جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د دویم پړاو مذاکراتو له پیل مخکې د دولت له...

ولسمشر غني د دویم پړاو مذاکراتو له پیل مخکې د دولت له مرکچي پلاوي سره وکتل

تاند (یکشنبه د جدي ۱۴) ولسمشر اشرف غني د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له رئیس معصوم ستانکزي او غړو سره وکتل.

د ارګ له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دغه لیدنه نن یکشنبه مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې تر سره شوه او ښاغلي ستانکزي په تېرو څو اونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو راپور له ولسمشر سره شریک کړ.

بیان زیاتوي، ښاغلي غني مذاکراتي پلاوي ته سپارښتنه وکړه چې له مقابل لوري سره د اساسي قانون په رڼا کې خبرې وکړي، ترڅو مذاکرات په بریالیتوب سره مخته لاړ شي.

تر دې وړاندې د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي و چې دوی له چارواکو، سیاستوالو، ګوندنو او د ټولنې له نورو قشرونو سره مشورې کړي او په پوره چمتووالي خبرو ته ورځي.

د یاد پلاوي په وینا چې له مقابل لوري سره به په اوربند او سیاسي مشارکت چې د دویم پړاو خبرو له مهمو مسایلو څخه دي بحثونه وشي.

ټاکل شوې چې سبا دوشنبه حکومتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او د سه شنبه په ورځ خبرې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې پرون شنبه ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د سولې او اوربند په هکله ټلیفوني خبرې کړي دي.

ولسمشر ماڼۍ پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي و چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې د اوربند ټینګېدو په اړه د زمینې برابرولو برخه کې هڅه وکړي.

د بیان له مخې، د قطر امیر ډاډ ورکړی چې اوربند ته به د طالبانو په چمتو کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا هیله ښودلې چې افغان پلاوی به په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د یادونې وړه ده چې د سولې د لومړي پړاو خبرو له پیل راپدېخوا په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

که څه هم پاکستان او امریکا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند غوښتنې یې کړي، خو طالبانو تر اوسه په څرګندو الفاظو خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د افغان سولې دویم پړاو خبرې چې ټاکل شوې د راتلونکي سه شنبې په ورځ پیل شي، د چارواکو په وینا چې هم مهال ورسره تاوتریخوالی او د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د جګړې شدت زیات شوی دی چې هره ورځ د جګړې د ښکیلو خواوو سربیره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

خو ددې هر څه سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا په تازه څرګندونو کې د سولې خبرې یو ښه پرمختګ بللی او پر خپل ټوېټر یې لیکلي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د دوی هېڅ سرتېری نه دی وژل شوی.

د پمپیو دې څرګندونو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او مشرانو جرګې غبرګونونه راپارولي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d9%85%d9%be%db%8c%d9%88-%da%85%d8%b1%da%ab%d9%86%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d8%b1%da%ab-%d8%ba%d8%a8%d8%b1%da%ab%d9%88%d9%86%d8%9b-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب