جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهزما د پلار او د هغو ۔۔۔ (لنډه کیسه) لیکوال: م ـ...

زما د پلار او د هغو ۔۔۔ (لنډه کیسه) لیکوال: م ـ الف  ـ ک

داکتر خپله خبره بيا تکرار کړه:  ته څوکلنه وي  چې له خپل هيواد نه دلته راغلي ۔

-((زه نه پوهيږم ،نه پوهيږم ۔ سر مې درد کوي ۔په هيڅ نه پوهيږم ))۔

-اسناد وايي چې ته  پنځه کاله دمخه دلته راغلي يې  اوهغه مهال ددولس کالو وې ۔ داسمه ده ؟

-((زه په هيڅ نه پوهيږم ))۔  

(( ته بايد ماته کيسه وکى ۔ چې زه وکولاى شم  له تاسره مرسته وکړم۔ ښه ! ته اوس ما ته ټوله کيسه وکړه. هغه څه چې هر وخت ستا يا د ته راځي  اوبيا تا خوب ته نه پريږدي  هغه را ته ووايه(( ۔

((مرضيه په سوچ کې ځي ۔ بيا په لنډو جملوخوله پرانيزي وايي:  بس هماغه شيبه را ياديږي ۔ هغوۍ وربوزونه تړلي وي.  تور پټکي يې پر سر وي ۔ اوږدې ږيرې لري ۔ ځينو يې سترگي په رنجو هم تورې کړي وي او  زما دپلار سر ته  يې کلاشينکوف نيولى وي ))۔

دمرضيي مرۍ پړ سيږي ۔ خبرې يې بنديږي ، چوپ کيږي ۔په مخ يې داوښکو سيلاب لاره کوي ۔  داسې بريښي  چې ذهن  يې  هغو ترخو شيبو ته  ورستنيږي ۔ دالله اکبر د نعرو پسې سر گردانه کيږي ۔ ددې کليمي اود دې چيغې شاته  له وېرې اوترهې ريږدي ۔ په ذهن کې يې يوه لويه اژدها را پا څيږي ۔  داسې اژدها  چې غرونه اوسيندونه  يې  ته به واېې  چې په دواړو لاسونو کې نيولي دي ۔ کلي او ښارونه اود هغو وگړي ېې په هوا کړي دي ۔ تيره ساطول يې پړقا کوي ۔  د وينو دسور رود په څپو کې تېره ساطول  ځليږي ۔ داسې لکه چې ټولو ورميږونه ورته شخ دريږي ۔ ساطول دورميږونو  خوا ته مخ اړوي ۔ يونه دوه نه ۔ درې هم نه ۔ په سونو، په زرگونو  اوپه عالمونو ۔ مرضيه  فکر کوي چې دهغې پر سر را خطا کيږي ۔ په سترگو يې خړه اوتورتم فضا لاسبرې کيږي . مرضيه ټکان خوري  ۔ ټول تن اومخ يې دخولو ډنډ گرځي ۔ دخولو  څاڅکي يې دڅوکۍ لاندې څک څک اواز کوي ۔ داکتر کاغذي دسمال را اخلي هغې ته يې ورکوي  ۔خو هغه د دسمال په نيولو نه پوهيږي ۔ دسر دټيکري پيڅکه را تاووي  په خولو ډنډ مخ يې راکاږي ۔بيا يې  په ذهن کې د خپل  تن او ساطول ترمنځ  واټن  نقطې ته نږدي کيږي ،يوه کړيکه يې له خولي ووځي ۔ ډاکتر ورپاڅيږي ورته وايي : ۔  ((هيڅ خبره نشته ۔ دلته څوک نشته ۔ مه ژاړه ۔ هان ۔ دا واخله ۔ (داوبو گيلاس ورکوي ) دا گوټ اوبه وڅښه)) ۔ خو هغه  له څوکۍ را لاندې پريووځي ۔ خولې ته يې ځگونه راځي ۔ داکتر يې پر مخ اوبه شيندي  لږه شيبه وروسته په هوش راځي ۔ اوبيا  ورته په خوله  داوبو گيلا س ږدي ۔

دهغې ستوني لنديږي ۔ سلگۍ يې کراريږي ۔

دمرضيي په څيره کې د خونړيو پيښو يو اوږود کاروان په حرکت راځي ۔ لکه داوښانو اوکچرو کاروان ۔ لکه چې کوچيان کډې اوبړستني دماشومانو سر ه يو ځاى ليږدوي ۔ خو دا دپيښو کاروان دى ۔ دخونړيو پيښو  د الله اکبر چيغې له هرې خوا اوري ۔ په غوږونو کې يې همدا اواز بنگارى کوي ۔ بيا دمرضيي ذهن لکه يوه توره کوټه داسې رنگ نيسي ۔ توره شپه ورته اوربوز تړلي کسان  له کلاشينکوفونو  سره  د کور دروازه  په لغته وهي۔ دروازه په يوه ضربه بيرته کيږي  اوږده درنه تنبه  په ځمکه غځيږي ۔ هغوۍ کور ته ورننووځي ۔ دالله اکبر چيغي  وهي  اودلاسې برښنا په رڼا  لورى بلې خواته اړوي ۔ بيا دالله اکبر چيغي وهي ۔  دواړه دالله اکبر چيغي وهي۔ دکور خاوند  اودټوپکو سره راغلي کسان ۔

دا کتر  گوري چى لږ څه دمرضيي اکر بدل او ارام شول ۔ په نرمه ژبه پوښتنه کوي ۔ وايي :

((زه پوهيږم چې ته ډيره زوريدلي يې ۔ خو ددې له پاره چى له تا سره مرسته وشي اوموږ وکولي شو ستا ددرملنې چاره وسنجوو ۔ ښه به داوي چې خپل رپوټ بشپړ کړم اوته ما ته خپله ټوله کيسه وکړې))

–  ښه نو  ته دې کيسه کوه ۔  کوم ډول اوازونه دشپې مهال اورې ؟

مرضيه چوپ وي ۔ اواز يې له خولې نه را ووځي ۔  سترگې غړوې ۔ ((هو  زما پلار پسه حلالوي ۔ قرباني کوي ۔ چاړه يې را اخيستې ده ۔ دپسه په مرۍ يې ايښې ده ۔ الله اکبر وايي ))۔  بيا مرضيه سترگي غړوي ۔ داکتر گوري ۔ خولې يې پر مخ او ورميږ لارې کوي ۔ اوبه غواړي ۔ستونى لندوي ۔  

داکتر وايي : ښه ته هڅه وکه چې ما ته خپله کيسه وکې ۔

مرضيه : ((هو  دشپې ډير اوازونه اورم ۔ دورځي يې هم اورم ۔ نا اشنا اوازونه اورم ۔ په دې اوازونو کې مې دپلار چيغې ډېرې غوږونو ته راځي ۔ دهغه دالله اکبر چيغې اورم ، دهغه قاتلان هم دا اوازونه کوي  ۔ هغوۍ هم الله اکبر وايي ۔ خو زه نه پوهيږم چې کوم سم الله  اکبر وايي ۔ زما دپلار اواز ورور  ورور  غلي کيږي ۔ دټوپک  په ډزو کې ورکيږي ۔ لکه چې دهغه الله اکبر هم دټوپک په ډزو کې وژل  کيږي۔دهغه الله اکبر وژل کيږي ۔ خودټوپک والاوو الله اکبر ژوندى پاتي کيږي))۔

داکتره : اېا دا اوازونه په ويښه هم اوري اوکه نه ؟

((هو ۔ زه چې کله ويده شم  نيم ساعت لا تير نه وي ۔ چې چيغې پيل شي ۔ زه له خوبه را پاڅم په خوب کې يې هم اورم اوپه ويښه يې هم اورم ۔ زه نه پوهيږم چې کوم يو زما دخوب حالت اوکوم يو زما د ويښې حالت دى ۔ زه همداسې چې کله په پخلنځي کې يم ۔کله چې په لاره ځم ۔ کله چې يوازې کيږم  اوان کله چې په گڼه گوڼه کې يم ۔ دا غږونه مې په غوږونو کې تاويږي ۔ ارام ته مې نه پريږدې ۔ ))

دهغې ستونى  له همدې خبرو سره بيا بنديږي ۔ ژړا پرې بيا حمله کوي ۔ سترگې يې پټېېږي ۔ داسې بريښي چې بيا دپيښې حالت ته  ور درومي  ۔ مور يې چې ډيره موده کيږي احوال يې نه لري، ورته دريږي پر سر يې دريږي ۔ نارې ورته کوي۔  په يوه ساه  ورته وايي :

((مرضيه جان ۔ هان دا واخله ۔ وگوره دا ډوډۍ  واخله ۔ تا له پرون راهيسې هيڅ نه دي خوړلي ۔ په لوږه خو څه نه کيږي کولمې به دې سورۍ شي ))۔

اوبيا يې دمور خبرې دژونديو له الله اکبر او  د ډزو له اوازونو سره ورکيږي ۔  اوازونه  هم په ډزو ويشتل کيږي ۔ تري تم کيږي ۔نه بريښي چې څوک څه وايي ؟

۔ مرضېه ناڅاپه چيغه کوي۔ ((ما مه وژنئ ۔ ما پريږدئ ۔ ما له مور سره پريږدئ  ۔ ما له پلاره سره پريږدئ ۔ اى دخداى له پاره ۔ دخداى په نوم ))۔

دا کتر بيا له خپله ځايه را پاڅيږي ۔ په  دلاسا اونرمه ژبه ورته وايي :

((دلته هيڅوک نشته ۔ دا کلينيک دى ۔ زه داکتر يم له تاسره مرسته کوم ۔ ستا درملنه کوم ۔ زړه صبر که ۔ تا څوک نه شي وژلي ۔ زه بخښنه غواړم چې زما په پوښتنه ډېره وځوريدي ۔ خو زه بله چاره نه لرم بايد ستا په کيسه اوستا په حالت پوه شم چې وکولي شم  ستا درملنه وکړم ))۔

مرضيه : ((زه  هيڅ ستونزه نه لرم ۔ همدا  خو زما دپلار قاتلان  زما له مخې ليرې کړئ ۔ هغوى وگوره هلته په دروازه کې ولاړ دي ۔ ماته يې ټوپک نيولي دى ۔ دپسه په څير پر ما  دالله اکبر نارې وهي حلالوي مي ۔ ما وژني ۔ کله چې پر لار راتلم همدوى ما پسې راروان ول  ۔ په ټوله لار کې مې همدا  اوربوز تړلي خلک ليدل  ۔ ټوپک والا مې ليدل ۔ دهغو له خولې مې دالله اکبر اوازونه اورېدل ۔ زما پلار چې به کله دقربانۍ پسه حلالولو  اويا به يې چرگ حلالولو ۔ همد اد الله اکبر کليمه به يې ويله ۔ اوس زه فکر کوم چې دا کليمه نه يوازې دڅارويو دحلالو له پاره  بلکې دښځو اوسړو د وژلو له پاره هم  اوزما دوژلو له پاره  هم کارول کيږي ۔ زه نه پوهيږم چې ددې مانا څه ده ؟ ))

داکتر:  ددې مانا داده چې ((خداى لوى دى ))۔

مرضيه : ((خو داسې پوهيږم چې دټوپک والا و خداى لوى دى ۔ زما دپلار خداى لوى نه وو ۔ ځکه خو يې هغه وواژه ۔ هغه يې په مرميو سورى سورى کړ ۔  اودهغه اواز يې هم په ستوني کې خپه کړ ۔   اوس چې مې په لار کې خلک ليدل  ۔ما فکر کولو چې دا هم هماغه خلک دي ۔  زه اوس په خوب کې له هر چا ډاريږم ۔ له سړو ډاريږم ۔ فکر کوم چې راځي اوما هم له ځانه سره بيايي ۔ اوبيا پر ما الله اکبر وايي ۔  

فکر کوم پښې  مې په پړې کلکې تړي ۔ زه چيغې وهم   خو هغوې مي نه پريږدي ))۔

داکتر : ښه نور څه ؟ خپلو خبرو ته دوام ورکه نور څه اوري اوويني ؟

((بس همداکسان وينم ۔دوى هر چيري ما پسې وي ۔ زه غواړم ترې وتښتم ۔ خو پښى مې سستي کوي ۔ په ځمکه غورځيږم ۔پړ مخې پريووځم  ۔ بيرته مخ را اړوم ۔مور مې ولاړه وي ۔ هغه نه ژاړي ۔ پلار مې په وينو کې ليت پيت پروت وي ۔ خوله يې خوځيږي ۔ همدومره وايي : په غلي اواز  وايي. الله اکبر ۔ ۔۔ کوټه تورتم وي ۔ دوينو څاڅکو نه  داور بڅري را پورته کيږي ۔ خو زه نه پوهيږم ۔ بوگنيږم ۔ډاريږم))۔

-خوب دې څنگه دى ؟

–  ((زه چې کله دشپې دخوب ځاى ته ولاړه شم  يوازې نيم ساعت خوب کوم ۔سترگې مې پټي شي ۔ په خوب کې بيا هم مور راته ولاړه وي ۔ راته وايي زه خو به دې هيره کړي نه يم ؟  پلار خو به دې هير کړى نه وي ؟ بيا مې دهغې له خبرو سره سم دواره دپلار چيغې اوکوکارې غوږونو کې تاويږي ۔ هماغه چيغې په يوه ساه  اورم ۔ دسترگو په وړاندې نور هيڅ نه وينم ۔ په دې هم نه پوهيږم چې زه چيرته يم ۔ دکوټې ديوالونه  په کوټه کې دخوب ځاى  دروازه  اوهر څه مې په سترگو  تور اوخړ ښکاري ۔

  •          خو پلار مې په رڼا کې وينم ۔ ځمکه سره وينم ۔ دالله اکبر چيغې يې اورم ۔ دهغه چيغي چوپ وي  يوازې اوريدل کيږي  دټوپک والا چيغې ډاروونکي وي ۔ هغوۍ په دنگ اواز وايي  په کړيکو وايي ۔ الله اکبر ۔  فکر کوم چې په ټوله شاوخوا هر چيرته همدا چيغې دې دودانيو له ديوالونو ، ددښتو اوځنگلونو ،  له پاس اسمان اوله لاندې ځمکې نه دقربانۍ اواز اوريدل کيږي ۔ دحلالولو اواز ۔ نور هيڅ په سترگو نه راځي ۔ هماغه اواز اورم چې کله به زما پلار داختر په ورځو کې پسه حلالو لو ۔  دټوپک والا وو لښکر وينم  چې همدا چيغي وهي ۔ نجوني اوماشومان هلکان ، زاړه بوډاگان او ښځي  ټول يې په مخه کړي دې ۔ په ټټرونو يې گولۍ ورننباسي ۔  دالله اکبر چيغې وهي ۔ له يوې خوا چيغې اوله بلې خو اد وژل  شويو په ټټرونو اوستونو کې چيغې مړې کيږي ۔  همداسې مړې کيږي ۔ بيا څه نه وينم ۔همدوى وينم ۔ همدوى چې اوس زما سر ته ولاړ دي ۔ گوره چې  اوس ما وژني ۔ دپلار په څير مې وژني۔  ماترې خلاصه کړه۔ داکترصيب   ما ترې وژغوره ۔ ما گناه نه ده کړې ))۔
  •            او بيا ناروغ دبيهوشۍ حالت ته ځي۔خبري يې چوپ کيږي  ۔
  • کرگر  لندن   داپريل  ۱۹  کال ۲۰۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب