شنبه, نوومبر 1, 2025
Home+د افغانانو لپاره د نورو هیوادونو د ویزو ستونزه | یونس تنویر

د افغانانو لپاره د نورو هیوادونو د ویزو ستونزه | یونس تنویر

افغانستان، چې د نړۍ په جغرافیې کې تر ټولو مهم او د پام وړ ځمکه لري، خو اوس د خپلو خلکو لپاره په یوه زندان بدل شوی دی. دغه خاوره، چې د غرونو په غیږه کې پرته، چې دا مهال د خپلو وګړو لپاره داسې قفس جوړ شوی، چې هر څوک په کې بند پاتې دی، خو دروازې یې یوازې بهرنیانو لپاره خلاصې دي.

دا د دې ولس کیسه ده، چې په یوه پیړۍ کې د دریو لویو قدرتونو څخه د ازادۍ خوبونه یې د ویزو د کاغذونو تر سیوري لاندې مړاوي شوي دي او هیښ پاتې دي، چې د نورې نړۍ اوسېدونکي؛ دې هېواد ته د تګ لپاره په اسانه راتلای شي؛ خو زموږ د خلکو لپاره، حتا د نړۍ تر ټولو کمزورو هېوادونو ویزې هم داسې دي، لکه فرهاد، چې د شیرین د مینې لپاره غر سوری کوي.

دا نا برابري یوازې د کاغذونو او ویزو مسله نه ده دا د یوه ملت د عزت، هویت او د حیثیت زخمي کول دي. افغانان، چې د خپلې کورنۍ د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په نورو هیوادونو کې د ګټې وټې کاروبارونه له پخوا درلودل، خو لا تر اوسه داسې فرصتونه نه دي ورته برابر شوي، چې هم هغه د دوبۍ ګټه په افغانستان کې د خپلې کورنۍ لپاره پوره کاندي.

 له کله چې د کاونډو او سیمه ییزو هیوادونو ویزې پرې بندې شوې دي، نو اوس د اقتصادي بې ثباتۍ او فقر په تورو تیارو کې ښکیل دي. د پاکستان، ایران، دوبۍ او تاجکستان په څیر هیوادونو ویزې، چې زموږ د زرګونو افغانانو د کاروبار ځایونه ول، اوس یې ویزې یا بندې دي یا دومره سختې دي، چې د ایجنسیو ولاو پڅې چړې زموږ د خوار ولس پر ستونې تېروي او خلک مجبور دي، چې دغو پڅو چړو ته څملي.

له یوې خوا په افغانستان کې یو شمېر خلک بې سواده دي او په همدې ډول دوی د مزدوریو لپاره نورو هیوادونو ته تللي او په هغه هیوادونو کې یې د کار له امله خپلې کورنۍ ساتلې، خپل کاروبارونه یې جوړ کړي. اوس د بې وسۍ په لومو کې راګیر دي. دوی نه شي کولی خپلو کارونو ته ورشي، خپلې کورنۍ وساتي، یا حتا د یوه عادي ژوند لپاره هڅه وکړي، خو تر ټولو دردوونکې مسله دا ده، چې د افغانستان دروازې د بهرنیانو لپاره خلاصې دي. هر څوک له هر ځای څخه کولی شي دلته راشي، خو زموږ لپاره هره لاره تړل شوې، نو یوه وجه دا ده، چې زموږ خلک قاچاقي لارو ته کوښښ کوي او خپل سر او مال په خطر کې اچوي.

 پخوا به مو یوه پاکستاني ته د افغانستان شپږ میاشتې ویزه په شپږویشت زره کلدارې ورکوله، خو اوس دا قیمت درې زرو کلدارو ته راټیټ شوی دی. له بل پلوه د یاد هیواد باربري موټر او د هغوی اجناس او توکي هیواد ته ښه په خلاص مټ راځي، خو زموږ باربري موټر په میاشتو- میاشتو ولاړ وي، چې سبزي او میوه مو خوسا شي او هیڅ تجار ته ګټه ونه کړي. دا داسې مثال لري، لکه زموږ هېواد، چې تور بازار وي، چې هر دله ورته ځي او راځي، خو زموږ خلک د دې بازار له دروازو بهر نه شي تللای.

دا حالت یوازې اقتصادي ستونزه نه ده دا د یوه ملت د شرنویشت خبره ده. هره ورځ زرګونه افغانان د سفارتونو مخې ته د ویزو په تمه ولاړ وي، د یوه نوي ژوند یا لږ تر لږه د خپلې کورنۍ د اقتصادي مهیا کوونې په موخه هڅه کوي، چې د نورو هېوادونو ویزې تر لاسه کړي، خو هغه دروازې، چې دوی ورته سترګې نیولې وي، خاورې ور وشیندل شي. دا د یوه زندان حقیقت دی؛ هغه زندان چې بهرنیان پکې ازاد دي، خو زموږ خلک په کې په زنځیرونو تړل شوي دي. دا کیسه یوازې د ویزو او سفرونو کیسه نه ده. دا د هغو زرګونو کورنیو کیسه ده، چې د فقر او بې وسۍ له امله شپې په لوږي نس تېروي.

 دا د هغو پلرونو کیسه ده، چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره خوبونه ویني، خو د یوې ویزې د نشتوالي له امله یې هیلې مړې کیږي. دا د هغو میندو کیسه ده، چې د خپلو بچیانو د یوه ښه ژوند لپاره هر څه قرباني کوي، خو د نړۍ دروازې ورباندې تړلې دي. افغانستان اوس د خپلو خلکو لپاره یو زندان دی، خو دا زندان یوازې د دیوالونو او قلفونو زندان نه دی دا د اقتصادي بې عدالتۍ، نابرابرۍ او بې وسۍ زندان دی.

زموږ حکومت باید په خپل ولس دا غیرت وکړي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره همدا تقابلي چلند او سیاست مخته یوسي او ورته ووایي، چې زموږ خلکو ته هم هغه ازادي ورکړئ، چې تاسو یې خپلو خلکو ته له موږ غواړئ. آیا دا غوښتنه دومره لویه ده، چې زموږ سیاسي تعامل له منځه ور سره ځي؟

مسله دا ده، چې ولې زموږ حکومت، چې د خلکو د ژوند د ښه کولو مسوولیت لري، د دې نا برابرۍ په وړاندې چوپ دی؟ نړۍ ته د تګ دروازې د بهرنیانو لپاره خلاصې دي. د پاکستان، ایران، یا نورو هېوادونو اوسیدونکي په اسانۍ سره افغانستان ته راتلای شي، خو زموږ خلک، چې د خپلې کورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي، د نړۍ حتا تر ټولو کمزورو هېوادونو ویزې هم نشي تر لاسه کولی.

خو دا ټوله ستونزه یوازې د بهرنیو هېوادونو د پالیسیو له امله نه ده. زموږ د خپل حکومت کمزوري او بې پروایي د دې بحران اصلي لامل دی، ځکه چې دوی یې په خپلو سترګو ویني، چې زموږ هېوادوالو ته د پاکستان، ایران، دوبۍ، او تاجکستان ویزې نه ورکول کیږي یا دومره ګرانې دي، چې د لاسرسي وړ نه دي.

زموږ حکومت، چې د خپلو خلکو د حقونو دفاع یې لومړنی مسوولیت دی، ولې د دې بې عدالتۍ په وړاندې هیڅ اقدام نه کوي؟

که نور څه نه شي کولای متقابل عمل خو کولای شي. که پاکستان، ایران یا نور هېوادونه زموږ خلکو ته ویزې نه ورکوي یا یې شرایط دومره سخت کړي، چې دوی یې نه شي تر لاسه کولی، نو زموږ حکومت باید همداسې متقابل ګام پورته کړي.

دې هېوادونو ته د افغانستان ویزې باید یا بندې شي یا یې شرایط ورته سخت کړل شي. دا یوازې د عدالت غوښتنه نه ده، بلکې د یوه ملت د عزت او وقار دفاع ده.

خلک د خپل حکومت څخه د عدالت تمه لري، خو کله چې حکومت له دې دردونو څخه سترګې پټوي، نو دا د یوه ملت د باور ماتیدل دي.

که زموږ حکومت د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه وکړي د بهرنیو هېوادونو په وړاندې متقابل عمل وکړي او د ویزو په برخه کې د دوی په څېر سخته پالیسي غوره کړي، نو دا به نه یوازې زموږ د خلکو اقتصادي حالت ښه کړي، بلکې د دوی په زړونو کې به د هېواد لپاره درناوی او باور بیا راژوندی کړي، دې نابرابرۍ ته دې پای ټکی کیږدي. افغانستان باید نور له دغه زنداني حالته را وباسو او خلکو ته د نړۍ دروازې خلاصې کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...