شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پمپیو څرګندونو ته د ارګ غبرګون؛ طالبان اوس یوازې افغانان وژني

د پمپیو څرګندونو ته د ارګ غبرګون؛ طالبان اوس یوازې افغانان وژني

تاند (یکشنبه د جدي ۱۴) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې طالبان اوس د حکومت او افغانانو پر وړاندې جنګيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د شنبې په شپه په خپل ټويټر ليکلي و چې د تېره یوه کال په موده کې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون شوى، په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى.

امریکا او طالبانو د ٢٠٢٠ کال په فبرورۍ مياشت کې په دوحه کې تړون لاسلیک کړی چې طالبانو یې له مخې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه درولي دي، خو له افغان سرتېرو سره یې لا هم جګړې دوام لري.

د پمپیو دې څرګندونو ته په اشارې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن یکشنبه په یوه وېډیوي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تلفات ځکه صفر شوي، چې ټوله جګړه افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه مخې ته وړي.

د ښاغلي مینه پال په خبره، طالبان اوس د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې جنګېږي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې سارې کچه لوړه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو مایک پمپیو پر خپل ټوېټر دا هم لیکلي چې د امریکا د پلان له مخې افغان حکومت او طالبان خبرو ته سره ناست دي چې دا په تېر کال کې مهم پرمختګ و.

پمپیو دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده شبکې له منځه وړل دي او اوس اړ نه دي چې ددغه ډلې د ختمولو لپاره امریکایي عسکر په افغانستان کې حضور ولري.

بلخوا د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې هم يو شمېر سناتورانو د مايک پومپيو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې هر څوک او هر هېواد د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

د سناتورانو په خبره د امريکا هڅې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې کمول و او د خپلو ملي ګټو لپاره د افغانانو پر ځان او مال بې پروا دي.

د دوی په وینا، په دغه موده کې چې امریکا په کې د هېڅ خپل سرتېري د نه وژل کېدو خبر ورکړی، په زرګونو افغان سرتېري او ملکیان وژل شوي، خو پمپیو يې په اړه هېڅ نه دي ويلي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغانستان حکومت او طالبان بايد د پومپيو له څرګندونو پند واخلي او نور روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د پومپيو د څرګندونو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې ټاکل شوې د جدي په ۱۶ د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب