یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeادبکره کتنهد استاد جنيد «د اغزو حسن تعليله» په شعري ټولگه څو خبرې

د استاد جنيد «د اغزو حسن تعليله» په شعري ټولگه څو خبرې

اکبر کرګز

ادم خانه!
د دې شعر ميناتور كې ځانته گوره . . .

د٬٬اغزو حسن تعليله٬٬ شعرې ټولگې پاڼې اړوو . هلته دشعر په ځينو پاڼو او كرښو کې ځای ځای له ادم خان سره خبرې اترې اورو . دادشاعر ادم خان دی . خيالي څه نه دي بلكې حضور لري· هم دشاعر په ذهن کې اوهم دشاعر له ذهنه بهر په پراخه اوگډوه وډه نړۍ کې حضور لري. نړۍ له هغه سره مخامخ ده اوهغه له نړۍ سره په شخړه دی . دا هغه څڼور ادم خان دی چې درباب ترنگ يې له پيړيو اوزمانو راهيسې په دښتو اودرو کې ترنگا اوشرنگا کوي .

دلته داسې تکل نه لرو چې اغزې را وسپړو اوپه هغو کې دحسن تعليل وگورو ، اوبيا په هغې کره اوناکره کتنه وکړو . يوازې يوه کتنه کوو. دا کتنه هم له يوې زاويي کوو.دا ځکه چې مشکله به وي چې په لنډ تنگ وخت کې په يوه داسې کوچنۍ ټولگه   چې دفکرونو اوخيالونو له ميناتورۍ نه ډكه ده ، څه ووايو . هدف دادی چې کتاب که کوچنی دی دشعرونو شمير يې هم دنورو پنډو ديوانونو په څير نه دی خو په يوه لنډ تنگ نظر کې دا دشعرونو يو داسې ميناتور دی چې که يوازې دادم خان رنگ په کې گورې نو بيا درنه ملا عباس پاتې کيږي خو موږ به دادم خان درباب ترنگ دفنا فی العلم عباس سره يوځای دهمدې اثر په کليمو اواوازونو کی وينو اواورو .

ستاسو باور به را نه شي هروخت چې دغه كوچني خو ډېر ژور شعرونه را اخلم اولولم يې نو دشعر په پای کې مې له ځانه سره په هوا کوي تېر اوماضي ته وړي . له اوس نه راته دتيښتې له پاره هر خوا دروازې بيرته کوي .کوم څه چې زه يې هم په ذهني توگه ليوال يم . چې له دې مكاره بازار نه وتښتم اوداسې ځای ته ولاړ شم چې كله خو مې چيغې دغرو په سرونو كې تاوې شي او انگازې وكړي · خو نه زما هيله همداسې نيمگړې پاتې شي ،ستونی مې ډډ پاتې شې اوټټر مې پړسيدلی·

خو بيا هم له ادم خان نه ليرې نه ځو · شاعر له ادم خان سره سوځنده مينه لري .اودهمدې مينې اوعشق پر بنسټ ده چې په کوټلو الفاظو ورته لوڅې خو درنې خبري هم کوي . ادم خان څوك دی تاسې يې خپله پيدا كړې چې دا څوك اوله كومه دكتاب په كليماتو او اواهنگ كې نيغ ولاړ دي · شاعر هم ځوروي او موږ هم ·دا دشاعر هغه هميشنی يار دی چې کله يې په ذهن اوفکر کې گرځي اوکله يې له ذهنه را وباسي مخامخ يې کښينوي اورباب په لاس کې ورکوي چې سندره سوره کړي . دژوند ،غم ،ياس اونهيلۍ سندره .کله يې هم غواړي په دلاسا يې وساتي چې درباب ترنگونه يې واوري خو کله نا کله دادم خان ټنډه تروه وي شاعر هم خپه کړي . هغوی چې دادم خان په سر سودا كړې اوپه پايو خان يې پلورلی ،هغو ته دادم خان په خاطر له سپورو ستغو ډكې خبرې كوي :

دبنگړو خزانه داره

چې بنگړي دې ټولول

وزگار شوې مړوندونه دې

د کوم ظالم په لورې سلامي کړل .

شاعر دادم خان له كلي ليرې پروت دی · خو دزړه تسمې يې دادم خان سره غوټه شوې دي · هغه په خوب اوپه ويښه كې ادم خان گوري · له درخانۍ سره دهغه سوځنده مينه گوري خو هغه ښځنوك چې دادم خان دمرگ تابيا كوي او ددرخانۍ پر سر سودا كوي · له هغو سره كركه ښۍ · هغه دپايو خان دوكه اونيرنگ په وړاندې كركه كوي اوپه پوره جريت ورته وايي:

د اورونو سوداگره

تا دشگو دوکانونه

دلمبو له پاسه جوړ کړل

چې سبا بازار دې ړنگ شي

اورلگيت به بيا دچا په دوکان پلوري

دروانو حالاتو اودادم خان دشليدلي تڼۍ په ليدو سره اړه نشته چې ددې تفسير اوتعبير ته مټې را ونغاړو . هغه ستاسوپه مخ كې كيږدو · موږ داوسني تاريخ په سبا كې نسل نه يو موږ دهماغه جومات اووستل په خواكي ناست سيل بينان يو چې څنگه پايو خان راغي او ادادم رباب يې اور ته واچاوه ·

يا دا :

دنکريزو جاله وانه

داوربل سروکی واخله

په څپو باندې يې سپور که

چې دسين دغاړې باغ

گوندې سمسور کړې

بهادر خان يوه بله څېره ده· په دې ټولگه كې يو بل کرکتر دی .دادټوکو اوملنډو کرکتردی په کليو کې لاپوک هم دبهادر خان په نوم ياديږي.

بهادر خان پټکې پر سر کړ

چې تربور کره دروغې پاتيا وکړي

چې کشرانو ځنډولي وه ډوډی

لا يې ور تړلی نه وو

دتوتي اواز اوچت شو

بهادرخانه خدای پامان

بهادرخانه خدای پامان .

يو شی ته پام ساتل په کار دي:

هغه دا چې هر کله يو ښه شعر اوښه کيسه لولو نو کله نا کله په کې ځان پيدا کوو. څنگه همداسې نه ده ؟ كله ناكله داسې پيښيږي چې هم شعر لولو اوهم راته دوه قدمه وړاندې په مخ کې خپل ځان ولاړ وي اوورسره په شخړه اوحساب كتاب اخته كيږو . کله دحاضرې يا اوسنۍ نقطې نه شاته،کلونه شاته اوکله وړاندې ځو په ماضي كې ځان وركوواوكله بيا دوړاندې افق په لمنو كې دبوډې دتناره لمبې گورو . داستاد جنيد شعرونه هم دا ډول جادو کوي . هغه ددې پر ځای چې په خوله کې مو پتاسې واچوې اودخولي خوند رابدل کړې يو خوندور ترخه حالت ته مو بيايي ، داسې تريخ حالت چې نه غواړو له هغه ليرې شو ، له يو ډول ځان ځوريدنې هم خوند اخلو . شاعر کله نا کله له ځانه سره هم شخړه اوجدل کوي :

ته ناروغه يې غمجن يې

چې دونيا په ټوکو ټوکو درنه ولاړه

تا ښارونه اباد نه کړل

تا ماڼۍ ويجاړې نه کړې

تا دودونه بدل نه کړل

ناببره مساپر اشنا دی راشي

سره شيره په شنه پياله کې درته راوړي

استاد جنيد هماغه ډول چې عمر يې له نيمې پيړۍ اوښتی دی خبرې يې کمې شويدي . هغه چې ډېر اړ نه شي زياتې خبري نه کوي . اوکه کومه خبره کوي هغه هم ډېره کوټلې اولنډه کوي . دځينو ښوونکو په څير دخولي جلاب يې عادت نه دي . چوپ وي له ما سره دا پوښتنه وه چې ولې دومره چوپ دی . خو ددې ټولگې په لوستو سره زما پوښتنه ځواب شوه .

استاد په خپلو شعرونو کې يوه دونيا خبرې لري . دادم خان دکلي دوستل نه راواخله دجومات دملا اودبانډه چې دگيډک اوپولنگ پورې ټولې خبري لري اوهر څه ديوې کنايي اواستعارې په توگه کارولی شي .

څاڅکي څاڅکي سيلابونه مو لنډي شي

څوکي څوکي پيغورونه مو خندا

کوم سردار په لوړو غرو کې کلابند کړم

چې را گرځي مې ځواب چوپه چوپيا

دمغولو ځنځيرونه مې په پښو وای

نه شميرلی په پردو کې وم اشنا

دا اوږود شعر تر پايه زياتې او دارزونو ډکې خبري لري . په لويو غرونو کې بند پاتې کيدل چی داواز انعکاس يې هم نه هستيږي ،دردوونکی حالت دی . دخوشال بنديتوب او په بازارونو کې زنار په غاړه دمنصور په څير رسوا کېدل له دې خپه کوونکي حالت نه ډېر غوره بلل دشاعر يوه انده ده . خو هغه په دې ټول شعر کې يو ډېر خوږ اوزړه ته نږدې مخاطب لري .دشاعر مخاطب اودخبرو اورازنو يار ادم خان دی . ادم خان لکه ملايکه اولکه جادويي اشا په هر څه کې حضور پيدا کوي دهغه دفكر په نړۍ كې ،په ماضې کي ،په تاريخ کې اوپه ادب کې هم . داځکه چې شاعر لا دخپلو خاپوړو کوڅه نه ده هېره کړې .

په رباب مې غم غلط که ادم خانه

شين خالۍ به خدای پيدا کې نن سبا

اوپه دې ډول شاعر دادم خان کلي نه پريږدي . دادم خان ددېرې اوحجرې اودهغه درباب دترنوگونو اوپه پردو کې سوی ساندې وايي . په همدې کلې کې دخپل يوه غزل په شاه بيت کې دشير بانو دواده کيسه هم کوي وايي :

شيربانودلته وديږي يوسف خانه

که راځي که پاتې کيږي خوښه ستا ده

داواده چې اوس يوسف ته دياس اوحرمان واده دی . هغه بل چاته وديږي . خو يوسف خان به پر هغه لوري ور ونه گوري . ديوسف خان غم نامه هم دلته پيل کيږي . اوله همدې ستيج نه ورته غږ کيږي دشعر داسماني الهام له ستيج نه :

بده به نه وي چې په دې برخه کې دشاعر يو ډير خوږ غزل را واخلو . په دې غزل کې ميرعباس دی چې شعرونه ورته وايي په ځينو شعرونو کې ملا عباس شي اوکله هم په کتابو نو اوزده کړو کې ورک عباس چې دزده کړي په خاطر يې ملکونه پناه کړي دي ·په زده کړو کې تعالي ته رسيدلی خو دهيلو اواميدونو بازار يې وران او كنډر کنډواله پروت ويني . هغه وايي :

غنم رنگه چې څرگنده شي له ورايه

دامين زړه مې بيځايه شي له ځايه

شرابي سترگې سالاره بڼو ښکاره

هم په خيال هم په ښايست باندې بډايه

شکر خانده قدم مسته ښکلا پويه

خپله مينه خپله لاره خپله رايه

ميندو خويندو سپيلنې ورته لوگی کړۍ

سورسالو په سر راووته له سرايه

غټې سترگې چې را واړوي موسکۍ شي

پرده ته زموږ ه وکړې لويه خداېه

کوم راجا به ورته سترگې وې سرې کړې

خزانه دا دلولونو سر تر پايه

سر يې ستا په زنگون ايښی وو ته لاړې

مير عباسه اوس شعرونه ورته وايه

پر اثر باندې دسريزي ليکوال ښاغلي ليوال صيب ډيرو ښو ټکو ته اشاره کړي ده هغه ددې شعرې جونگ په کارکې دزړبيلگې (ارکي تايپ ) ته گوته نيسې اوپه يوه شعر استناد کوي . دا يوه ډېر نوې خبره ده. هم په شعر کې نوې خبره ده اوهم په شاعر باندې دکتونکي په شننه کې نوې هغه ده ·په هر انسانې موجود كې دځان خبرتيا په خوا كې لرغونې ځاني نا خبرتيا هم شته ·چې ديو فرد پورې اړه نه لري بلكې دنړيوالې حافظي پور ې اړه لري چې په ټولو انسانانو كې نږدي يو شان ده ·لنډه داچې هر هغه څه چې دتخيل په وسيله زيږي دهماغه ټولنيز ځان نا خبرۍ سره تړاو لري ·

کور ماڼۍ ده که دېوال يې سوری نه وي ·په دې شعر کې ژور فلسفي افکار بيانيږي . په دغه ژورو فکرونو کې ارزښتونه قد راپورته کوي . يو يو ارزښت را اخلي گوري ې نورو ته يې ښايي . دهغه دشعر کليمات اوالفاظ دچين ماچين ښاپيريان نه دي اونه خو دلويديځې نړۍ دحراميتوب اوشيطانې نه ډکې لولۍّ اوشينگړې دي ،هغه دغه ارزښتونه له پښتنې ماحول نه رااخلي اودکاڼې دکرښو په څير يې ستايي :

کلی نه د ی دپيريانو پاچاهي ده   که دپاسه دڅپياکو لوگی نه دي

يا : مه ډاريږۍ په ملگرو باور ښه دی   که ملگري دلاهور مسلي نه وي

اوس چي زموږ دود اوفرهنگ زموږ ارزښتونو اوميراثونو دنم جن ديوال په څير خوره کړې هر څه دچل فريب ، دوکې نه ډک دي په کوڅه کې دټگمار نه نيولې تر ټوپک ماره پورې اودجومات دمرتد ملا نه نيولي تر مړ سترگي طالب پور ې پرته بل څه نه ويني په وستل کې دپاړو گر اوکوډگر نه پرته ټولو کډه کړې شاعرته داانديښنه پيدا کيږي چې وايي :

خدايه کله به دې موږ خواته نظر شي

چې دښې لاس نه په کيڼ لاس تيرې نه وي

يا داچې :

خپل عزيز باندې چې دانگي مومند نه وي

سر چې ټيټ کاندې پردي ته ساپی نه وي

چې ښکلا له مينځه يوسي ځدراڼ نه وي

چې ښارونه ورانوي يو سفزی نه وي

اديبان چې سپکوي دلغمان نه وي

چې اتڼ ويجاړوي پکتيانی نه وي

که پوه نه دې په سياست درانی نه دی

چې دروغې نه ډاريږي غلجی نه دی

ميړنتوب دملنگانو کچکول غواړي

ميړنی تش په ټوپک ميړنی نه دی

اوپه پای کې :

شين خالۍ به سپينه خوله کله مسکۍ کړي

څو چې زوم دتورو څڼو ځلمی نه وي

مينان که دغاټول تر شا پټ نه شي

هسې نوم به دسپرلي وي سپرلی نه وي

دکتونکي اوڅه ليکونکي دحافظی ځولۍ ددې شعري ميناتورۍ دگلونو دشميرلو له پاره ډېره کوچنۍ ده . ځکه چې په دې شعرې جونگ کې يوازې دادم خان درباب اواز نه دی اونه په کې د هغې دوروخو له پاسه دټيک پړکا ده. نه په کې يوازې دشير بانو دپايزيبو شرنگا اونه خو په کې ديوسف خان دپښو تڼاکې ،بلکې ټول اوټول هر څه ښکلي اونوي دي· نه دچا په پل ځي اونه دچا له اغيز لاندي څه وايي خو دخوند له پاره په کې هر څه شته اوڅه چې ډير زيات دي هغه تفکر دی چې په حافظه کې پاتي کيږي· داداسې شعر نه دی چې له باد سره راشي اودباد په وزرو بيرته له ذهنه والوزي .

هغه دملالۍ يوسفزۍ په شعر کې دپښتنې ماحول دميندو خويندو اوپيغلو تراژيدي ميناتوري کوي .

دادچا واده دی چې حجرې په کې ړنگيږي ؟

دادچا واده دی چې دزوم توره داس تر څنگ پرته ده

چا رباب مات کړی؟

چا منگی ويشتلې ؟

که رباب ماتول دانښه دپښتو وي

ادم خان نه وو پښتون

اويا داچې :

ته په مينه رانه ټينگه ؟ خدای خبر دی

خو دا ځمکه تش په مينه پيدا نه ده

که ميړانه په پټکو کې پټه شوې

که ادم رباب ته اور وراچولی

مينه نور بسنه نه کا

شاعر درواني غميزې کيسه کوي . دادم دمات رباب ددرخو دلويدلي ټکري دسوري شوي منگي دبې لوگو کورونو ، دړنگې بنگې حوجرې دجومات دماتی اولويدلي دروازې کيسه کوي . پگړۍ درني انځورې شوي دي خو په پگړيو کې يو څه ورک دي . پښتنواله په کې ورکه ده هغه نه ليدل کيږي .

ميرمن اوښځه اودهغې ټيکرې که په پښتون فرهنگ دارزښتونو ټولگه ده له بلې خوا نارينه ته دښځې له خوالي يا دپيغلې له خولې پيغور ورکول په هغه اور لگول او وژل دي . شاعر په مهارت سره ديوې پيغلي له خولې دا طنزيه شعر وايي :

دمورچل خبري پريږده فيلسوفه

تا مورچل کله ليدلی ؟

ته دوريځو په شا حسن پسې گرځي

دسهار اودماښام په پوله ناست يې

دماښام په سره سالو باندې مين يې

خو شړۍ دې دسهار لاپه اوږو ده

ته پوهيږي که زما سترگو ته ځير شي

له ايرو نه به غښتلي را اوچت شي

دا رنځور نيمگړی نيت به دې بدل شي .

همداراز شاعر په يوه بله اوږده قصيده کې چې په دې بيت پيلکيږي :

چې بيلتون درباندې وانه ړوي شپه

څوارلسمه به دې نه شي ميلمنه

که له يوې خوا ديوه ژور نستالژيک احساس نه ډکه ده نو له بلې خوا په کې دمعاصر تاريخ پيښې يوه له بله سره غاړه غړۍ کيږي . په هغه کې دپيښو اتلان له خپلو اسونو سره په ځغاسته دي .

دا ښامار دچا دکور خواته ولاړ دی

پيره دار دسپينې خولې په خزانه

کتابونو ته زور ورکه ملاعباسه

چې تالا شوه دخالونو مدرسه

تاوې زه فنا فی العلم يم تکړه يم

لکه تا ليدلې نه وه گل بشره

تا ځواني له لاسه ورکړه په دې غم کې

چې ضمه وه که فتحه وه که کسره

ځان دې ډوب که په الفاظو په حاشوکې

درنه لاړه دژوندو محاوره

تا له کوره زيارت جوړ کړ شاه عالمه

دارواح سره اوس کښينه په حجره

اوپه بله برخه کې وايي :

تا به ولې گرمومه ته گرم نه يې

گرم خو زه يم چې مې ستا وکړه پرده

گرم خو زه يم چې مامامې صوبه دار کړ

نه تدبير نه کفايت نه تجربه

سترگو رپ کې شا اوخوا ترې غله چاپير شول

سترگو رپ کې ترينه لاړه اداره

توره يې پڅه ،جيب يې تش ،نظر يې لنډ وو

په گوډ اس روان سوکه سوکه سوکه

چې به تاکومه پوښتنه ورنه وکړه

غوړه ژبه يې هر خواته ښويده

وس مې نشته وکيلان راسره وران دي

سم روغبړ راسره نه کوي ميلمه

چې دپريکړې وخت نږدې شي کميسيون

چې عمل ته ضرورت شو کميټه

هو په دې کې ښه ماهر ووچې خوندي کړي

دپردې تر شا دغلو معامله

زه په هغه پښتون وياړم چې فاتح شو

خو کورو ته يې را نه وسته جگړه

باچا هان دحرمونو خاوندان وو

دې پاچا شو يو ميړه يوه ماينه

کوم بدماش که مې له خپله کوره باسي

بيا به زه هم ځان فاتح کم دوباره

سره له دې چې وايي (( مړي پريږدئ چې مړې يې پورته کړي .)) خو په دې پورته قصيده کې تاريخ ژبه پيدا کوي . روايت دتاريخ له خولي کيږي . تاريخ په کترکترونو کې را ژوندی کيږي . اوتاريخ دلټۍ اوبيکاره گۍ اوبي کفايتۍ داستان وايي .

خو کله چې همدا قصيده پای ته نږدې کيږي نو شاعر بيا هم خپل ملگری ادم خان مخاطب کوي اوورته وايي :

خداې ته گوره ادم خانه خوشباوره

مه غوليږه دماما په دسيسه

ميروگي غوندې دې يار دی يوسف زيه

کړه نسکوره دا بې غوره زمانه

دې داستان کې ته ناکام يې دا بدل کا

راستنه کړه دډولو سره جرگه

دې کيسو کې دمين نصيب غمجن دی

سرشته کړه بريالۍشانته کيسه

په دې قصيده کې شاعر اودزمان اوږده تنسته ، دژوند کيسه اودادم خان تراژيدې ټول سره يو ځاې شويدي . شاعر چې کوم څه ته يو عمر انتظار ويستی بالاخره په دې داستان کې ورته ځواب وايي .هغه که ددونيا په بل سر کې دې اوکه ووايو چې دځمکې دديوال شاته پاتې دی خو ذهن اوروان يې دادم خان سره مشغول دی .

دسريزی دليکوال په قول په قوت سره دخپل فرهنگي ماحول دفولکلوري اواسطوروي قهرمانانو په کړو وړو اوکردارونو کې خپله خبره کوي يا خپلې خبرې ته دهغو په مرسته غواړې چې دهغو له خولې يې ووايې . دقصيدې پاې دشاعر هغه ذهني پريکړه ده چې دزړه صوبه پرې کوي دواورې شعر چې دکابل پوهنتون کې داستادې دوران سره اړه لري هماغه وخت مې هم لوستی اوبيا په ژوند انځور نومي ټولگه کې چاپ شوی وو .

دمامونۍ شعر هم دروانې غميزې چې اوس هم نه خلاصيږي په سمبوليکه ژبه د نږدي ملگرو استاد داکتر غوث شجاعي او استاد داکتر مجروح دمرگونو داستان دی ·استاد شجاعي چې زندان ته بوتلل شو،شکنجه شو اوبيا ژوندی راستون نه شو .خو شاعر ورته په تمه پاتي شو :

ای دبنگو ليونو ای ملنگانو

دايوه شپه دبنگي کره دېره شۍ

يا : په رباب به دې ناغه واوري ادمه

که دېره کې دې دڅڼو غورځنگ نه وي .

دارزو حسن تعليل په ټولگه کې دشاعر ژور احساس اوتفكر ددې څرگندوی دی چې دونيا څومره رنگينه ده ·شاعر دا تنوع اورنگارنگي په ښه توگه ترسيم كړې ده ·  خو ادم خان ته تل پيغام لري اوورته وايي :

څپې تورې څپې سپينې

څپې رنگ په رنگ الوزي

دغورځنگ په ليونتوب كې

ما به كومې خواته بوځې

يا : دځوانۍ څڼې مې زانگې

دنصيب اوږې مې غورځي

تلوار وكه

دسبا ارمان مې ننن راته پوره كه

كه مې وژنې كه مې ساتې واك مې ستا دی

خو يوځل مې ادم خان كره ميلمه كړه   اكتوبر   ۲٠٠۸

ددې ټولگي هر بيت اوهر شعر نورې زياتي خبري لري · دا چي څومره به مو دشعر په باب خپل داين ادا كړي وي تاسو ووايي ؟اودا چې تاسو څومره ادم خان او،پايو خان او تاوز (طاوس ) خان اوملا عباس وپيژانده هم يوه خبره ؟

دجنوري ۱۷ كال ۲٠٠۱۵

اكبر كرگر

یا یی کونډه کړه یا یی جوړ که ځنځیرونه

ډیره مننه

داسی تبصره ډیره ګټوره ده که څه هم د مړو پسی خبری کول وی ځکه ده خپل مرګ نه دی منلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب