په پتنوس کې پیالې وکړنګېدې، په ځمکه کېښودل شوې،کوچني هلک په یوه پیاله کې لږ چای واچوه، هره پیاله به له تاوېدو وروسته په بله پیاله کې خالي کېده، د کوټې په بر کونج کې یو بوډا چې مخ یې له ګڼو ګونځو ډک ښکارېده او هډوکي یې په مخ کې راوتلي وو، ټولې شوې بسترې ته ډډه وهلې وه، پخپله ډنګره ولاړه ګونډه یې سپینه خولۍ اېښې وه، پتنوس او پیالو ته یې په ځیر ځیر کتل، هلک ډکې پیالې د بوډا او دوو نورو ځوانانو مخې ته کېښودې، په هره پیاله کې د کوټې د ګروپ سپینه رڼا ښکارېده، کوټه خاموشه وه، خو د بوډا ټوخي به د کوټې چوپتیا ماته کړه، ځوانان پخپلو موبایلونو کې مصروف وو، کوچني هلک په پتنوس کې پاتې پیالې د کوټې دروازې ته نېږدې په یوه کونج کې کېښودې او د چایو ډک ترموز یې له ځان سره نېږدې کېښود هلک یو ځوان ته وروښویده او د هغه بالښت ته یې ډډه ووهله او دواړو یوه موبایل ته کتل، بل ځوان چې توره پیکداره خولۍ یې پر سر وه، په سپینو عینکو کې یې د تلیفون کوچنی سکرین ښکته او پورته کېده، دوه کوچنۍ انجونې یې یوې او بلې خوا ته ناستې وې، یوې وویل:
پلاره فیسبوک لیرې کړه، موږ ته کارټون راواړوه.
– سمه ده، لږ صبر وکړئ دغه یو پوسټ دې ولولم.
انجونې چوپ شوې، بوډا غاړه تازه کړه، په کړوپه ملا پورته شو، د کوټې د ورسۍ پرده یې سره بېله کړه او د کړکۍ یوه پله یې خلاصه کړه، یخ باد د کوټې پرده وړپوله، په اسمان کې ستوري ځلېدل، د ملخانو غږونه تر کوټې راتلل، سړي وویل:
هوا ډېر فرق کړی، شپه یخه شوه.
ځوانانو او هلک له مبایلونو سرونه پورته کړل، یو ځوان وویل:
هو ابا، دا خو د میزان میاشت ده، سهار هم هوا ډېره یخه وي، بوډا کړکۍ بېرته بنده کړه او پرده یې پرې راکش کړه، خپل لاسي ساعت ته یې وکتل، یوه توره راډیو یې له المارۍ راواخیسته، د راډيو ستنه یې تاو کړه، له څه شغا او څو ځایه غږونو ورسته راډيو صفا شوه او داسې غږ ترې راووت، «تاسو له ملي راډيو څخه د اوو بجو خبري ټولګه اورئ، افغان دفاعي ځواکونو د انتقامي بریدونو په ترڅ کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان هېواد ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې» دې خبر په کوټه کې ناست کسان راډيو ته متوجې کړل، بوډا وویل:
ښه وشو، چې خپل غچ یې واخیست، دا د افغانانو حق و، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي، د دوۍ ترمنځ پر همدې موضوع خبرې اوږدې شوې او ټولو په یوه نظر د دفاع وزارت پرېکړه وستایله، له یو څه بحث او خبرو وروسته کوچني هلک تشې پیالې راټولې کړې، د ماخوستن له اذان سره بوډا غږ کړ، پورته شئ، لمونځونه وکړئ او ویده شئ، چې سهار وختي پورته شئ.
د سهار ژېړ لمر د کلا پر سرماتي سترګې برېښولې، له کلا بهر د چنارونو ونې او پاڼې یخ شمال ته نڅېدې، د چنارونو له پاڼو راوتلې ژېړې وړانګې په شنو کروندو کې ځای ځای پرتې وې، د دروازې له کړپ سره په ونه نری او لوړ ځوان، چې توره پیکداره خولۍ او تور بکس یې شاته اچولي و، له کوره بهر راووت، ورپسې یوه کوچنۍ ماشومه راووته او په ژړه غوني غږ یې وویل:
پلاره خیر دی، موږ ته هم چکر راکړه.
– سمه ده، نن دفتر ته ځم، خو د جمعې په ورځ به دواړه چکر ته لاړ شو، ماشومې قناعت وکړ او کور ته ننوته، د کور مخې ته په خامه غځېدلې لار ځوان خپلو قدمونه ته زور ورکړ، له یو څه تګ وروسته ودرېد، خپلې له خټې جوړې شوې کلا او دروازې ته یې وکتل او بیا پخپله مخه روان شو.
لمر د خدای ج په ارته ځمکه خپلې وړانګې ورو ورو خپرولې، د هر څه سیوری له لمر څخه په منډه و، هر موجود خپل سیوری لنډاوه، د دروازې له دویم کړنګ سره بوډا، چې سپینه خولۍ پر سر او بېلچه (چارۍ) یې په اوږه وه راووت او د کلا ختیځ لوري یو باغ ته ور روان شو، له یو څو ګامه اخیستو وروسته یو غږ پرې وشو، رحیم کاکا السلام علیکم… چېرې داسې ځوړنده سر روان یې؟
– وعلیکم السلام … ستړی مشې، چېرته به لاړم شم، د میزان میاشت ده، غواړم چې د ونو بېخونه واړوم.
سړی، چې توره لونګی یې پر سر وه، له لویې لارې راوګرځېده، د بوډا لوري ته پر یوه اوږده پوله ور روان شو، بوډا خپله چارۍ د کلا دېوال ته ودرلوله او څو ګامه یې د سړي لوري ته ور واخیستل، دواړو په غېږه روغبړ وکړ، سړي زیاته کړه:
یاره یو خو ته له کاره خلاص نه شوې، هر وخت دې چې ګورم په پټیو کې به لګیاه یې.
– څه وکړو، چې کار و نه کړې، د کور لګښتونه به په څه پوره کوو.
هو بلکل همداسې ده، چې بل ته لاس نیسي، له دې نه کار او ستړیا ډېره بهتره ده، رښتیا غفور چېرې دی، غوښتل مې د سرحد په اړه پوښتنه ترې وکړم، ځکه خبریالان له دې موضوع څخه ښه خبرېږي.
– غفور سهار وختي ووت، ویل یې، چې شاید موږ هم نن سرحد ته د راپور جوړولو لپاره لاړ شو، خو ماښام به انشاءالله بېرته راشي. راځه مه درېږه، حجرې ته ځو یو پیاله تریخ چای به سره وڅښو بیا به ځې.
نه، چای دې پور وي، زما کارونه هم ډېر دي، که غفور راغی یو زنګ راته وکړه، بیا درځم.
دوی لا خدای پاماني نه وه کړې، چې د دروازې له کړپ سره یو بل تنکی ځوان، چې ږېره او برېتونه یې تازه راغلي و، راووت، ولاړ سړي سره یې په دواړو لاسونو ستړې مشې وکړه، سړي وویل:
رحیم کاکا، شکر دی نور له خواري او مزدوري خلاصېږې، زحمت دې بې ځایه نشو، په دواړو زامنو دې درسونه وویلې، دغه دی عبدالحق هم زلمی دی او دی به هم د غفور په څېر یو دنده پیدا کړي او ته به نور هم اسوده شې.
ـ ته ښه وايې، ما ټول عمر او ځواني په درنو کارونو خواره کړه، خو په دوۍ مې دا خواري نه لورېده، ځکه مې درس ته کړل، څو په راتلونکي کې له دا ډول زحمتونو نه خلاص وي او دا مې د ژوند لوی ارمان و، چې زما زامن د خپل ولس او خلکو خدمت وکړي، عبدالحق دې خیراوسي، که وظیفه نه لري له ماسره په پټیو کې لګیا وي.
بس، الله پاک دې هر چا ته ستا غوندې نېک صالح زامن ورکړي، تېره ورځ هم کلیوالو په سر توري سر دعاوې ورته کولې، چې ستا له زامنو په ټول ژوند کې چا بد و نه لیدل، دوۍ ډېر درانه او حیاءناک هلکان دي، ټول کلی پرې فخر کوي.
ـ کلیوال دې خیراوسې، خپله ښه خلک دي.
مېلمه، له دوی سره خدای پاماني وکړه او خپله لار یې ونېوله، دوۍ بېلچې په اوږه د کلا لمر خاته لوري ته روان شول او د مڼو یو ګڼ باغ ته ورننوتل، دوۍ له څو ساعته کار وروسته د ګڼو ونو د بېخ خاوره په بل مخ واړوله.
مازدیګر، چې لمر لا ولاړ و، بوډا، چې ساه یې لنډه لنډه کېدله، یوې لویې په چمن پوښل شوې پولې ته ور روان شو، خپل څادر یې هوار کړ او غږ یې کړ: عبدالحقه زویه، راځه نور ستړی شوې، ورځ تېره ده، لمونځ قضاء کېږي، پلار مخ ته او زوی شاته په یوه اوږده پوله ودرېدل، د دوۍ د وجود سیوري څو چنده اوږده ښکارېدل، کله کله به یو تېز باد د دوۍ د وېړ کړیو څادرونو او لمنو څوکې ورټولې کړې، دواړو له څلور رکعته لمونځ وروسته یوې او بلې خوا ته سلام واړوه او لپه لاسونه یې مخ ته ونیول او پخپلو مخونو یې را کش کړل، بوډا وویل:
عبدالحقه زویه، بېلچې راواخله نور ستړی یوو، که حوس دی زیاتي بس دی، دا د یو څو ونو بېخونه پاتې دي، دا به د جمعې په ورځ واړوو.
– سمه ده ابا، د جمعې په ورځ غفور هم کور وي، نو ژر به یې خلاص کړو.
رښتیا، د غفور خبره دې وکړه، ته یو زنګ ورته وکړه، که له سرحده راغلي وي، چې له بازار څخه یو څه سودا کورته راوړي.
ځوان موبایل له جیب راوباسه، څو ځله یې غوږ ته ونېوه او ویې ویل:
– ابا تلیفون یې بند دی، فکر کوم، لا تر اوسه په سرحد کې دی، شبکه یې کار نه کوي.
سمه ده زویه، تېر کال هم چې دی سرحد ته تللی و، څو ورځې یې پرلپسې تېرې کړې او بیا راغی.
دوی دواړه د کور لوري ته روان شول، کله چې د کلا دېوال ته نېږدې شول، د کلا د سرماتې (بلۍ) پر سر یو تور کارغه څو ځله داسې غاړې وکړې کاغ کاغ … دوۍ پورته ور وکتل، کارغه والوت او د کلا له سرماتي څو وړې لوټې راتویې شوې.
د لمر ژېړې وړانګې د هسکو غرونو له څوکو پورته کېدلې، ټوله هواره ځمکه د یو درانه سیوري له اغیزي لاندې راغلې وه، رڼا ورو ورو خپلې وزرې ټولولې او تیاره په چټکۍ سره خپلې وزرې پرانیستلې، دا لړۍ په تېزۍ سره روانه وه.
ماښام د ملا آذان لا پای ته نه و رسېدلی، ناڅاپه د خړې کلا تر مخ په اوږده غځېدلې لار ګڼ موټرونه ودرېدل او له هر موټره ګڼ سپین ږیري او ځوانان راکوز شول، د کتار د سر موټر، چې له نورو سره یې په جوړښت کې توپیر درلود او پر سر یې یو سور څراغ ګرد تاوېده، ګڼ شمېر خلک ترې تاو شول، دوۍ د موټر د شا دوه پټه دروازه پرانیسته او یو اوږد څلور کونجه د لرګي جوړ شوی صندوق یې ترې راښکته کړ او په یو کټ کې یې کېښود، بوډا او ځوان د کلا له دروازې په بیړه راووتل، دوۍ د ګڼو خلکو په منځ کې ورننوتل او په ځمکه د کېښودل شوي کټ سر ته ودرېدل، په تابوت د یوه ښایسته ځوان انځور سریښ و او په لاندنۍ څنډه یې لیکلي و، د وطن ځوان او زړور خبریال، شهید عبدالغفور عابد.