دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د وسپنې کموالی | ډاکټر مجاهد جبران

د وسپنې کموالی | ډاکټر مجاهد جبران

کله چې د انسان په بدن کې وسپنه کمه شي نو وجود د وینې په سرو حجرو کې د هیموګلوبین په نوم ماده چې د اکسیجن د لیږد مسولیت په غاړه لري کمه جوړیږي او په دې نه توانیږی چې بدن ته په کافي اندازه اکسیجن ورسوي چې له امله یې د وسپنې د کمښت یا انیمیا رامینځ ته کیږي.

په داسې حالاتو کې پر ستړیا برسیره ناروغ کمزوری او خاسف وي چې د ساه د سریع او لڼډیدو له امله د سینې درد، ګنکس کیدو، سردردۍ، د خولې د زخمونو ، د نوکانو د رژیدو او بې اشتهایۍ څخه ګیلې لري.

په بدن کې د وسپنې کمښت تر ډېره د ځینو غذایي توکو چې نسبتا زیاته =وسپنه لري د نه یا کم خوراک له امله مینځ ته راځي.

غوښه، پاڼه لرونکي سبزیجات لکه پالک، لوبیا او هګۍ په خپل ترکیب کې زیاته وسپنه لری.

همدارنګه د بدن څخه د وینې د ضیاع لکه زخمي کیدو، بیا بیا وینه ورکولو، په ښځو کې د میاشتنۍ ناروغۍ د زیاتوالی او په دوه ځانه میندو کې د ناکافي خوراک له وجې هم دا ستونزه پیدا کېږي.

په کم وزنه پیدا شویو ماشومانو، یا وخت نه مخکې پيدا شویو ماشومانو او هغه کوچنیانو کې چې د مور شیدې نه خوري یا یې غذایي رژیم سم نه وي هم دا حالت پېښېږي.

هغه کسان چې د هضمي سیستم ځیڼې ناروغۍ لکه د معدې زخم، سیلیاک ناروغي، بواسیر یا د کولمو کینسر یا نورې ستونزې ولري د وسپنې د کمښت اخته کیدای شي.

ښځې په خاص ډول دوه ځانه میندې، خاص سبزي خوړونکی خلک چې غوښه نه خوري  او ماشومان دې ناروغۍ ته زیات مساعد دي.

د وسپنې د کمښت یا کم خونۍ له امله د زړه ستونزې، په امید وارو میندو کې د مور او ماشوم د ناروغتیا او په ماشومانو کې د ودې د مختل کیدو سبب ګرځي.

نو که چيرې پوه شوئ چې یادې ستونزې لرئ د حل لپاره یې له مربوطه متخصص ډاکټر سره د مشورې په لټه کې شئ او په خپل سر له تداوۍ څخه په کلکه ډډه وکړئ.

د مخنیوی لپاره یې هغه خوراکونه، چې زیاته وسپنه ولري او پورته یې یادونه شوې ده په خپل خوراک کې زیات وکاروئ.

به یاد مو وي چې په بدن کې د وسپنې زیاتوالی هم په شدید ډول د وجود د ډیر حیاتی غړی؛ یعني ینې د ویجاړیدو سبب کېدای شي.

2 COMMENTS

  1. وعلیکم سلام
    دوه ځانه میندې پښتو کې امیدوارو یا pregnant میندو ته وایې بله اصلاح یې بلاربې میندې دی.
    مننه ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب