پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeمقالېدرید استنجا او حلوا قلمداد/ عصمت قانع

د استنجا او حلوا قلمداد/ عصمت قانع

د شر او فساد اصطلاح د طالبانو په وخت کې اختراع شوه. هسې هم زموږ هېواد د ساینسي اختراعاتو ټاټوبی نه دی، د مرګونو، تاړاکونو، قتلونو، انسان وړونکو توپانونو او مدنیت ځپونکو سیلاوونو ټاټوبی دی او دلته هغه اصطلاحات اختراع کېږي، چې د پرمختګ پر ځای د وروسته پاتې والي مفاهیم وړاندې کوي.

تر دې وړاندې د خلقیانو په وخت کې یوه اصطلاح اختراع شوه، دغه اصطلاح د اشرارو اصطلاح وه. که به څوک د اشرارو په ګناه ونیول شو، نو د نورو نومونه به یې هم له ځان سره غوټه کړل او چې له ځان سره به یې نور هم د زندان مېلمانه کړل. دغو مېلمنو ته به یې قلمداد ویل.

د بولدک حاجي تورک اکا د امین په وخت کې د کندهار په محبس کې بندي وو. ما ورته وویل، چې حاجي کاکا ته یې په کومه ګناه راوستی یې؟ راته ویل یې چې زه قلمداد یم، یعنې بل چا له ځان سره د اشرارو په لېست کې قلمداد کړی وو.

د اشرارو په نامه په لسهاوو زره کسان په محبسونو کې پراته وو، چې په لسهاوو زره ورسره بې ثبوته د قلمداد خېلو په ونډه کې د زندان مېلمانه وو.

چې خلقیان د روسي لښکرو په زور له قدرت څخه وشړل شول ببرک کارمل د میر غضب اصطلاح اختراع کړه.

د امین ټول پلویان د میر غضب له ذاته وو. یوه میر غضب به په لسهاوو تنه نور میر غضبان له ځان سره د زندانونو خواته کشول او ببرک د میرغضب په ګناه محاکمه کول.

د ببرک کارمل وخت تېر شو، نجیب رانسکور شو او د مجاهدینو واکمني جوړه شوه. مجاهدینو د زندانونو پر ځای په قتلونو اکتفا کوله. چې زړه به یې وغوښتل په هماغه ساعت به یې ډز راکېټ والوزاوه او د کفر او الحاد د قتلان په ثواب به یې د جنتونو حورې او غلمان په قباله واخستل. چې د مجاهدینو پروژه ختمه شوه، نور وار د طالب جان شو.

طالب جان مجاهدین پسې واخستل، فرار یې کړل او د فرار تر شا یې د شر او فساد تازیانه پسې واخستله او مجاهدین په منډو شول.

طالبانو د شا لخوا سندرې پسې شروع کړې، خو ډنګ او ډمبک یې نه پسې غږاوه. تبلې یې اعدام کړې، ربابونه یې په ابدي حبس محکوم کړل او د هارمونیې پردې یې د اور میلمنې کړې.

دوی نو په تښتېدلو قوماندانانو پسې دا سروکی په بې موسیقۍ غړانګو کې زمزمه کاوه:

هغه وخت مې نشته اوس په ځان یمه حیران بي بي

های نه یم قوماندان بي بي، وای نه یم قوماندان بي بي

طالبانو هم زندانونه نه درلودل او کیسه یې ژر ختموله. ویل یې که ګنهګار شر او فساد وي د خپلې ګناه جزا یې ولیدله او که بې ګناه وي، هغه ده جنت ته به ولاړ شي.

د طالب وخت هم تېر شو، بیا نو دغه بلاګۍ راغله، دغه ډیموکراسي چې زموږ د پارلمان یوه پخواني وکیل موکراسي بلله.

په ډیموکراسي کې هم اصطلاح اختراع شوه، د ترورېزم او القاعدې اصطلاح. افغانان په دغه اصطلاح سم نه پوهېدل، خو له ځان سره یې په کندهار، باګرام، خوست او غزني کې ډېر قلمدادخېل په ترورېزم او القاعدې پورې قلمداد کړل.

د قلمداد کولو لپاره د شمال د نظار شورای سم دم پلان جوړ کړ، چې چېرته به پښتون وو، نو بیا به یې د ایساف او ناټو په لښکرو کې د ترورېزم او القاعدې په لېست کې ور اچولی وو او د قلمدادي پروژې پروپوزل به یې پرې تطبیق کړی وو.

دا کار ان تر هغه ځایه پورې وغځېد، چې د بهرنیو چارو د وزارت مربوطو سفیرانو ته وظیفه ورکړای شوه، چې په خپلو دیپلوماتیکو ماموریتونو کې دې هڅه وکړي، چې پښتانه په سلو کې سل طالبان او القاعده معرفي شي او د ترورېزم یو ګز لکۍ هم پورې وتړل شي.

بس دنیا هم لښکرې را مرش کړې او د ترورېزم پرضد جګړه د پښتنو د جونګړو، کوډلو، ږیرو او لنګوټو پرضد په جګړه بدله شوه او دغه جګړه د نفرتونو، کرکو او ړندو عقدو په پړسېدلو سره نوره هم اوږده شوه او قلمداد فرهنګ دوام او قوام وموند.

د دغه قلمداد عمل لپاره کافي وه، چې څوک لونګۍ ولري، ږیره ولري، په پښتو خبرې وکړي او باید چې همدغه ږیرې لنګوټې د ترورېزم او القاعدې انکار نه منونکي شواهد شي.

اوس اورم، چې د قلمداد نوې پروژه شروع کېږي. د دغې پروژې سر فلمي یو ځل ښکاره شوه، خو فلم لا سم نه دی نندارې ته وړاندې شوی.

د دغه فلم سناریو بیا هم د استنجا او حلوا په مرسته لیکل شوې ده. په دغه فلم کې داسې صحنې شوټېنګ کېږي، چې چاته دې د مرګ اراده وشوه یوه اسانه فارمولا، د ملا کاکا پاکه استنجا له یوه غاب حلواه سره یو ځای کړه او بیا یې وهڅوه، چې چیغه کړي: دغه د خدای او رسول دښمن قران شریف وسوځاوه.

بس خلک سوځېدلي قران شریف ته نه ګوري، سړی تر څټ رانیسي او د سنګسار لپاره داوطلبانه راټولېږي، سړی وژني او بیا یې په اور سوځي. د دغه قلمداد په برکت هر ډول مخالف او موافق له منځه تللای شي.

بس د پورته ذکر شوې ساده فارمولا څخه استفاده ضروري ده.

پرون په ښار کې د خلکو په خوله دا کلیمې ګرځېدې، خپل دښمنان قلمداد کړئ، چې دښمني یې درپاتې نشي او قاتلان یې له پېژندلو څخه ووځي.

عجیبه تماشا خو داده چې اوس د قران سوزۍ د قلمداد فلم تر شا جاهل او عالم دواړه ولاړ دي. د وزیر اکبر خان ملا چې له الازهر پوهنتون څخه دکتورا لري او د ښار کوڅه ډب قاتلان ټول د قران د جعلي مدافعانو په صف کې ولاړ دي.

قران شریف مظلوم دی سوځول کېږي، سوځونه یې داده چې قاتلان د قلمداد کتابچه ترې جوړوي.

قلمداد مظلوم دی، بس د ملا په یوه ناره وژل کېږي، مخالفت یې کفر دی، ځکه د صابون کونک له الزام او نور سره نښلي او پیوند ورکول کېږي.

بس افغانستان د قتلونو د قلمداد فلمونو د شوټېنګ سټېج دی، پر دغه سټېج باندې د استنجا او حلوا د فلمي اکټرانو قبضه ده.

10 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع صیب ته خو خبری ښی کوی مګرلکۍ یی کږی اوتراشګر دی خراب ده موضوع هم ډیره لیری درڅخه ولاړه شي نه پوهیږم چي ته اوس په دی لیکنه کی دفرخندي مدافع وکیل یی اوکه دوزیراکبرخان دامام صیب دښمن اودی لیکنه کی دي دټولو سیاسی واکمنانو اوحکمدارانو قلمداد وښود خودنجیب ترقلمداد تیرشوي سره له دی خبري چي نجیب یو وخت دخلقی ستمګرایانوداستخباراتو او وژنو مسول اودڅرخی پله دزندان عمومی قاتل وو دهرات دڅلیرویشت زره عامه مسلمانانوافغان سرشندونکو نراوښځو قاتل وو که نه منی نودحکمتیارصیب دکتابو کڅوړی ته مراجعه وکړه نو ایاهغه کوم قلمداد نه درلود بیاهم وایم چي داروانه جګړه جهانی اوصلیبی ده پیلی یی راتلونکی دي په تاسو محترم می داسی سپکي سپوری نه ربلیږی چي سبادرڅخه پوښتنه کیږي هیڅکله حکمرانی بی زور اوزیاتی نه کیدای شی اونه راتلی تاسومحترم به دنړی تاریخ یاهیواد تاریخ اویانورمذهبی تاریخونه کتلی وي تقوا دیانت اوحکومت سره یوځای کیدای نه شي خوکه بیاهم یوځای شي نوهغه یواځی سرشندنه اوپوره تقوا غواړی خوتاسو محترم بیخی له بیخه ورته ناست یاست بیاهم درنه دنجیب صیب دقلمداد پوښتنه کوم چی هغه څه وو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ن

  2. ښاغلی قانع پر قلم ،ګوتو او ښه ژوند مو بر کت شه ! واقعیت مو لیکلې دې.بې قسمه یې ومنه چې دغه فیسبوکیا نو جهالو مفتیانو دو نون اسیا اسلامې فیسبوک پا ڼې په شمول دا سې په عجله فتواوې ایستلې چې زه پر دې وبیریدلم چې پر ټولو کابلیانو حتې پر ټولو افغانانو دارتداد ، واجب القتل اومبا ح الدم فتوې ونه با سې.

  3. ::::ویني قانع صیب! دغسی لیکنی کوه چی خوند او رنګ دواړه ولری! بس هغه د طالب سندریزه غرغړه داسي وه!
    اوس خالی سدرۍ یم نه می وس شته نه می توان بی بی««»» نه یم قوماندان بی بی

  4. بالکل همداسې ده قانع صایب، که ټولنې ملا کاکو د جومات محراب ته ور محدود نه کړ او ملایانو همداسې پړی شلولی وو نو په لکونو نور ځوانان او پیغلې به هم اور وخوري.

  5. قانع صاحب !پرژوند ، پر ګوتو ، او پر قلم مو برکت شه. دنښې منځ دې ویشتلی دی. اوس موږ بیریږو چې دشهیدې بې بې فرخندې سره موږ قلمداد نه کړې. دوعاګانې راته کوه ځکه چې په ګران وطن کښې درې نیمې لسیزې وطنوالو بل څه نه دې زده کړې صرف دکفر جعلې تا پې ور سره دې چې زړه یې وغوا ړې پر هغه دکفر مهر لګوې. وایو به چې الله فناه را کړې دهرې فتنې څخه توبه. په دغه فیسبوک کې دغه جاهلانو فیسبوکې مفتیانو. اوس بې شرفان غلې سوه او لکیا نې یې په ک…….. ننه ایستلې.ستا څه خیال دی چې دغه دفرخندې دمسلې پر ډول به څو نورې دغسې ناحقی شوې وې دنارینه و او ښځینه و سره خوبیا هم دغه درنیو او میډیا ګټه وه. که دغه زور نه وای بیا به نو بل حالت وای. بیا هم قانع ستا سې څخه مننه چې دټولنې وهر ویرس ته مو پام دی.

  6. هغه د توپکيانو غزل پر دا ډول وه:

    اوس خالي صدرۍ يم نه مي وس سته نه مي توان بي بي
    نه يم قومندان بي بي
    هغه وخت دي تېر سو چي خوړل به دي چرګان بي بي
    نه يم قومندان بي بي

  7. قلم داد ، اسنجا او نور دادونه لا پرځاى پريږده چې داډول نا ښايست عمل افاط او تفريط هم نه مني د رحمان بابا خبره چې : تو نعلت دې په داهسي منصفي شي چې له حقه باطل ته ګذر کا حيف ددې مظلوم ولس او په تيره بيا د فرخندې خور!

  8. یاره قانع ګله دوا دي سه الله دي اوږد عمر او خوشاله ژوند درکړي حقیقتونه او واقیعتونه دي راسپړلې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب