جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار کې ۲۸ طالبان ووژل شول

دفاع وزارت: کندهار کې ۲۸ طالبان ووژل شول

تاند(یکشنبه، د جدي ۱۴) ملی دفاع وزارت وايي، د کندهار په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې ۲۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کندهار په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې ۲۸ طالبان د امنیتي ځواکونو لخوا په داسې حال کې ووژل شول چې طالبانو غوښتل پر دغه ځواکونو ډله‌ییز برید وکړي خو د امنیتي ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم ملي دفاع وزارت ویلي وو، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو یوه ۱۰۰ کسیزه ډله د یو قوماندان په شمول يې د ملي امنیتي ځواکونو سره د نښتو وروسته ووژل شول.

دغه راز د هلمند په بیلابیلو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري او دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب