جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ادبي بهیرونو اړتیا او ارزښت| نصيب جان يوسفي

د ادبي بهیرونو اړتیا او ارزښت| نصيب جان يوسفي

یو عرب لیکوال مصطفی السباعي ادبیات د ارزښت په بناء داسې په ساده ژبه تعریف کړي: ادبیات د هغو فکري جامو او کارونو مجموعه ده، چې د ژبپوهانو، شاعرانو او لیکوالو له لوري د خپلو خلکو د فکري سطحې د ارتقا لپاره تولیدېږي؛ دغه جامې له شعر، داستان، ناول او د ادب له نورو څانګو څخه عبارت دي.

 مخکې زمانو او اوس وخت کې انسان ادبیاتو ته اړ و او دی، انسان په ټولنه کې د ژوند کولو او له نورو انسانانو سره د چلند لپاره ادب ته اړتیا لري، یو بې ادبه انسانان په ژوند کې ممکن له ډېرو ستونزو سره مخ شي، د ژوند د نورمونو او آدابو نه مراعات انسان تر داسې نادودو رسولای شي چې بیا وتل ورنه ډېر سخت وي.

دا یوه روښانه خبره ده چې ادبیات د نورو هنرونو ترڅنګ د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو قومونو او خلکو ترمنځ د ځانګړي عمق او باور څخه برخمن دي، چې د موخو د بیان، افهام او تفهیم لپاره د انسان له خلقت سره سم پیل شوي دي. 

د یوې ژبې د ادبیاتو د بډاینې او پراختیا لپاره بېلابېلې لارې چارې شته، چې په هرې یوې یې زیات بحث کیدلای شي، موږ په دې لیکنه کې د دې لارو چارو له ډلې یوازې په ادبي بهیرونو غږېږو، او دا پوښتنې ځوابوو چې د ادبي بهیرونو ګټې، موخې او ارزښت په څه کې دی؟

  دا ډېرې لوړې پوښتنې دي چې د لویو لیکوالو او ادیبانو لخوا باید ځواب شي، خو دلته د یادې موضوع اړوند هغه څه لیکم، چې زما فکر ورته رسیږي. 

که چېرې په ټولنیزو علومو کې له یوې مخې په نظري توګه تیوري ولوستل شي؛ خو د زده‌کړې پر مهال عملي نشي، موږ باور لرو چې د زده‌کړیال به ډېره ژر یاده تیوري له ذهنه ووځي؛ ځکه تیوري عمل ته اړتیا لري او د عملي‌کېدو ځای یې بیا تر ټولو ښه ادبي بهیرونه په دې خاطر دي، چې هلته د یوې ډلې/ مفکورې خلک نه راټولېږي، چې په ټاکلې موضوع جروبحث تر څنګ تیوري ته د عمل جامې ورواغوندي.

د یادونې وړ ده کله چې په بهیرونو کې د دوی تر منځ په مشخصه سوژه بحث کېږي؛ نو د ګډونوالو تر منځ له بېلابېلو زاویو پر یاده موضوع د افکارو تبادله صورت نیسي، چې په دې سره لیکوال/شاعر/ او د ادب مینه‌وال خلاق روزل کېږي.

لکه څنګه چې د طب پوهنځي زده‌کړیالان د تیوري عملي کولو لپاره په اونۍ کې یو ځل روغتون ته ځي؛ تر څو د زده‌کړو پر مهال لوستل شوې تیورۍ ته د عمل جامې ورواغوندي، همدارنګه د ټولنیزو علومو خصوصاً د ادبیاتو پوهنځي زده‌کړیالان په پوهنتونونو کې ادبي جلسو، مجلسونو او بحثونو ته اړتیا لري چې لوستل شوې تیورۍ ـ لکه څنګه پورته ذکر شول ـ له یو بل یا د نظر خاوندانو سره په بهیرونو کې په عملي توګه تطبیق کړي.

خو همدا یې ټول کارونه دي:

مشاعرې

علمي او ادبي بحثونه

کره کتنه

نمانځغونډې

تلینغونډې

د کتابونو مخکتنې

چاپی خپرونه

د نویو لیکوالو او شاعرانو روزنه

لېکچرونه.

ګټه یې ژبې او ادبیاتو ته ده، نوي لیکوال او شاعران پکې روزل کېږي، لیکنې او شعرونه یې اصلاح او پخېږي، لېکچرونه یې نوي معلومات خلکو ته رسوي، په مشاعرو سره یې د خلکو ادبي تنده ماتېږي، ادبي او علمي بحثونه یې خپلې ګټې لري، نمانځغونډو سره لیکوال او شاعران تشوېقېږي او تلیغونډو سره یې د وفات شوو د کار او خدمت ستاینه او یادونه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب