جمعه, مې 3, 2024
Home+د مریخ لپاره د سپېس ایکس نوی توغندی

د مریخ لپاره د سپېس ایکس نوی توغندی

تاند- سپېس ایکس کمپنۍ هڅه کوي مریخ ته د انسان د تلو لپاره د نړۍ تر ټولو ستر توغندی جوړ کړي، داسې توغندی چې بېرته مځکې ته راګرځېدای شي.

دا توغندی، سوپر هوي نومېږي او ټاکل شوې ده چې له جوړېدو وروسته سټارشیپ ستوربېړۍ مریخ ته یوسي.

سپېس ایکس ویلي چې په نژدې راتلونکې کې به د دغه توغندي ازمېښت پیل کړي.

سوپرهوي به ۳۷ ډېر قوي انجنونه لري او دا انجنونه به په متان او اکسیجن چلېږي او د هغو د سړولو لپاره به په فضايي راکټونو کې له یوې نوې طریقې کار اخیستل کېږي.

دا ستر توغندی به نژدې ۷۰ متره اوږدو او ۹ متره پلن وي او وروسته له دې چې سټارشیپ د مځکې مدار ته یوسي، بېرته مځکې ته راځي او بیا به هم ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

د ۲۰۲۰ د دسمبر په یوولسمه د سټارشیپ د لومړي توغندي ازمېښت بریالی نه شو.

سټارشیپ مریخ ته د انسان د رسولو لپاره د سپېس ایکس او ټیسلا د موسس او خاوند ایلن ماسک د غټو پلانونو یوه برخه ده. ده ویلي چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د سپېس ایکس شرکت په مرسته انسان مریخ ته ورسوي.

سټارشیپ څو کارونه کوي؛ هم توغندی دی هم ستوربېړۍ او هم پر مځکه او مریخ کښېناستونکی. په حقیقت کې درې ماشینونه په یوه محصول کې رایوځای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب