چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهناول به څنګه لیکو!/ نبي الله امیل ناصري

ناول به څنګه لیکو!/ نبي الله امیل ناصري

داچې دا موضوع ډیره اوږده-‌‌‌‌ ده خو زه کوښښ کوم چي په لنډوکي يې درته وړاندي کړم.
لمړی باید په هرنثر کي لاندي پوښتنوته ځواب وویل شي.
لومړی: څه لیکم؟
د چا لپاره يې لیکم ؟
ولي يې لیکم؟
ځوابونه: څه لیکم ناول لیکم، یاکیسه لیکم، رپوټ لیکم، حکایت لیکم یاداسي نور،
دوهم: د چا لپاره يې لیکم، د لوستو کسانو لپاره يې لیکم که يې د نا لوستو کسانو لپاره لیکم.
ولې يې لیکم: باید یوه موضوع دځان لپاره ولرې، چي یاده موضوع دي لوستونکې ولري، ښه اوښکلی پیغام ولري.
اوس راځو د ناول برخي ته، دناول په تاریخچه نه غږیږو یواځي لیکم چي ناول باید څنګه ولیکل شي .
په ناول اوټولونثرونوکې تلوسه د هرنثر دملاتیر یاشمزۍ ده.
دوهم: دا چي هره جمله باید دبلي ترتاثیر لاندي وي، هغه په دی مانا چې زه یو څه درته لیکم چې تلوسه څه مانا، هیله لرم چي خوښه موشي.
د تلوسې پیل.
یوه کس یوه لورته په ځیر ځیر، کتل هلته ډیره ګڼه ګوڼه وه، لمر ښه ګرم وو بزګران په پټیوکې په کار لګیا وو، توتکیو د ریشکوپه پټیو ټیټي اولوتني کولی ،دهغه کس خواته نورکسان هم ولاړ ووماته يې خپل خپلوان ښکاریده،
کس له جیبه توپنګچه را وایسته، دهغوکسانو لورته ور روان شوچي سره را ټول شوي وو، له ده سره چي کوم کسان ولاړ وو د توپنګچی خاوند يې تر مټ ونیود نه يې غوښتل چي دکسانو ګڼې ګوڼي ته ورشي.
دتوپنګچی خاوند ډیر زور ووا هه خوخپلوانوپرېنښود، اخیرناچاره شو په لوړ اوازيې وویل: که مي پرینږدۍ نو ستاسو ژوند به درنه واخلم! ….
دایوه تلوسه وه چي په څوکرښوکې درته وړاندي شوه، جملی موهم ولیدې چي څنګه یو دبلې تر تاثیر لاندي دي، دریم موانځورهم ولید، چي انځورهم پکې ولیدل شو، انځور څه شی دی؟
انځور داووچي توتکیو د ریشکوپه پټیوټیتي الولتنې کولی، لمر ښه ګرم وو، بزګران په پټیوکې په کار لګیا وو،
تلوسه، کس یولورته په ځیر ځیرکتل، نورکسان يې هم خواته ولاړ ووماته يې خپل خپلوان ښکاریدو، … دیته تلوسه وايې،چې لوستونکې او اوریدونکې له ځان سره کش کړي چي اوس به څه کېږي ،اوس به څه کېږي …
داهم په ناول کې مهیم رول لري باید په هره لیکه کې لوستونکی ځان سره داسې درسره وي چي دافکرونه کړي چې زه یوڅه لولم، باید داسې فکروکړې چي زه خپله د دی ناول کرکټریم ، یعنې لوستونکی باید ځان داسې احساس کړي چي زه خپله په دی لیکنه یاهغه څه چي دی یې لولی که ناول وي یا کیسه وي یا کوم بل څه د ادب په برخه کې زه یوکرکټر یم یعنې زه خپله داپيښه مخته وړم.
زه پکې ښکېل یم، که په کرکټر باندي یو پیښه را ځي هغه پیښه ډیره ځورونکې وي باید لوستونکې ځان سره وژړوی.
یا خوشحالي را ځي لوستونکې باید دخوښې احساس وکړي که موږ انځور ور کوو باید لوستونکي یا اوریدونکې باید داسې فکروکړي چې زه خپله په دی سیمه کې روان یم، هرڅه پخپلوسترګو وینم که هغه انځورویرونکې وي باید لوستونکې یا اوریدونکې وویر وي یعنې دویري احساس وکړې اوکه چیرته لیکوال په ناول کې یوداسې انځور ورکړی وي چي دیوی پیغلې پالنګ ته ورخیزي په تورو اوږدو زلفويې لاس وهې یايې په مخ لاس وهې نوباید لوستونکې یااوریدونکې ځان سره دافکروکړي چې د ده خواته هم یوه جنکۍ ناسته ده عینې عمل دی همد لته کوي کوم چي مخته ذکر شو.
بله داچې په ناول کې یوکار بل ډیر اړین ده هغه داچي له هغي موضوع چي ته يې په ناول کې راوړي له هغي موضوع ونه وځي که بله کیسه پکې را وړي هم فرق نه کوي خودناول له موضوع سره باید یوتړاو ولري،مثال که زه په یو ناول کې دیوی پیغلی انځور راوړم دهغی په ښکلا خبري کوم ورسره ووایم چي کټ مټ هغي جنکۍ ته شوي وه، کومه جنکې چي زما دماما لوروه دهغي ښکلا پکې انځور اودهغي هغه څه پکې وښېو چې له تا سره يې څه کړي، ولي بیله شوه؟ دبل چا سره يې ژوند شریک شوی؟ له تاسره يې مينه وه ؟مړه شوه ؟چا ور باندي ظلم وکړاو داسې نور که دهغي یعني ستا د ماما دلورکیسه دي دناول له پیغلې سره وتړی فرق نه کوي خو داسې نه چې ستا د ماما د لورکيسه دناول دکيسی سره هیڅ تړاونه لري نوداسي کیسه بیاپه ناول باندي ډیر بد تاثیرکوي . ډیری ناولونه چې مالوستي دي هغه داستونزه لري یوه داسې فرعې کیسه پکې را وړي چې دناول له کیسې سره هیڅ تړاونه لري یوښه مثال بل هم راړو. هغه داچي تاسو وګوري په ریپوټ کې چي کوم ژورنالیست ریپوټ ورکوي له کومي سیمې څخه هغه وايې دننګرهام محصیلینو لاریون وکړ دلاریون په اړه معلومات وړاندي کوي ،دریپوټ په ورستیوکې وايې دالمړی ځل نه ده چي دننګرهار محصیلین لاریون کوي ،تیره میاشت هم ورته لاریون دننګرهار مصیلینوپه یاده موضوغ کړی وو .داسي په دي ښه پوشوي چي دلاریو تړاويې له لاریون سره ورکړ ،
نوهرکله چې تاسو یوه موضوغ په ناول کې راوړي هم باید همداسې وکړۍ.
بل :باید په ناول کې تکراري جملی رانه وستل شې مثال که په یوه لیکه کې یو ځل راوستل شې هغه وویل ،باید په بله لیکه کې دهغه پرځای وویل شې اسد وویل، ونه ویل شي چي هغه وویل دهغه ځای مواسد ته ورکړ.
چي همدا تکراري جملی هم په ناول اولنډه کیسه …داسې نوروکې ډیر بد تاثیر کوي، لوستونکی یا اوریدونکې ستړی کوي .
انځور چي تاسوکله په خپلولیکنویاناول کې را ولۍ نوباید ډیردقیق واوسۍ چي انځور موباید لوستونکوته په زړه پوري وي.
کوم اصطلاحات اولغاتونه چې تاسوپه ناول کې کاروۍ نوباید دخپلې سیمي لغات اواصطلاحات ونه کارول شې باید داسې څه وکارول شې چي ټول لوستونکې اواوریدونکې په ډیراسانې سره پری وپوهیږي،
یوه بله خبره چي ډیره ارزښناکه ده هغه مکالیمی دي، په ناول کې باید مکالیمي داسې وي چي ډیري تکرار نشی چي داهم په ناول کې ډیر بد تاثیر کوي ،یوشمیرنوري اړینې خبري هم دي چي دناول لپاره په کار راځي خوداوس لپاره همدومره بس دي..

2 COMMENTS

  1. د تلوسې او انځور جوړونې لپاره مو ډیر په زړه پورې بیلګې وړاندې کړې دي زما په څیر به انشاالله ډیرۍ نورو ترې اخذ کړی وي. د نورو لیکنو د دوام يه هیله.

  2. حیران یم چی ولی د ننګرهار د محصلینو مظاهری هره ورځ هره موضوع کی یادیږی دا دی اوس ناول کی هم یادیږی په دی سره مو دی ته داعشګاه ننګرهار افتخار حاصل کړ. ولی بل مثال نه ورکوی. دا مظاهری ددی خوارانو په زړه نه وی هسی دپنجاب لوبه وه وطن یی را وروان کړ خواهش کوم چی نور د ننګرهار دمحصلانو نوم مه بدوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب