوړو په کچه مقاومت نه درلود، په پای کي اووه سره غوايي د اتو شنو غويو له لاسه مات سول. په خندا مي انار ته وويل: خدای دي خوار کړه اناره دلته څنګه راغلې؟

– ما نه وه درته ويلي چي زما مور خروټې ده

– نو دا پاټک له خروټي سره څه اړه لري؟

– هی ساده، ته نه يې خبر چي حکمتيار صاحب هم خروټی دی

– ښه اوس دا ووايه چي نوی نوم دي څه دی؟

– نوم مي قطب الدين مسلميار دی.

په دې وخت کي له وطن څخه نور هم لاس پر سر سوم، ما ويل ياره لکه چي عقل د سياسي ږيرو له کيمپ څخه راکډه سوی او اوس يې پر پاټک اړولي دي.

د پاټکسالارۍ دوره هم تېره سوه او طالبان راغلل. يوه ورځ له کوټي څخه کندهار ته تلم، کندهار ښار ته نژدې په لاره کي طالبانو پاټک اچولی او خلک يې په زوره لمانځه ته کښته کول، زه هم کښته سوم، ګورم چي انار کېبل په لاس ولاړ دی او خلک په زوره لمانځه ته کشوي. له انار سره مي روغبړ وکړ، يو ځای ګوښه سره کښېناستو. ويل زما خسرخېل د روزګان هوتک دي، مېرمن مي د لوی ملاصاحب سکه ترله ده، زه هم د خسرخېلو پر لاس طالبانو ته راغلم. د انار په لاس کي فولادي کېبل ته مي په ځير ځير وکتل، نور هم ناهيلی سوم، دا وار مي وليدل چي عقل له پاټک څخه کېبل ته راکډه سوی دی.

د کېبل پاچهي هم تېره سوه او ډيموکراسي راغله، د ډيموکراسۍ هغه سېلاب چي څو ټنه اوږدې ږيري، غټ برېتونه، پکولونه، د سره او شنه غوايي څرمني او لنګوټې يې له ځان سره يووړې. د سره او شنه غوايي ښکرونه د (ډي، ډي، ار) د پروژې له مخي راغونډي او د سره او شنه غوايي په نوم جګړه پای ته ورسېده. يوه ورځ له څو سپين ږيرو سره د حامد کرزي مبارکۍ ته ورغلم. په ارګ کي يو خېټور سړی په مخه راغی چي خورا قيمتي دريشي يې اغوستې وه، برېتونه يې پاک خريلي او فرانسوۍ ږيره يې جوړه کړې وه، ويل زه (مزمل پوپل ) يم د کرزي صاحب مشاور. ما ويل کوم مزمل؟ په غوږ کي يې کرار راته وويل: په سترګو ړوند سې انار يم انار. ما ويل چي مزمل خو خير دی، پوپل څنګه سوې؟ په خندا يې راته وويل چي بل واده مي کړی دی، نوي خسرخېل مي د ( کرز ) پوپلزي دی، د دوی پر لاس ارګ ته راغلم. د انار لويي خېټي ته چي مي وکتل، نو يو مخ ناهيلی سوم، دا ځل مي وليدل چي عقل د لوږي له لاسه له کېبل څخه خېټي پناه وړې ده.

د ولسمشرۍ انتخابات تېر سول او د عين او غين حکومت واک په لاس کي واخيست. يوه ورځ د ولسي جرګې له څو وکيلانو سره ارګ ته ولاړم، انار بيا په مخه راغی. ما ويل پوپل صاحب جوړ په خير. انار په خندا راغبرګه کړه ويل ياره لکه چي سپين ږيری سوی يې، اوس د خپل کلي خلک هم نه پېژنې. زه پوپل نه، بلکي شرافت احمدزی يم. ما ويل شرافت خو دي راته معلوم دی، اوس دا راته ووايه چي احمدزی څنګه سوې؟ ده ويل زما ميره د لوګر احمدزۍ ده، د هغې لاري په ارګ کي پاته سوم. انار په خندا پر خپل نس لاس تېر کړ او کرار يې وويل: وګوره اوس مي خېټه نسته، هره ورځ ورزش کوم، بيا يې خوله غوږ ته رانژدې کړه او ويې ويل: ډېر ناهيلی يم، افغانان خپل اصلي خدمتګاران نه پېژني، بس دی د وطن ډېر خدمت مي وکړ، غواړم چي خپل پاته ژوند په خارج کي تېر کړم. انار ته چي مي وکتل نو خېټه يې په رښتيا هم چي اوبه سوې وه، خو برعکس سرداري سر يې ډېر کوچنی سوی، خو تر ټولو په زړه پوري خبره دا وه چي پښې يې خورا پنډي او بل ډول راته ښکاره سوې، لکه عقل چي يې پښو ته تللی وي. د انار په پښو کي يوه نړۍ را ته ښکاره سوه، په دې نړۍ کي مي ګڼ شمېر ډالري بانکي حسابونه، ښکلي کورونه، د غصب ځمکي، جګړې، د کونډو او يتميانو ژړاوي او نوري ناخوالي وليدې.

2 COMMENTS

  1. سلامونه قانع صاحب . بریالی اوسی . ستا به هیر وی خو زه دی د سرانانو په کمپ کی په دیارلسم نمبر ښوونځی کی شاګرد پاتی سوی یم. لیکنی د په خوند لولم. بیا هم بریالی اوسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب