تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقری ۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین خیبر پښتونخوا د پاکستاني پوځ مستعمره بللې او وايي، چې دا پوځ په خیبر پښتونخوا کې په ډېر مکر او تدریجي ډول د ناامنۍ فضا را منځته کوي او بیا د ترهګرۍ او دفاع په نوم جګړې را منځته کوي.
منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ” پاکستاني پوځ نن یو ځل بیا د خیبر په تیرا کې بې ګناه عام وګړي مړه او ټپیان کړي او څو ورځې وړاندې یې د پښتونخوا په ګڼو نورو سیمو کې هم بې ګناه پښتانه د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم وژلي دي.”
پښتین زیاتوي، چې د کورمې ځايي خلک په پېښور کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد لاریونونه کوي؛ خو هېڅوک ورته مثبت ځواب نه ورکوي.
د هغه په خبره پنجابی د پښتنو پر ځور هېڅ زړه نه خوږوي.
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه زیاته کړې: “دوی په ډېرې مکارۍ سره وار په وار د ناامنۍ فضا رامنځته کوي، بیا د دفاع او ترهګرۍ ضد په نوم جنګونه جوړوي، پخپله ترهګري کوي، عام پښتانه وژني او د هغوی پر معدني وسایلو قبضه او لوټمار کوي.”
پښتین په خیبر پښتونخوا کې د شته ستونزو مسوولیت د پاکستان پر پوځي مشرانو اچولې، چې «د پنجاب جرنیلانو» اصطلاح یې ورته کارولې ده. وايي، که څوک وايي، چې پاکستاني پوځ کې پښتانه هم؛ نو د هغه په ټکو هغوی د پنجاب نوکران دي، ځکه په وینا یې د دوی په خپله خوښه د پښتنو یوه ستونزه هم نه شي حلولی.
هغه دغه راز وايي، پاکستان له یوه لوري افغان کډوال په جبري ډول له خپلو کورونو ایستلي او له بل لوري پرې د تورخم دروازه تړلې ده، چې د پاکستان واکمن په دې طریبه له تش لاسو افغانانو د خپلې ماتې غچ اخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وړاندې ویلي، د یاد غورځنګ غړیو افغان کډوالو ته په لارو کې طبي کمپونه او نورې مرستندویه چارې برابرې کړې وې چې دا هم پرې پاکستاني حکومت بند کړل؛ خو د پي ټي اېم غړیو خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې په وروستیو کې پاکستاني پوځ د خپلو رسنیو او د پښتنو په منځ کې د وفادارو وګړو پر مټ تبلیغات تېز کړي، چې پښتانه په خپلمنځي شخړو کې سره ښکېل کړي؛ ترڅو د دغې بې اتفاقۍ ګټه پنجاب ته ورسېږي.
منظور پښتین همدارنګه د خپل غورځنګ پر غړیو غږ کړی، چې په جبري ډول ستنېدونکو افغان کډوالو ترڅنګ ودرېږي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پنجاب غاصب او ظالم جنرالان په پښتنو او بلوڅو د نارواوو او ارذلیت اصلی عاملان دی او ۷۸ کلن ظالمانه سلوک او رذایل دا ثابتوی چي پښتانه او بلوڅ خپل نه بولی نو ځکه د نامرد دښمن سلوک ورسره کوی ؛ رجال یی وژنی ،جیلونه پری ډک دی، کورونه یی سوزوی او د ژوند اهم ضروریات لکه تعلیم ،صحت او نورو نه محروم کړی،دا یوه میاشت نه ،یو کال نه ،یوه لسیزه نه بلکی ۷۸ کاله د پښتنو او بلوڅو په ژوند ،ځمکه،اوبو ،معادنو او عزت هغسې رذیلانه ظلمونه شوی کوم چي اسرائیل په فلسطین تر سره کړی او لا هم دوام لری .
اسلام وایی :مه ظالم اوسه او نه مظلوم (حدیث شریف مفهوم دی)
اوس ظلم د ظالمو جنرالانو عادت ګرځیدلی نو:
عادت په پند نه ځی ،عادت په بند نه ځی ـ عادت له سر سره تړلی دی
اوس دا ښکرور، ظلم خپل حق بولی او د مظلومیت نه ځان خلاصول زموږ فرض دی او لازمی ده د ټولو وړو او کم اهمیته مسایلو نه په صرف نظر ،هغه اهمو حیاتی او نجات ورکوونکو ملغلرو ته پام واړوو کوم چي زموږ د مستقبل د عزت عوامل ورکی نغښتی دی ؛نو باید ټول مظلومان، مصلحین ،علما،متخصصین او پروفیسران چي کارآمد او ممد نظر لری په یو مرصوص صف کی راټول او هماهنګ عکس العمل ته چمتو شی
اوس کورنی او منطقوی شرایط کاملا مساعد او نتیجه به ان شاءالله زود رس وی او شریر جنرالو شر به ژر له مینځ ځی یا محدودیدی شی نو که ښه نیت ،ښه انسجام او همآهنګ عکس العمل قول و عمل کی ټول مظلوم او مصلح قوتونه د صداقت او ایمانداری لاسونه سره ورکړی والله معکم امتیاز به مو ګټلی وی او د منطقی لوی قوت به تاسی یاست ځکه حقاََ علینا ننجی المومنین د رب العالمین وعده او د مکار ظالم ۷۸ کلن ظلم نه به مو ځان خلاص کړی وی ،ان شاءالله تعالی.
ښه مثالونه د مات شوو ښکرورو د مظلومو مصلحینو د مرصوص صف په مقابل کی داتمی انګریز ،اتمی اتحاد جماهیر شورور او اتمی امریکا ماتیدل دی .
چي الله ج درسره مل نه وی رحمانه – که لښکرې درسره وی یک تنها یی .
سلامونه،
د پوهاند صاحب “یون”د سعیید شینواری سره مرکه کې ،او ډاکتر “همت “په تایید ، یوازینی کس چې د پنجابی مردارخورو جرنیلانو ،کرنیلانو لوبې او ظلمونو سره سر نه خوځوي هغه ځوان رهبر منظور پشتین دی چې تل ېې د پښتنو/افغانانو غږ اوچت کړی او دمظلومانو پلوي ېې کریده.
دا د انګیزانو غلام بن غلامان اجیر فوج ،د اسلام سپېڅلي دین نه سیاسی تجارت کوي ؛مظلومو پښتنو ،بلوڅو ،کشمیریانو؛بلتسستیانانو … نسل کشي کوي کټ مټ لکه د صهیونیست نتنیاهو ،کابینه یی او تمویلوونکو ظالمینو یی!!
ګلخانانو هم خپل شخصي مفادات تر ملی ولسی او پښتونولۍ هغو پورته وګڼل ، که څه هم نشنلي پارټیو ته په الیکشنو کی مردار فوج څومره مرګ ژوبلې اړولي ؛د سر سړي ېې په یوه او بله طریقه وژلي ؛تریتم کړی یا یی جیلونو کې معیوبه او کورنئ دربدر کړي ؛بیا هم دوی نه شرماږي’پښتونخوا د پوکستین یوه سوبه ده ‘وایی.د پاچا خان او خان شهید او په لسزرګونو شهیدانو وینو او ارواهو نه هم نه شرماږي!!
( ان الله لا یحب الظالمین) .صدق الله العظیم.