عڅ
په یوه خبر کې ویل شوي و چې ممکن انترنټ ناببره قطع او د تل لپاره له منځه لاړ شي. د دې خبر تر لوستلو مخکې مې د انترنټ پر مهم والي دومره فکر نه و کړی. البته د ضرر په اړه مې ډېر څه لوستي او اورېدلي و. همدا نن په یوه څېړنه کې ویل شوي و هغه کسان چې ډېر وخت په ناسته یا انترنټ ته تېروي تر نورو یې عمر لږ وي یا ژر مري.
له ځان سره مې وویل چې په دې ډله کې خو یو زه یم ځکه ګومان نه کوم چې تر ما به بل څوک زیات وخت په ناسته تېروي.
بېرته راګرځم لومړي خبر ته. که انترنټ ختم شو! څه به کوو؟
په سکایپ کې مې له څو دوستانو سره په څو هیوادونو کې خبرې وکړې. یوه راته وویل، که انترنټ نه وي زما لپاره به ژوند بې مفهومه شي. بل ویل، که په دې مسافرۍ کې که انترنټ نه وي هر څه به بې خونده شي. بل ویل که انترنټ نه وي په دې وطن کې چې زه اوسم ژوند نه شي کېدای.
ده دا هم وویل، دلته خو حتي د داکتر دوا هم بې انترنټه نه شې اخیستلی. ډاکتر درته درمل لیکي. هر درملتون ته چې ورشې او خپل ځانګړی نمبر ورته ووایې، درمل درکوي. که دغسي نه وي هیڅ درملتون دوا نه درکوي.
رښتیا هم دغسي ده. د برق، اوبو، ګاز، ټېلفون، … بیلونه به څرنګه ورکوو؟
د هغو شیانو د رانیولو لپاره به، چې د انترنټ له لارې یې پیسې ورکوو، څه کوو؟
خو له دې ټولو تشویشونو سره سره له ځان سره ووایم، کله چې موبایل ټېلفون نه و یو بل مو ښه سره موندل، د یو بل احوال مو لا ښه اخیستلی شو. کله چې نیفي ګېټر یا GPS نه و په اسانه مو ادرسونه موندلی شوای خو اوس په همدغه ښار کې چې له ۱۳ کالو راهیسي پکې اوسم، ډېر اسانه ادرسونه بې جي پي ایسه نه شم موندلی.
یو وخت مې اورېدلي و چې انسان ځان د خپلو ایجاداتو غلام کړی دی. لکه چې دا خبره هسي بابېزه نه وه. ممکن تر موږ به ډېر مخکیني نسلونه چې نه یې برق درلود او نه موټر لا اسوده ول.