یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرد عمرخیام څلوریځې| د عبدالباري جهاني ژباړه

د عمرخیام څلوریځې| د عبدالباري جهاني ژباړه

بر مفرش خاک خفتگان می بینم

در زیر زمین نهفتگان می بینم

چندانکه بصحرای عدم مینگرم

نا آمدگان و رفتگان می بینم

د دې خاورو پر کمبله خلک وینم چی بیده دي

تر دې مځکي لاندی وینم بې  حسابه  چی پراته دي

هر څه سترگی  غړومه د عدم بېدیا ته گورم

یا به تللي پکښی گورم یا راغلي هرگز نه دي

برخیز و بیا که چنگ برچنگ زنیم

می نوش کنیم و نام بر ننگ زنیم

سجّاده  بیک پیاله می بفروشیم

وین شیشه زهد بر سر سنگ زنیم

شرنگ د ساز او مستۍ جوړ کۍ اور  کۍ ورته  و تقوا ته

سر پر سر به پیالې نوش کو نام و ننگ به پرېږدو شاته

مسله د عبادت  به په یوه پیاله سودا کو

او ښیښه د زهد ایله کۍ  پر ډبره چی سي ماته

بر خیز و بیا تا می گلرنگ کشیم

با نغمه عود و ناله  چنگ کشیم

هشدار که ایام تراویح گذشت

عید است بیا تا می گلرنگ کشیم

راځۍ وچښو  شراب چی سره په رنگ ارغواني وي

چی  د چنگ نغمې محفل کی راته گډي نوراني وی

د روژو عبادتونو، تراویح ورځی سوې تېري

اختر راغی، سره می راوړه  چی پیاله یې اناري وی

با نفس همیشه در نبردم چکنم

وز کرده خویش بدردم چکنم

گیرم که زمن در گذرانی  بکرم

زین شرم که دیدی که چه کردم چکنم

له خپل نفسه سره تل یم شپه او ورځ په جنگ لوېدلی

زه له خپلو کړو پښېمان یم  له دې درده کړېدلی

او که ستا کرم را تېر سي زما تر کړو گناهونو

له دې   شرمه به زه څه کړم چی گناه کي دي لیدلی

با رحمت تو من از گنه نندیشم

با توشه تو ز رنج ره نندیشم

گر لطف تو ام سفید رو انگیزد

حقا که ز نامه سیه نندیشم

ستا رحمت چی را سره وي له گناه ولی بېرېږم

ستا  دنوم توښه لرمه رنځ د لاري ته درېږم

که می ستا رحمت ژوندی کی په سپین مخ له خپله گوره

که په لاس  می توره پاڼه راته راکي نه زورېږم

این چرخ فلک که درو حیرانیم

فانوس خیال ازو مثالی داریم

خورشید چراغ آن و عالم فانوس

ما چون صوریم کاندرو گردانیم

د آسمان څرخ ته چی گورو چی حیران  وهو چورتونه

یو د خیال فانوس  یې بوله که  زما اورې مثالونه

لمر څراغ پکښی ځړېږي او عالم لکه فانوس دی

سرگردانه پکښی گرځو لکه موږ یو صورتونه

ای مفتی شهر از تو پرکارتریم

با این همه مستی ز تو هوشیارتریم

تو خون کسان خوری و ما خون رزان

انصاف بده کدام خونخوارتیریم

اې د ښار مفتی دا واوره چی له تانه خو پر لار یو

که هر څونه موږ مستان یو بیا لا هم تر تا هوښیار یو

موږ د تاک وینی چښلي ته چښې د سړو ویني

ته انصاف وکه په منځ کی چی اوس کوم یو ډېر خونخوار یو

ما و می معشوق و صبوح ای ساقی

از ما ناید توبه نصوح ای ساقی

تا کی خوانی قصه نوح ای ساقی

پیش آر سبک راحت روح ای ساقی

پیاله ډکه وي سهار وي معشوقه ښکلې خندانه

ساقی څرنگه پر هېز کړم توبه مه غواړه له مانه

لا تر څو  د نوح کیسه ده وېروې می  له توپانه

جام را واخله روح می خوښ که لاس  دي جارسم ساقی جانه

گویند  مخور می که بلاکش باشی

در روز مکافات در آتش باشی

این هست ولی  ز هر دو عالم بهتر

آن یکدمه کز شراب سرخوش باشی

راته وایی چی می مه خوره در نصیب به کړي دردونه

په قیامت به یې مختوری سوزوي به دي اورونه

دا پر ځای ده خو بهتر دی  له دنیا او آخرته

هغه دم چی له مستۍ دي درنه هېر وي ټول غمونه

گر شهره شوی بشهر شرالناسی

ور گوشه  نشین شوی همه وسواسی

به زآن نبود گر خضر و الیاسی

کس نشناسد ترا تو کس نشناسی

که مشهور سې پر ښارونو شر له تا وړي عالمونه

او که کښېنې په خلوت کی اندېښنه یې  یاغمونه

که ته خضر او الیاس  یې نو بهتره تر دې  نسته

چی نه نوم دي چاته  یاد وي نه دي زده د چا نومونه

گر زآنکه بدست افتد از می دومنی

می نوش بهر جمع و بهر انجمنی

کانکس که جهان ساخت فراغت دارد

از سبلت چون تویی و ریش چو منی

که دی کښېوزی په لاسونو  دوه مني می  او جامونه

له رندانو  سره نوش که ډک له میو گیلاسونه

چی جهان یې پیدا کړی  له جهانه بې پروا دی

نه یې زما د ږیری غم دی نه په یاد یې ستا بریتونه

گر جنس مرا خاصه بداند ساقی

صد فضل ز هر نوع بداند ساقی

چون وا مانم برسم خود باده دهد

وز حد خودم درگذراند ساقی

که له اصله می خبر سي په کتار کی د  رندانو

ما به سل  ځله ور تېر کي له ټولیه د خاصانو

او چی لوېږم نو به راکي ساقی می له خپله جامه

ما به تېر کي  له خپل حده له جهانه د مستانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب