جمعه, جنوري 23, 2026
Homeخبرونهد کاپیسا د عالمانو شورا د رییس پر موټر چاودنه؛ ۱۴ کسانو...

د کاپیسا د عالمانو شورا د رییس پر موټر چاودنه؛ ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د جدي ۱۴) د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د عالمانو شورا د رئیس میرویس کریمي په موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې ده.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، په دې پېښه کې پینځه ملکیان وژل شوي او د ښاغلي کریمي په ګډون په کې نهه کسان ټپیان دي.

د نوموړي په وینا چې دغه چاودنه نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ د کاپیسا مرکز محمود راقي ښار اړوند صیاد بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.

شورش وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د میرویس کریمي موټر له کابل څخه کاپیسا ولایت ته روان و.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

تر دې څو ورځې وړاندې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ او ورور یې کاپیسا کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي و.

ملي امنیت ویلي چې د نوموړې د وژل کېدو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره داستاد شپون او جهاني پل تود و، استاد عبدالله بختانی او د غزل ستوری محمد...