سبا دي ورځ ده!
ای د اولاد په غم کې ډوبې
سبا دي ورځ ده!
ای بې مزده مزدورې
سبا دي ورځ ده!
ای د دنیا له څلورو کونجو ناخبرې
سبا دي ورځ ده!
ای د اوښکو چینې!
سبا دي ورځ ده!
ای مورې، خورې
سبا دي ورځ ده!
ای د نړۍ لمړۍ ښوونکې!
سبا دي ورځ ده!
سبا زما او ستا ورځ ده
زما اوستا ورځ دي ما او تاته مبارک وي
مرسل احمدزۍ
دير ښايسته شعر مننه ٌ په خداي قسم چي د شعر په لوستلو مې سترګي همدا اوس له اوښكو ډكي دى لعنت دى وي په بي غيرته افغانانو چې ځانوته باتوران وايي او د خپلو مورګانو ښځو او خويندو سره په ديره بي رحمي ناوړه او غير انساني چلند كوى او لعنت د
وى پر افراطيانو چې زموږ ښكلې هيواد يي وران كړ او موږ يي د پرديو محتاج كړلو
حاجي شيرمحمد