شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهخدای خو دې غندل د ځوانۍ ماته که/ اباسین روان

خدای خو دې غندل د ځوانۍ ماته که/ اباسین روان

هر څوک د صفت قابل نه دي، خو که ځینې تشویق نه شي، ونه ستایل شي، نو بیا یې په موږ هرو مرو حق پاتې کیږي، دا هلک هم د صفت وړ دی، داسې یو انسان دی، چې د عمر همځولي یې د خپل هېواد او ملت څه، چې د کور غم نه هم نه دي خبر، خو دا ځوان داسې نه دی، د ځوانۍ د خواهشاتو قاتل دی، خو د خپلې ژبې خدمت ته یې مټې رابډ وهلي دي، د مینې تږی دی، په مینه اباد دی او بغیر له مینې هیڅ د ژوند قدردان نه دی، په محبت کې له یو چا نه بغیر داسې دی، لکه یو سپین کاغذ، هغه وایي:

لکه کاغذ چې باد په خپله مخه وړي همداسې

بغیر له تانه مې تېریږي زندګي همداسې

په خپله رنګینه شاعرۍ یې ټولو مشرانو ته د شعر لیکلو اړتیا نه ده ورمحسوس کړې، بلکې په لفظونو عجبه کانې کوي، د قافیو او ردیفونو نوښتګر، د شعري ښکلا یو نوی غوړېدلی ګلاب، چې خپل عمر ته په رسېدو به یې ډېر مزل کړی وي، هغه وایي:

ګرځوې مې د اسمان او ځمکې منځ کې

مسک نظره لکه تخت د سلېمان یې

د لوړ خیال کارونکی هر بیت یې انسان ژور فکر ته راجع کوي او د ندیم د جادوګرو خبرو تل ته یې رسوي، هغه انسانان بریالي وي، چې په ژوند کې هدف ولري او د هغې هدف لپاره مبارزه وکړي، چې بیا په پایله کې خپلو هېلو ته هم رسېدای شي، دغه ګلاب هم په ژوند کې ډېرې هېلې لري، چې د پوره کېدو لپاره یې هڅې او کوښښونه د ستایلو وړ دي، هغه پخپله وایي، چې:

زما د ذات معاهدو کې یوه دا هم راځي

چې زندګي به د هیچا په فرمایش نه کووم

هغه صرف د خپل فکر جادو کاروي، نه د نورو په اشارو روان دی، هر څوک په ټولنه کې خپل ځای لري، هر څوک خوشحال او رحمان بابا نه شي کېدای، هر څوک د حمزه بابا او خاطر افریدي غوندې غزل ته خواږه نه شي ورکولی، خو زمان او مکان ته په کتو سره هر څوک هم عابد ندیم نه شي کېدای، د کار او د استعدادونو دغه ډکه څېره په ننګرهار کې اوسیږي، له عمر نه کوچنی دی، خو اخلاق یې کټ مټ د یو پنځوس کلن شخص غوندې دي، چې هر څوک ترې متاثره کیږي، په هغه کې د شته استعدادونو له لړۍ څخه یو هم لیکوالي ده، خو له لیکوالۍ وروسته یو بهترین غزلخوان دی، په شعر لیکلو کې هیڅ ستونزه نه لري او په ډېرو پستو او جادوګرو خبرو خپل غزل راټولوي، هر څوک که د عابد ندیم شاعري ولولي، نو هغه به د ندیم نورې شاعرۍ ته هم تږی کړي، د شعر هغه سخت دښمنان هم که د ندیم دا غزل ولولي، نو پوه به شي، چې شعر څومره زور لري؛ هغه وایي:

بې اوبو دریاب کې مو بېړۍ روانه کړې ده

موږ د محبت داسې لړۍ روانه کړې ده

زه  پکې د ښپې د اېښودلو ځای هم نه لرم

خلکو په لاسونو کې نړۍ روانه کړې ده

ستا نه بغیر ژوند څه دی؟ هغه تصویر وګوره

یو لېوني ډک ښار کې شړۍ روانه کړې ده

څنګه به ندیم باندې شدیده تبه نه راځي؟

تا چې د اوبو په شان غړۍ روانه کړې ده

ډېره اړتیا نشته، چې عابد ندیم چاته معرفي کړم، ځکه هر سړی پوهیږي، چې دا هلک څنګه یو شاعر دی؟

زموږ شاعرانو له لومړیو وختونو نه په شاعرۍ کې بېلا بېلې قافیې کارولې دي، چې دې وخت ته په رسېدو یې ډېرې تکراري شوې دي، خو دا غزلخوان بیا بېل نوښتونه کوي، که خبره د قافیې ده، نو په دې ظالمه قافیه کې یې دا خواږه هم بېل انداز لري، چې وایي:

چې مې د درد د هرې څړیکې سره وخ نه کوي

هغوی به خود زما د مرګ په خبر اخ نه کوي

لېونۍ شوې یې، چې اوښکې تویوې په شیشو

داسې نخرې خو څوک ظالمې په خپل مخ نه کوي

ځان ماتوي، خو د خپل زړه تڼاکې هم ماتوي

په یارانه کې څوک اکټونه داسې شخ نه کوي

چې ستا بخمل مړوند یې سرته پروت وي، یه کم عقلې!

نو داسې وخت کې څوک خوبونه په بالخ نه کوي

ندیم دلته بیا له وختونو ستومانه دی او یو چاته ځان قربانوي او وایي:

د کاغذ غوندې لمبه اور ته نزدې شه

نور مې تا پسې دا زړه ذرې ذرې شه

کاینات راپسې مه ګوره ملګرې!

درپسې مې وجود خاورې شه ایرې شه

ندیم په خپله ځوانه ژبه هر غزل ته یو ځانګړی کیف ورکوي، چې هر سړی یې لوستلو ته تشویق کوي.

لږ مې راتم که په ما ور د زندګۍ مه تړه

خدایه! وجود مې د وختونو  په رسۍ مه تړه

زه چې شاعر یمه ستا سترګو شاعر کړی یمه

د چا په سترګو مې سبب د شاعرۍ مه تړه

اکثره خلک داسې دي، چې د نورو پرمختګ نه شي زغملی ، دا چې عابد ندیم په دومره کم عمر کې پرمختګ وکړ، شهرت یې ترلاسه کړ، نو ستونزو یې هم په وړاندې مبارزه کوله، خو د خلاصون لپاره یې پکار ده، چې خاموش پاتې شي، خپله لاره تعقیب کړي او د هیچا د تورونو په وړاندې تسلیم نه شي.

اوس ښه شخصیتونه هم د نوموړي شاعرۍ متاثره کړي او کله چې هم د دوی په منځ کې په ادب او شاعرۍ باندې بحث کیږي، نو د عابد ندیم نوم یې د سر ټکی وي، ندیم ته که هر څومره شاباسی ورکړل شي، نو کم به وي.

دا ګل دې هیڅکله هم نه مړاوی کیږي، تل دې ترو تازه وي، چې ټول بڼ به پرې ښایسته او خوشبور ښکاري، ندیم دې بغیر له موږ نه وي او موږ دې بغیر له ندیمه نه یو او د هغې بریا زموږ یواځینۍ هېله ده، ژوند ژوند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب