یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونمښود/ استاد شپون

مښود/ استاد شپون

نجیب الله منلی پټه خزانه ده، په مښود مښود یې د ښکلا نور اړخونه راوځي بیدو لکه په تاند کې د ده وروستۍ لیکنه.

موږ چې د ادبیاتو پوهنځي پښتو ډیپارټمنټ لوسته، هلته د ګوتو په شمار استازان وو چې د پادري هیوز، میجر راورټي او هنري بیلیو کتابونه یې لوستي. دا د پيښور د قصه خوانۍ د بازار یا لاهور په ماشبنخانو کې چاپ شوي وو(زما په کتابخانه کې شته خو اوس یې نه مومم چې ګلشن روه، کلید افغاني، پښتونخوا هاروبهارکې کوم د چا دی.

کابل کې نسخې یواځې د همدو پنډتانو سره وې بس. بیا مو پښتو ټولنه کې له چارواکو وغوښتل چې دا چاپ کړي چې موږ هم د استفاده ورنه وکړو، خو لکه چې دوی نه غوښتل چې انحصار یې ختم شی، تر وروستي پنځه ګوني ستوري یوه هم دا کار ونه کړ. اوس دغه ټول ماخذو نه، او ډیر نور هم چاپ شوي، ځکه نو نن سبا بلا نور ستوري د پښتو ادب آسمان کې راپړقېدلي دي. پخپله منلی يې ښه یېلګه ده. د تعلیم اصلي رشته یې ځمکپوهنه او مښوکې وهي په پښتو ادبیاتو کې. (یوه نیمه خوش طبعي دې د کرزي په وینا پشکې کې وي).

د مښْود او منلي تړاو خو تقریبا لسیزه تیرېږي چې مشهوره ده ،خو دا ځل یې پر خړې ترې وایستلې. دا پيرته یې رما خپل مښود ته هم پام کړ. په تیره چې د سمندر د شنو ماتو بوتلو د بڅرکو د راټولولو کیسه يې ور سپرخی کړه. په ما همدې ته ورته پېښه امریکا کې تیره شوې چې لنډه یادونه یې له ګټې خالي نه ده.

ویرمانټ د امریکا یو پیشخوټی (ورکوټی) ایالت دی. خدای مې دې غاړه نه نیسي د میدان وردګ کدر ته لوی. هماغسې غرنی. ما چې تحصیل نه پس خپل مونوکراف (تیسز) لیکه هماغلته د ځنګله په مینځ کې یوه کوډله کې اوسېدم. یوه ګوټ کې بستر، وړوکی پخلنځي کې نغری، بل کونج ته د ډوډۍ میز. د کوډلې نه پنا، د ونو لاندې د ساراګشت او تشناب وړه کوډله. د ځانمینځلو د پاره مې اوبه په نغري تاودولې، سطل کې مې بهر چلولې. ګیدړان، سویې، نولي او کنه لا هم یږې زما ګاوڼډیانې وې. موضوع د هنري تورو د والډن پانډ (والډن ډنډ ) په کتاب کې طبیعي ژوند وه. هنري تورو دوه کاله دوه میاشتې دوه ورځې همدلته ګوښې تیرې کړې وې. د ځنګله په میوو دانو او سبو یې ګوزاره کوله، همدا کتاب يې پر لیکلی و.

پوره پنځه میاشتې مې په دې مو نوګراف باندې په مښود تیرې شوې. چې رالنډه یې کړم په ما هم د خان ایوبخان اځګزي کانه وشوه هغه ویل « زه راغلم کابل ته چې پښتونستان وګټم.هغه ونه شو خو ښه آشيز را نه جوړ شو(خان صیب د قبایلو وزارت په میلمستون کې ځانته خپله پخلی کاوه. زه به تل سلام ته ورتلم.) زه هم د مونوګراف په چار کې نیمه خوا شوم خو په درو مشهورو لیکوالو مې شندې وکړې . یومې د انګلیس لیکوال رادیارد کپلنګګ قبر وکوت چې په افغانستان باندې یې پنډ اشعار او کیسې لیکلې دي. له یوې کیسې یې فلم هم جوړ شوی چې عنوان یې دی (هغه سړی چې باچایۍ ته یې ایښې وه) په دې فلم کې د جیمز یانډ اتل، شان کانه ري کار کړی او د یوه انګرېز سیلاني کیسه ده چې نورستان ته ځي چې پاچا شي. هلته خپل سر خوري.

کپلنګ د برتانیې د استعمار ملک الشعرا و. چې آخر عمر یې امریکا ته کډه وکړه، هماغلته ومړ. وايي چې د ګاونډو ورسره ورانه وه، هیچا ورسره نه پالل. ښکاري دا چې د امریکایانو(د شلمې پیړۍ په سر کې) د برتانیې استعمار نه خوښېده. زه يې هم کله قبر ته چې ورتلم، لاړې مې ورتوکلې او د وزبر اکبرخان هغه پیغور مې تکرارآوه چې د جلال آباد په لار کې یې پرنګي ماته خوړلي پوځ ته ورکاوه (دا هماغه پېښه ده چې ۱۶ زره پرنګیان ور کې سټ شول) وزیر اکبر خان. توره ورته پړقوله او په کړکیچو پاړسي یې ویل ،«شما ملک ما میګیرین؟» زما او وزیر اکبرخان فرق ایله دومره و چې هغه ژوندي پرنګي ته ګواښ کاوه، او ما یې قبر ته تور برېښ. څه چونګښْه، څه یې مارلالا.

کپلنګ یو شعر خپل برتانوي پوځي ته لیکلی:

جې د افغانستان په دښتو کې زخمي پروت یې

او ښځې درپسې راووځي چې لري کولمې دې ټوټې ټوټې کړي

نو خپل توپک ته ورغړه، ماغزه دې باد باد کړه

او د یو عسکر په څیر دې خپل خدای ته ځه

یو بل یې پر کابل سیند لیکلی چې یو بند یې وایي:

کابل ښار لعنتي ښار دی

تورم پو کړه، توره باسه

څومره ښکلي شا زلمي مو

ورکې ډوب شول ورکې ورک شول.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب