یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونلمبر۸۳۳ استاد فاکولته، اشرار

لمبر۸۳۳ استاد فاکولته، اشرار

د پېښور پخواني کلتوري آتشهتشه، ظاهر بابري له اتلانتا نه تلفون کې وویل«هغه ستا د شینټاغي ډا کټر زړور د شهیدانو پنڅه زره کسیز لست کې په ۸۳۳م لمبرنامه سره واضح راغلي چې۸۳۳ غلام غوث شجاعي، ولد غلام دستګیر، ساکن دهمزنګ، استاد فاکولته، اشرار.

د روژې هغه ماښام مې داسې یاد دی لکه همدا اوس، چې څو دانې خرماوې یې په اخبار کې تاو کړې، د مایکروریانو اپارتما ن ته راغی. (نور تقصیل که غواړئ، شین ټاغي کې یې ولولئ)

له هغې ورځې کالونه څه چې لسیزې تیرې دي. یو زوی یې پېښور کې هم لر بر کېده. اوس را نه ورک دی. چې نه و ورک هم ما کومه توره ورسره و نه کړه تر ما مولوی خالص لاښه و چې د ډاکټر نکته د زوی او کونډې پوښتنه یې شامدام کوله، کور ته ورته.

امین صیب او شجاعي دواړه په یوه هفته کې جېل ته بوتلل شو، دواړه غیب شول. شرم دي چې بل سړی یې نوم د شهیدانو په لست کې پیدا کوي چې لمبر ۸۳۳

شل ځليٍ روژې تیرې شوې خو لا هم هماغه ماښام دی، هماغه د خورما کنډوري دي چې په اخبار کې تاو شوي. هماغه و چې شونډکۍ، هماغه خوږه موسکا.

کمونستي کودتا  تازه راغلې وه، موږ پوهنتون والا، څه لکه الهام او زه، پپړ غوږونه، څوک لکه علمي په غوره کې، څوک غلاام غوث شجاعي او بها الدین مجروح د امید او خوف ترمینځ.

 یو ماښام می یاد شي چې زما طبیعت خټه و، نو ورغلم کورته چې دهمزنګ د جیل شا ته د غره په ډډه لګیدلی و. پوه شو چې  په سور نه یم برابر، نو یې ترخې شنې چای راوړې  غلی کښیناست. کتل یې چې زه خاموشي نه ماتوم نو ده ابتکار واخیست«شل روژې مې تا کره ماتې کړې، اوس ته امر کوه چې څه میلمه پالنه دې وکړم؟ ما وموسل، چې زه یې غواړم هغه ته نه لرې.»  شجاعي وویل، « ته خو یې ووایه!» ما ته یوه زړه ارکسترا را یاده شوه چې جرمني کې مې وطن ته د راستنیدو په ورځو کې اورېدلې وه. زموږ د کلي د سپو د غپاري غوندې لګیده خو زما ی�� نه پوهیږم ولې شرنګا خوښېده. نو ما شجاعي ته وویل چې د کار آرف (کار مینه بورا نه) ریکاد به نه لري، هماغه مې خوښیږۍ. اوس وایم، کشکې مې د ایمان خواست کړی وای.

زما د حیرانۍ دې وه چې پاڅید، له یوې بلې کوټې نه یې ګرافون او همدا ریکاټ راوړ

سخته مې طبعه راسته شوه. ویې ویل،«مه وارخطا کیږه، ډیر ژر به د هوايي میدان مجاهدین په ارګ را شیوه شي. د اسمارو د غرني غونډ د قوماندان رووف خان توپچیان هم تیاری نیسي.»

 چې روانیدم دی هم تر منار عبدالوکیل خانه پورې  راسره  راښکته شو. دا مو وروستی دیدار و. په هماغه شپه یې دی او رسول امین بوولي و. امین په یوه هفته کې د خپل یار، فیض محمد (دا خله وزیر) په واسطه خلاص شو خو دا بد زېری يې راکړ چې شجاعي یې بېدریغه وهلی، اقرار یې ترې اخیستی. په کوریدور کې چې سره تېر و بېر کیدو راته ويې ویل چې ما خو یا نن شپه یا سبا وژني خو…. ته وایه چې پښې سپکوه چې دا ځل نمبر ستا دی.

درې لسیزې تیرې دي خو لا هم کم له کمه هفته کې یو ځل د کارل آرف کارمینه برانا اورم، لا اوښکې وچې نه دي او لا هم د دې ارسکسټرې په مانا نه پوهیږم خو شرنګا ته یې مدهوش یم.

2 COMMENTS

  1. پور ته لیکل دی وا قعت لری الله ج دی هغوی ته اجر عظیم ور کړی خو او س وطن د ستنی تر سپم تیر یږی
    شپو ن صاحب د وطن په ار تباط ددی کا ندیدانو په ار تباط د الله ج د ر ضا لپاره څه و لیکه خپل ر سالت نه یوا ځی ته بلکه ستا ټول همسنګر با ید دا ملی رسا لت ادا کړی وسلام

  2. شپون صیب، غلي کېدل دې نه منو او نه یې زغملی شو. دا خلک خو له مخې په اشرف غني ورټولیږي، تاسو خو نه مه کوئ او نه، نه. سبا به بیا ګیله نه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب