جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینماد هاليووډ نوموتې څېرې چې د چاپېريال ساتنې پلويان دي

د هاليووډ نوموتې څېرې چې د چاپېريال ساتنې پلويان دي

ژباړه: محمدعزيز پردېس

د هاليووډ ځينو څېرو د خپلو هڅو او عوایدو يوه لويه برخه د اوبو، هوا او ځمکې له ککړتيا سره مبارزې ته وقف کړې ده. له دې څېرو څخه  تر ټولو مهمې يې په لاندې ډول دي: 

بن افلیک (Ben Affleck): دغه سينمايي ستوری او لوبغاړی په کال ۲۰۱۰ کې په ختيځه کانګو کې د ختیځې کانګو طرحه (Eastern Congo Initiative) په نوم پروژه عملي کړه چې پر اساس یې د طبيعي زېرمو د خطرونو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکاوه.  دا پروژه په ختيځه کانګو کې د تلپاتې پراختيا په اړه ټينګار لري. نوموړی دمګړی له مټ ډيمون بنسټ سره په همکارۍ کې په دې افريقايي سيمه کې د پاکو اوبو څخه د ګټې اخيستنې لپاره کار کوي. 

بن افلیک

ډرو بريمور(Drew Barrymore): دا سينمايي ستورې سربېره پر دې چې د ژويو يا حيواناتو د حقونو د ملاتې ده، له کورنيو تولیداتو څخه په ګټې اخيستنې ټينګار کوي او وايي چې له يادو توليداتو څخه ګټه اخيستل کولی شي چې د چاپېريال د ککړتيا په مخنيوي کې رغنده رول ولوبوي.

ډرو بريمور

جيمز کامرون (James Cameron): د (تايتانيک) فلم لوبغاړی د يوېه مستند ټلويزوني پروګرام په توليد سره د اقليم بدلون په اړه د امريکا متحده ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاستونه رد کړل. نوموړی ټينګار کوي چې د ځمکې د ژغورنې لپاره بايد د دويمې نړيوالې جګړې په څېر د خلکو د يوځای والي لپاره کار وشي. 

مټ ډيمون (Matt Damon): نوموتی سينمايي لوبغاړی دی چې له ۱۹۹۰ څخه  د يوې موسسې په رامنځ ته کېدو سره پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه فعاليت کوي. په همدې اساس نوموړي په کال ۲۰۱۳ کې د چاپېريال ساتنې جايزه ترلاسه کړه. د نوموړي سازمان په ملاتړ شاوخوا ۱۷ ميليونو کسانو په امريکا کې پاکو او فلټر شويو اوبو ته لاسرسی ومونده. 

لئوډو ډي کاپريو(Leonardo DiCaprio): دا سينمايي ستوری چې د د هاليووډ ترټولو زرغون هلک په نامه يادېږي، د ځمکې څخه د ملاتړ په برخه کې يې ډېرې هڅې کړې دي او د وحشي ژويو د ملاتړ په موخه يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مبارزه کړې ده. نوموړي د همدې هڅو په اساس  د (د اوبو او هوا په بدلونونو کې د سولې سفير) وياړ له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړ. 

ناټالي پورتمن (Natalie Portman): نوموړې پراخ فعاليتونه لري چې د شنو بوټوخوړونکو څخه ملاتړ يې یوه برخه ده. دې په کال ۲۰۱۸ کې د ( د ژويو خوراک) تر عنوان لاندې يو مستند فلم جوړ کړ چې د غوښې د کرکجن او ډاروونکي صنعت په هکله و. نوموړې همدارنګه داسې يو پلان تنظينم کړ چې په ترڅ کې يې خلک له هغو بوټونو او څپليو څخه ګټې اخيستنې ته هڅېدل چې د ژویو پوستکي او نور اړوند مواد پکې نه وي کارول شوي. 

ناټالي پورتمن

مارک رفالو (Mark Ruffalo): هغه د (Hollywood United for a Healthy California) په نوم د بنسټ غړی دی. دې موسسې په ۲۰۱۵ کال کې د باراک اوباما د اوبو او هوا بدلون پلان وننګاوه. نوموړي د تېلو د استخراج په برخه کې د امريکا د سياستونو په هکله نيوکه کړې او د چاپېرپال په ساتنه يې ټينګار وکړ. نوموړی په ۲۱۰۷ کال کې د کيشبانو د ملاتړ په پار وستايل شو.

هېره دې نه وي چې نوموړي د هيدروکربوري تولید سره د مقابلې لپاره چې د طبيعي ګازونو د استخراج يو بحث زېږوونکې کړنلاره ده، يو کمپاين ترسره کړ. 

ایما واټسن

ایما واټسن (Emma Watson): د (هري پاټر) فلم لوبغاړېې ده چې د البرټا فرټي به همکارۍ يې له (چاپېريال سره مينه) تر عنوان لاندې لباسونه جوړ کړل. نوموړې همدرانګه چاپېريال ته د نه زيان رسولو په برخه کې ځيني نور فعاليتونه هم لري. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب