په دې مې سر نه خلاصیږي چې ولې په دې خبر زه په زړه کې ګوړې ماتوم او دعوه کوم چې همزولي دې را له کوښې سموینه چې ما د خپل عصر د ټولو پښتنو بابا ګانو په درشل ټنډه سرویلې، په ژوندونې مې یې لاسونه ښکل کړي.
په دو کې غني خان، حمزه بابا، قلندر مومند، الفت باچا، حبیبي صیب، خلیق صیب، محمد ګل خان مومند بابا، عبدالهادي داوی، بینوا، خادم رایاد دي. له هر یوه نه مې لمن لمن، یا یو دوه ډنډره برکتونه راټول کړي.
ما ویل دا د اورېدونکو سره شریک کړم، ګوندې ماته ثواب شي، لوستونکو ته خورما.
یاران دې ما نه ګرموي چې ولې پلانکی یادوم، هغه بل نه یادوم. څه د شاعرانو تذکره نه ده، قلم زما، قضاوت هم زما. د پوره معلوماتو دپاره، وګورئ (اوسنی لیکوال درې واړه ټو که)
غني خان مې اول ځل کابل کې، مکروریانو کې د شیرینې مجروح کور کې ولېد. ببر لکه ژیژګی، ګڼې سپنې وروځې، شلمه خیټه. دا هغه غني نه و چې مستې ځوانۍ یې غزونې کولې، د غرب ښایستوکې ورپسې نینې کېدې.
الفت باچا یې میلمه پال و. په کرار ګوڼګوڼار یې ورته د قبایلو د وزار ټ د یوې راتلونکې میلمتسا خبر ورکړ.غنیخان لګیا ود فقیر د بوټي سګرټی یې تاو راتاو کاوه، ویې ویل،« باچا ته لږ مه ټتیږه چې زه یو ځل دا د مردار بوټي د غم نه خلاص شم.» الفت چې د څوارلس کلنې پښتنې پېغلې په شان شرمیندوکی و، تک سور شو، نور یې څه و نه ویل. په هماغه اول ځل مې غنیخان، د تڼیو په وینا، زښت شو.
په دویم ځل مې په یوه مشاعره کې ولېد. غنیخان خپله شعرونه وې، موږ وړو چوغکو هنرنمایي کولې. استاد رحیم الهام خپل نظم واوراوه. ما هم. بابا زما نظم خوښ نه کړ، د الهام صیب یې بهتر وباله خو یو ټکی یې په کې راوویست. ویل یې نور نو بېجوړې دی خو«پښتني ډولکی» نه لري. پښتني ډولکی؟ دا یې لا څه وي؟
شل کاله پس مې سر خلاص شو. ګڼې ماناوې لري خو یوه یې دا ده چې سکښت یا نحوه یې پښتو نه ده. د پښتنو د زړه د درزهار سره قافیه نه غبرګوي. دی خپله چې د ښاري د وکاندار د کلام نمونه راوړي نو وایي:
ته دوکان کې کینه خان، زه زوم انتظام کوم + خدایګو چې د خار کرېلا ټول په تا تمام کوم.
ژبه پښتو خو سکښت هندواني. پام به مو شوی وي چې د «به» په شان ادات یواځې پښتانه په ځای لګولی شي. نور یې بیځایه ځای کینوي. (ډوډۍ زموږ کره به وخورې). که نور ډیر ملا شي خو جمله داسې نشي جوړولی چې:
در به ننواتې شم د چا به دې منلې وي. یا: پیسې مې ترې وغوښتې خو نه یې کړې را
یا: داسې سینګاره دې کړم، زما د خیال محبوبې+ چې د ارم ښاپېرۍ، په جرګه ټولې شي در
هره ژبه ځانله ډولکی لري. دې ته انګلش کې بیټ یا ضربه وايي. یو څه خج ته ورته چې د یوه لغت په خاصه سیلابه باندې راځي.
ما د غني بابا له ډولکي نه همدا ما نا نا واخیسته. چې پر ځای ولګیږي نو که ډول وي د پښتنو پوندې ورته تخنیږي، اتڼ ته پسخیږی او که بېځایه ځای راشي نو د پښتانه د روح سایزمو ګرا ف (زلزله سنج) ستنه حرکت نه کوي.
شاعر ډولچي ته وایی:
مه لمسوه خلک انڼونو ته+ مه پارو ه خلک نور خونونو ته.
نو زه چې اوس غني ته بابا وایم هسې وړیا حکم نه دی.
دریم ځل مې بابا د پیښور ښار نه بهر د ده په خپل کور کې و لېد، غني باغ و که غني مینه. چې تفصیل به یې بل وخت ته پرېږدم، خو دا ځل د ده په بزر ګۍ شکي نه وم.
خوشحاله یم چی د شپون صایب لیکنه پس له ډیره ځڼده یو وار بیا په پاڼه راغله او ځکه می خوښه ده چی شپون صایب په روانه پښتو هغه څه راسپړی چی خوندور اوتکراری نه دی او ها د چا په خبر دنښی زړی ولی. مونږ به په ډیره تنده په تمه یو چی ددی لیکنی پاتی برخی ډیر ژر ولولو .
خدایه دا ګرده پراخه دنیا د انترنت او تیلفون په مرسته څومره وړه شوه چی د دنیا له هغه بل سره خبر د سترګو په رپ کی لکه د کور خبره یو بل ته په څه بیړه رسی او انسانان د یو بل له حال او احواله خبریږی.
پرون ماځیګر لکه نوری ورځی کله چی له کاره کورته راغلم په ډیره بیړه می د شپي ډوډی له ستونی تیره کړه ترڅو په انتر نت او فیسبوک کی له یارانو سره د مرکی او نوو خبرونو لپاره یو څه زیات وخت ولرم ، لکه نصواری ماما چی دعادت له مخی د نصوارو د قوتې په خلاصولو د خمار ماتولو ته بیړه لری د خپل کمپیوتر پاڼه می خلاصه کړه . په داسی حال کی چی د شین چای پیاله می ورته له چایه ډکه کړه له جلال اباتی ګوړی سره ورته په خوند کیناستم ، لومړی می په انترنت کی د بی بی سی ،تاند ، لروبر، بینوا او څو نوری پاڼی په بیړه وکتلی او بیا می د خپل فیسبوک پاڼی ته ورمخه کړه. لا می خپله پاڼه کی د یارانو څو نوی خبرونه له نظره نه وو تیر کړی چی د شپون صایب یو مسج می کمپیوتر کی داسی په پرده راغی :
-چیره یی یار ؟
-سلامونه می ومنی شپون صایب ،جرمنی کی یم ……
-امریکه کی یی که افغانستان کی شپون صایب ؟
شیبه می لا د خپلی پوښتنی لپاره له شپون صایب نه د ځواب په تمه کی نه وه تیر شوی چی د کورتیفلون وشرنګید. د غوږی د پورته کیدو نه می مخکی په زړه کی ټکه شوه چی خاماخا شپون صایب ده ،ځکه چی شپون صایب کله نا کله په مونږ خوارانو غږ کږی او ها د خلګو په خبره د احوال لپاره خپلو مینه والو ته تیلفون ورشغوی.
پس له روغ او بړه مو ورته ووی:
– شپون صایب زړه کی می ډیر ګرځیدی او ددی لپاره می درته زنګ ونه واهه چی ما وی مزاحم نشم.
– زنګ به دی وهلی و، ته خو پوهیږی چی که مزاحم وای نو زه داسی څوک نه یم چی پټ یی کم، مخامخ سړی ته وایم چی کار لرم بل وخت به وغږیږو.
– له همدی خبری نه خو ډاریږم شپون صایب چی ته خو په سپینو خبرو هسی شهرت لری ، ولی مونږ ته به د تا په یو مخامخ سپینه خبره داسی فکر راشی چی ګواکی شپون صایب مونږ سره په غږیدو خوښ نه دی.
څه نوری خبری مو هم سره بدلی کړی ، شپون صایب د څو نژدی ملګرو اویارانود کار وبار پښتنه هم رانه وکړه ، هغه هر ملګری او دوست ته د هغو د کرکترنو له مخی ځانکړی اصطلاح لکه بورشی (پریکوڼی)، خوراز ، یوشی ، کوشر… اوداسی نوری کارولی چی په اوریدو به یی سړی ته هغه نفر له خوی وعادت سره سترګو ته نیغ ودرید.
له شپون صایب نه می و پښتل چی داکترصایب اشرف غنی چی واشنګتن ته درغلی و ورسره دی ولیدل که نه هغه داسی ځواب راکه:
– هغه زما پښتنه ونکړه ماهم ځان ناګاره ونیو.
– که هغه پوښتنه ونکړه نو ولی تاسو په هغه غږ ونکه شپون صایب ؟
– بس نو زما انتظاراو عادت همداسی ده.
بیا می ورته ووی چی شپون صایب په دی سختو حالاتوکی چی په وطن کی روان دی ښه به نه وای چی هلته وای او یاران درنه چاپیره را ټول وای. دومره خوږی کیسی او ویاړلی تاریخی سرګذشتی لکه د پاسنیو کرښو په شان یادونه چی هم له پند او هم له خونده ډکی دی ، څومره به ښه وای چی دا کیسی او مشوری دی له ځوان نسل سره په وطن کی وای او له خپلی خولی نه دی مینه والو ته نیغ په نیغه ویلی ، څومره به خوندور وای.
دمونږ دنده ده چی د داکتر صایب غنی او ملګرو یی پام دی ته راواړو چی لکه تاسوغوندی خګ د ملی یووالی حکومت کی بی برخی نه شی او باید خاماخا په ټیم کی ور ګډ شی. په داسی حالت کی په هیواد کی اوسیدل او کار نه یوازی ستاسو په شان خلګو ته ویاړ ده ( چی خان یی په یاران یی ) بلکه زمونږ ټولنی او خلګو ته هم ستاسو موجودیت هلته ډیره ګټوره خبره ده .
تر ټولو مهم دا چی هغه خلګ لکه تاسو چی د ژوندانه په اوږدو کی یی ډیری ښی تجربی راټولی کړی او لری یی د ملی یوالی دحکومت ګډی بیړی ته ډیر څه کولای شی. دی خبری ته به خاماخا دمشرانو پام را اړوو.
یو ځل بیا غواړم د شپون صایب لیکنی ته راشم ځه هغه هروخت په خپل ځانګړی او روان حالت چی لری یی خوندوری دی ،له هغو نه یوازی ډیر څه زده کوو بلکه له ویلو هم یی خوند اخلو.
کاشکی چی شپون صایب او لکه هغه نور ډیر هیوادپال چی په مختلفو پلمو له هیواده اوس بهر اوسیږی د ملی یودالی د حکومت په چوکاټ کی را غونډ شی او له داسی پوهنیزو سټو په هیواد کی ګټه واخیستل شی . د هغوی خوږی خاطری او تجربی چی هر وخت ځوانانو او مینه والو ته ډیری مهمی دی واوری او بی له شکه به یی په ټولنیز ژوندانه کی بی مثبتی اغیزی نه وی ،ځکه د هغوی د ژوند ډیری شیبی ویاړلی تاریخی زرینی پاڼی دی چی د هغوی په مرسته کولای شو دخپلی راتلونکی لار په ښکاره ډول وټاکو . د شپون صایب د سلامتی او نورو لیکنو په هیله .