شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهبې تاټوبي | ژباړه: نثاراحمد اريا، كندهار

بې تاټوبي | ژباړه: نثاراحمد اريا، كندهار

په هغه شپه چي زموږ مور بازار ته ولاړه، نو بيا رانه غله، نه پوهېږم، چي په هغې څه وشول؟

 يوه ورځ زموږ پلار هم همداسي تللى و او بيا هېڅكله رانه غى. خو هغه جگړې ته تللى و، كه څه هم موږ هم د جگړې په سيمه كي وو، خو خير موږ كوچنيان وو، موږ د خپل نيكه او انا غوندي وو، چي لاسونه يي له وسلې خالي وو. زما پلار له هغه چا سره جنگېده، چي حكومت داړه ماران بلل، هغوى هر ځاى لوټ او تالان گډ كړى و، موږ ټولو له هغوى څخه د ځان د ژغورلو لپاره له وېري دغه رنگه منډي وهلې، لكه چرگان چي د سپيو له وېري منډي وهي. موږ نه پوهېدلو، چي چېري ولاړ شو، زموږ مور بازار ته د دې لپاره تللې وه، چي غوړي راوړي، ځكه كوم چا ورته ويلي وو، چي په بازاركي غوړي وركوي. موږ په دې خبره ډېر خوښ وو، ځكه موږ له ډېري مودې راهيسي د غوړو څكه نه وه كړې، ښايي هغې ته به يي غوړي وركړي وو، د دې لپاره به كوم چا په تياره كي وژلې وه او غوړي به يي ترې اخيستي وو او يا ښايي له داړه مارانو سره مخ شوې وي، كه كله تاسي له داړه مارانو سره مخ شئ، نو هغوى به تاسي هم ووژني، هغوى دوه ځــله زموږ كلي ته راغلل، موږ منډه كړه، په لوخو كي پټ شوو، بيا چي كله هغوى ولاړل، نو موږ له لوخو نه راووتو او خپلو كورونو ته راغلو، چي ومو كتل، نو د كور هرڅه يې وړي وو. خو په دريم ځل هغوى ته هېڅ په لاس ورنه غلل، نه غوړي او نه هم د خورك كوم بل شى.

 هغوى زموږ د كور تيرانو او لرگيو ته اور اچولى و، چي له امله يې زموږ د كور چت پر مځكه رالوېدلى و، زموږ مور د اورسپني ټوټې راوړي وې، چي په هغه موږ د خپل كور څه برخه پوښلې وه.

هغه شپه تر چت لاندي د خپلي مور د بېرته راتلو په تمه ناست وو.

موږ د كار لپاره لا هم له وېري دباندي نه شواى وتلاى، ځكه چي داړه ماران په رښتيا بيا راغلي وو، زموږ كور ته خو لا خير نه وو راغلي، په دې چي بې چته كور هغوى ته له انسانانو او شيا نو تش ښكاره شوى و، كه نه نو نور يي ټول كلي ته بې پتي او سپكاوى اړولى و،سره له دې چي موږ د خلكو چيغي، شور او زوږ اورېده، خو بيا هم د مور له ويلو پرته له تېښتي وېرېدلو. زه په خپلو خوېندو او وروڼو كي ميا نځوۍ وم، زما كوچنى ورور زما په سينې پوري داسي نښتى و، لكه د بيزو بچى چي د خپلي مور په نس پوري نښتى وي، هغه خپل دواړه لاسونه زما له غاړي څخه تاو كړي وو او پښې يې زما تر ملا راگرځولي وې. زما مشر ورور، چي د كور له سوځېدلو لرگيو څخه يې يو لوى ډانګ په لاس كي و، د دې لپاره ټوله شپه ولاړ و، چي كه داړه ماران راشي، نو دى به خپل ځان ورڅخه وژغورلاى شي.

موږ ټوله ورځ مور ته په تمه تېره كړه، زه نه پوهېږم، چي نن كومه ورځ ده. دا چي په كلي كي نه كوم ښوونځي پاته و او نه هم كومه كليسا، ځكه نو نه جمعه او نه هم شنبه معلومېده.

د لمر، د لوېدو مهال و، چي زموږ انا او نيكه راغلل، كوم چا خبركړي وو، چي موږ كوچنيان په كوركي يوازي يو، مور مو بېرته رانه غله، زه هركله تر نيكه مخكي د انا يادونه كوم، دا ترتيب همداسي دى، انا مو چاغه شلنډه او دنگه ونه لري، هغه تراوسه ډېره نه ده زړه شوې، خو نيكه مو بې اندازې كوچنى دى، څوك نه پوهېږي، چي هغه د خپل لوى او ارت پتلون په كوم كونج كي دى، بې له دې چي وپوهېږي، چي ته څه وايې، بې ځايه موسكى شي، وېښتان يې داسي ښكاري، لكه د صابون له ځكه چي ډك وي.

 انا موږ ټول، ياني زه، زما كوچنى ورور، مشر ورور او نيكه خپل كور ته بوتلو موږ زما له كوچني ورور پرته چي زما د انا پر شا ويده و، بيا هم وېرېدلو، له ټولو سره دا وېره وه، چي هسي نه په لار كي له داړه مارانو سره مخ شو.

ډېري شپې مو د انا په كوركي د مور په تمه تېري كړې، نژدې يوه مياشت وږي پاته وو، خو زموږ مور بيا هم رانه غله، موږ په تمه وو، چي هغه به راشي او موږ به له دې ځايه بوزي. له انا سره مو نور نه زموږ او نه هم د ځان او نيكه د خوراك لپاره څه پاته وو، يوې ښځي چي په تيو كي يې شيدې لرلې، خپلي لږي شيدې زما كوچني ورور ته وركړې، ځكه هغې هم په كور كي زموږ په شان اوربشينه خوړله.

 انا موږ څو ځله له ځان سره د ځنګلي سابو په موندلو پسي بوتلو، خو دا چي د كلي هر كس د همدې په لټه كي و، ځكه نو سابه هم خلاصه شوې وه.

نيكه مو له نورو ځوانانو سره د مور په لټه ووت، خو پيدا يې نه كړه، انا مو د نورو ښځو په ګډون له نهيلۍ څخه ساندي پيل كړې، زه هم په ساندو كي ورګډه شومه، يو ځلي ځينو خلكو لږي پلۍ او نور شيان د خوراك لپاره راوړي وو، خو دوې ورځي وروسته بېرته هغه لوږه وه. نيكه مو پخوا درې پسونه، يوه غوا او د تركاريو پټى درلود، د پسونو او غوا خو ډېري ورځي كېدلې، چي داړه مارانو ورڅخه بېولې وه، ځكه هغه خو هسي هم د هغوى وه او څنګه چي د كر وخت راغى، نو له نيكه سره مو تخم نه و.

وروسته دوى دواړو وپتېيله، بلكي انا مو وپتېيله چي نور بايد له دې ځايه ولاړ شو.

 نيكه چي مو هر څومره نارې سورې ووهلې او هلته دلته كښته پورته شو، خو انا مو هېڅ پروا ونه كړه.

 موږ كوچنيان ډېر خوښ وو، ځكه موږ له داسي ځايه تللو، چي هلته مو نه مور وه او نه هم ډوډۍ، زړه مو و، چي داسي ځاى ته ولاړ شو، چي ډوډۍ وي، خو داړه ماران نه وي او له دې تصوره مو لا من، من غوښه اخيسته، چي چېري ليري داسي ځاى هم شته. انا مو د خپلو ځانګړو جامو، چي كليسا ته به يي اغوستې، په بدل كي وچ جوار واخــيستل، هغه يې وايشول او په يو زوړ ټوكر كي يې وتړل. كله چي له هغه ځايه روانېدو، نو هغه جوار راسره وو. انا مو فكركاوه، چي په لار كي به د رود اوبه پيدا شي، خو رود په مخه رانه غى او موږ دومره ټينګ تږي شوي وو، چي بېرته را گرځېدو ته اړ شوو. كله چي بېرته راوگرځېدو، نو بېرته د خپلي انا كور ته نه ولاړو، بلكي په يو بل كلي كي تم شوو، ځكه په هغه كلي كي د اوبو برمه وه. انا مو هغه كڅوړه پرانيسته چي ټوكران او جوار يې په كي اچولي وو. بيا هغې خپل بوټونه خرڅ كړل او په پيسو يې د اوبو لپاره يوه لويه ډبه واخيسته، ما پوښتنه ورڅخه وكړه: ” گوگو! ته به په لوڅو پښو كليسا ته څنګه ځې؟“.

هغې په ځواب كي يوازي دومره وويل: ”سفر لوى دى، موږ ډېر شيان له ځان سره نه شو وړلاى“.

 په هغه كلي كي مو له نورو خلكو سره هم وليدل، چي د بارېدو په حال كي وو، موږ هم له هغوى سره ملگري شوو، ځكه هغوى زموږ په پرتله له لاري سره ډېر بلد ښكارېدل، منزل ته د رسېدو لپاره اړ وو، چي له ”كروگر پارك“ څخه تېر شو. د كروگر پارك په اړه له اوله خبر وو، چي په كي په بشپړ ډول د ځناورو واكمني ده؛ هاتيان، زمريان، ګيدړي او سمسارې. لنډه دا چي هر ډول ځناور په كې وو، په ځانګړي ډول، بيا تر جګړې دمخه، د نيكه مو ياد دي، ځكه هغه مهال موږ نه وو پيدا شوي، اوس خو داړه مارانو ټول هاتيان وژلي او غاښونه يې پلورلي وو، زموږ جنگياليو او داړه مارانو هوسۍ هم ټولي خوړلي وې، زموږ په كلي كي يو سړى په دواړو پښوګوډ و، د هغه پښې د رود يوې سمسارې ورڅخه خوړلي وې. خو پر دې ټولو خبرو سربېره زموږ ټاټوبى د انسانانو ټاټوبى و، نه د ځناورو. موږ د كروگر پارك په اړه په ډېر څه خبر وو، په دې چي زموږ د كلي ځيني خلك به د خوارۍ لپاره دغه ډول ځايونو ته د كارونو لپاره راتلل، چي سپين پوستو به د ځناورو د سيل لپاره پړاو اچولى و.

موږ بيا تگ پيل كړ، په كاروان كي مو ځيني ښځي وې او ځيني زما غوندي نجوني، كله چي به ښځي د دمي لپاره كښېناستلې، نو كوچنيان به د هغوى ورپه شا كېدل، يوه سړي موږ ټول د كروگر پارك پر لور ورسم كړو،”ايا پارك راورسېد؟،ايا پارك راورسېد؟“ ما په وار، وار له انا څخه پوښتنه كوله، خو انا مي ځواب نه راكاوه، بيا هغه سړي راته وويل چي نه تر اوسه نه دى رارسېدلى، هغه دا هم وويل چي د دې لپاره چي موږ د پارك د اغزن سيم په څنګ كي تېر شو، لومړى بايد اوږده لاره پرې كړو. هغه د اغزن سيم په اړه دا هم وويل چي كه څوك مازي لاس وروړي، نو وژني يې، هو! همداسي كبابېږي، لكه په ښارونوكي چي د برېښنا غځېدلو مزو ته څوك لاس وروړي. ما په عامه روغتون كي د اوسپني پر ډبه جوړي شوي ككرۍ هغه انځور ليدلى و، چي نه يې سترگي لرلې، نه څرمن او نه هم وېښتان.

 وروسته بيا هغه روغتون هم په ماين والوزول شو، له ښه مزل وروسته نه پوهېږم، چي څومره وخت به تېر شوى و، چي ما بيا وپوښتل: ”ايا پارك را ورسېد؟“ پوه شوم چي هو! پارك را رسېدلى دى او موږ له يوه ساعته په كروگر پارك كي تگ كوو، خو دا هم په ليدو هغه رنگه لوخي ښكارېدې، لكه موږ چي ټوله ورځ تگ په كي كړى و، دلته زموږ هېڅ ځناور نه ترسترگو كېده، بس يوازي هغه رنگه بيزوگاني او مرغۍ وې، لكه زموږ د كور شا و خوا چي وې. موږ يو كيشف وليد، چي ويې نه شو كولاى، له موږ څخه په منډه ځان وباسي، زما مشر ورور او نورو هلكانو كيشف هغه سړي ته د دې لپاره وروړ، چي له وژلو وروسته يې پوخ او وخوري. خو هغه سړي كيشف بېرته خوشي كړ، ځكه هغه ويل چي دلته اور نه شو بلولاى، تر هغه مهاله چي موږ په كروگر پارك كي دننه يو، نو اور نه شو بلولاى، ځكه چي له لوګي څخه موږ ښكارېدو ،پوليس او پيره داران راتلل او موږ يې بېرته خپلو سيمو ته لېږلو. هغه سړي وويل چي موږ بايد د ځناورو په سيمه كي د ځناورو په څېر ولاړ شو، ياني له سړك او د سپين پوستو خلكو له كېږديو څخه ليري. ما يو ږغ واورېد، زه باور لرم، چي تر ټولو لومړى ما هغه ږغ واورېد، داسي ښكارېده، لكه څانګي چي ماتېږي او يا لكه كوم څوك چي را روان وي او په پښو باندي وچ واښه كوټي. زما له خولې يوه چيغه ووته، ځكه ما فكر كاوه، چي پوليس او پيره داران دي، موږ يې ليدلي يو، د دوى په اړه راته هغه سړي ويلي وو، چي بايد بيدار واوسو. خو هغه يو هاتي و، په هغه پسې بل او ورپسې بيا نور هاتيان… لكه د شنه كوړم په منځ كي چي لويي، لويي توري ټپلي يوې او بلي خوا ته گرځي.

 هغوى په خپلو شونډه كونو كي د ”موپين“ وني سرې، سرې پاڼي ننه ايستلې. د هاتيانو بچيان له خپلو مېندو سره نښتي روان وو، د هاتيانو لږ غټو بچيانو په خپلو كي داسي حملې وهلې، لكه زما مشر ورور چي له خپلو ملگرو سره وهلې، خو توپير يې يوازي دومره و، چي دوى د لاسونو پر ځاى په شونډه كونو زور واهه، ما ته يې دومره خوند راكاوه، چي وېره مي بېخي له ياده ووته، هغه سړي ويل چي هاتيان نه وي تېر شوي، موږ بايد چوپ پاته شو او سپڼ هم ونه وهو، هاتيان ورو او په خوند، خوند تېرېدل، هغوى دومره چاغ شلنډ وو، چي د چا له وېري د منډي اړتيا ورته نه وه. هوسيو زموږ له وېري دلته هلته منډي وهلې، هغوى په هوا كي دومره لوړ، لوړ ټوپونه وهل، چا چي ويل الوزي. ځنګلي سركوزي زموږ د ښكالو په اورېده پر ځاى نېغ ودرېدل او بيا داسي څپه، څپه په ځغاسته شول، لكه زموږ په كلي كي چي يوه هلك هغه بايسكل چلاوه، چي پلار يې ورته اخيستى و.

 موږ په ځناورو پسي د هغوى د اوبو څښلو تر ځايه ورتلو او د هغوى له تلو وروسته به مو اوبه څښلې.

 موږ هېڅكله د اوبو له كمي سره مخ نه شوو، خو ځناورو به هر مهال څه ناڅه خوړل، چي ليدل به مو نو كله به يې واښه، كله به يې د ونو ريښې يا خورونه خوړل. خو له موږ سره د خورك لپاره هېڅ نه وو، جوار هم تمام شوي وو، كه مو د خورك لپاره څه لرل، نو هغه يوازي همدا كوچني، كوچني او له مېږيانو ډك انځر وو، چي د هغو ونو پر څانګو راځوړند وو، چي د رود پر غاړه ولاړي وې، لنډه دا چي موږ له ځناورو سره سيالي نه شواى كولاى. د ورځي چي به گرمي ډېره وه، نو زمريان ليدل كېدل، چي ويده به وو، د هغوى رنگ وښو ته ډېر ورته و، لومړى موږ ونه ليدل، خو هغه سړي وليدل او موږ يې له هغه ځايه ډېر ليري يوه ګوښه ځاى ته بېرته بوتلو، چېري چـــي زمريان ويده وو، زما هم ډېر زړه كېده، چي د زمريانو غوندي ويده شم.

 زما مشر ورور له يوې نه بلي ورځي ته ډنګرېده، خو ”بهارى” لا هغه رنگه و، كله چي به زما انا د هغه د را په شا كولو لپاره ما ته وكتل، نو ما به هڅه كوله، چي د هغې خوا ته ونه گورمه، زما مشر ورور له خبرو هم لوېدلى و، كله چي به مو د دمي لپاره پړاو اچاوه او غځېدلو به، نو دى به مو بېرته په ډېر زور را ويښاوه، لكه هغه چي هم زموږ د نيكه غوندي هېڅ نه اورېدل، يو ځل ما وليدل چي د انا پر مخ مچان بونگېږي او هغه يې نه الوزوي. زه ډېره ووېرېدمه او د خورما د وني په يوې څانګي مي هغه والوزول.

موږ د شپې او ورځي تګ كاوه، اوس نو د سپين پوستو تر كېږديو رسېدلي وو، هلته اور بل و او ډوډۍ پخېده، موږ ته د لوگي او غوښو بوى راتله. موږ ليدل چي ”كږيان“ د غوښو په بوى پسي منډي وهي، د هغوى ملاوي دا رنگه رابوكي وې، لكه هغوى چي په كومه خبره شرمينده وي، كله چي به كوم كوږ شا ته راكتل، نو سترگي به يې داسي ښكارېدې، لكه زموږ سترگي چي له شپې يو بل ته د كتو پر مهال ښكاري.

 باد له ځان سره د هغو خلكو ږغ راوړه، چي زموږ په ژبه ږغېدل او اغزن سيم ته څېرمه يې پړاو اچولى و، هلته د كمپونو كاركوونكي اوسېدل، د شپې يوې ښځي غوښتل، چي د مرستي لپاره هغوى ته ورشي، هغې ويل دوى موږ ته له ”چټل دان“ څخه هم د خوراك لپاره څه راكولاى شي، كله چي هغې ساندي پيل كړې، نو انا مي اړه شوه، چي هغه راوگرځوي او خوله يې وربنده كړي، ځكه هغه سړي مخكي لا راته ويلي وو، چي په كروگر پارك كي موږ بايد له خپلو كاركوونكو څخه ليري واوسو، ځكه كه هغوى زموږ مرسته كړې واى، نو خامخا به له خپلي دندي ګوښه شوي واى، كه چېري هغوى موږ ليدلي واى، نو د هغوى لپاره همدا ډېره وه،چي داسي يې ښوولې واى، چي موږ هلته نه يو او هغوى يوازي ځناور ليدلي دي.

كله ناكله چي به په شپه كي د ويدېدو لپاره څه تم كېدو، نو له يو بل سره به جوخت څملاستو، نه پوهېږم، چي هغه كومه شپه وه، موږ ټوله شپه مزل وكړ، په هغه شپه مو د زمريانو ږغ بېخي له نژدې واورېد، داسي نه، لكه زمريان چي له ليري غوړمبېږي، بلكي داسي لكه يو شى چي ساه باسي، بلكل همدارنگه لكه موږ چي له منډي وروسته له خولې ساه باسو، خو دا د سا ايستلو ږغ بېل غوندي و، ځكه چي هغوى په منډه نه وو، بلكي همدلته نژدې د كوم چا په تمه وو.

 موږ وخوځېدو او يو بل ته لا پسي جوخت شوو، څوك چي په څنډه كي وو، هڅه به يې كوله، چي ځان منځته ننباسي. زه له يوې ښځي سره نښتې ولاړه وم، د هغې له بدن څخه بد بوى پورته كېده، هغه وېرېدله، خو زه له خوښۍ نه له هغې سره جوخته شوم، ما له خدايه Y څخه غوښتل، چي زمرى له هغو خلكو څخه چي په څنډه كي ولاړ وو، يو پورته كړي او ولاړ شي. ما سترگي پټي كړې، د دې لپاره چي هغه ونه، ونه وينم، چي زمري زموږ منځته ځني راټوپ كولاى شواى. زما له څنګه يو سړى پورته شو او يوه وچه څانګه يې په زور، زور له وني سره ووهله، موږ ته يې وويل چي سپڼ و نه باسو. خو خپله يې چيغي پيل كړې. هغه پر زمريانو داسي چيغي وهلې، لكه زموږ په كلي كي چي كوم چغال خوله په هوا نيولې وي او چيغي وهي. زمريان ولاړل او موږ يې له ليري غوړمبى واورېد.

OOO

موږ ډېر زيات ستړي شوي وو، كله چي به په لار كي له كوم رود څخه پوري وتلو، نو زما مشر ورور او يوه بل كس به زما نيكه پورته كاوه او له يوې ډبري څخه به يې بلي ډبري ته لېږداوه، زما انا ډېره ځواكمنه وه، خو له پښو يې بيا هم ويني تلې، موږ دومره ستړي شوي وو، چي نور نو د كوم پېټي د وړلو توان را په كي نه و، د كوچني ورور پرته نور د هر څه وړل راته گران و، ځكه مو نو ټول شيان تر يوې ترخي لاندي پرېښودل، انا مو ويل چي موږ خپله تر هغه ځايه ورسېږو، همدا ډېره ده.

له ډېري لوږي مو داسي ځنګلي بوټي وخوړل، چي د كلي په شا و خوا كي مو نه وو، چي په پايله كي زموږ ټولو خېټي خرابي شوې؛ دستونه راولوېدل، پر دي مهال موږ له هغو وښو څخه تېرېدلو، چي د هاتي وښو په نامه يادېدل او د هاتي غوندي لوړ وو، زموږ خېټو درد پيل كړ، دا چي نيكه مو د كوچني ورور غوندي د ټولو په مخكي حاجت نه شواى پوره كولاى، نو د حاجت پوره كولو لپاره په وښو ننووت ”روان اوسئ، روان اوسئ“، هغه سړي پرله پسې همدا ويل، خو موږ هغه ته وويل چي نيكه ته مو تم شي، ټول خلك هغه ته په تمه شول، خو هغه نه راتله او نه راغى.

 غرمه مهال و، زموږ غوږونه د مچيو بزهار نيولي وو، ځكه مو د وښو سركى نه شواى اورېدلاى، چي له هغه څخه مو د نيكه بېرته راتګ درك كړى واى. د وښو د جگوالي له امله مو هغه ليدلاى هم نه شواى، ځكه واښه ډېر جگ او نيكه مو ډېر ټيټ و. خو بيا مو هم باور درلود، چي هغه به په خپل ارت پتلون او څيري كميس كي همدلته چېري وي، انا د تار د نشتوالي له امله د هغه كميس گنډلاى نه شواى، موږ پوهېدلو چي هغه به ډېر ليري نه وي تللى، ځكه هغه كاواكه و او ورو تله. موږ د وړو، وړو ټوليو په بڼه د هغه په لټه ووتو، ځكه موږ ويل هسي نه، چي موږ هم د يو بل له سترگو پنا شو.

واښه مو سترگو او پزو ته رابادېدل، هغه ته مو ورو، ورو چيغي وروهلې، خو داسي ښكارېده، هغه ځاى چي يې په غوږونو كي د اورېدو لپاره پاته و، هغه هم د مچيو بزهار ورډك كړى و. د هغه په موندلو پسي ستړي ستومانه شوو، خو پيدا مو نه كړ.

 ټوله شپه په همدي لويو وښو كي پاتي شوو، ما خوب ليده، چي نيكه مو يو ځاى د يو كيندلي ډب څنګ ته پروت دى، ډب هم ده په خپله كيندلى وي، لكه هوسۍ چي يې د خپلو بچيانو د پټولو لپاره كيندي. خو ما چي سترگي پرانيستې، بيا هم د هغه هېڅ درك نه و. بيا مو د هغه لټون پيل كړ، په وښو كي په وار، وار تېر راتېر شوو او لاري مو جوړي كړې، سړيه كه يې موږ پيدا نه كړو، نو هغه خو به مو په اسانۍ سره پيدا كړي.

ټوله ورځ مو هغه ته وكتل، چي لمر به سر ته راغى، نو هر لور ته به چــوپتيا خپرېده. كه څه هم څوك به د ځناورو غوندي سيوري ته پراته وو، خو بيا هم د لمر وړانګې په سر ننوتلې.

 زه ستوني ستخ پرته وم او هغو كږمښكو لغړغاو او بدرنگو مرغيو ته مي كتل، چي زموږ شا و خوا الوتلې. موږ مخكي هم هغه مهال دوى ليدلي وې، چي د مردارو شوو ځناورو هډونه يې چيچل، په هغو هډونو كي زموږ د خوراك لپاره هېڅ نه وو پاته. هغوى لوړ په هوا كي گردي، گردي راګرځېدلې، خو كله به بيا لاندي او بېرته پورته ولاړې، ما هغوى ليدلې، چي غاړه به يې كله يوه او كله بل لور ته اړوله را اړوله او پرله پسې يې په هوا كي چكرونه وهل.

 ما خپلي انا ته وكتل، د هغې زما كوچنى ورور په غېږ كي و او د مرغيو سيل يې كاوه.

ماښام مهال و چي هغه سړى زما انا ته راغى او ورته ويې ويل چي پاته خلك نور بايد ولاړ شي، ځكه هغه ويل كه د دوى كوچنيانو ته د خوراك لپاره څه ورونه رسېږي، نو هغوى به ډېر ژر ومري.

خو انا هېڅ ونه ويل. سړي بيا وويل: ”زه به تر هر څه دمخه تاسي ته لږ اوبه راوړم“.

انا زما خوا ته، زما مشر ورور او په غېږ كي ورسره كوچني خوا ته وكتل، موږ هغه نور خلك ليدل چي د تلو لپاره پورته كېدل، زما هېڅ باور نه راتله، چي دا له خلكو ډك د وښو ميدان به تش پاته كېږي او موږ به په دې ځاى، ياني كروگر پارك كي يوازي پاتېږو او وروسته به ځناورو يا پوليسو ته زموږ پته لګېږي. زما له سترگو اوښكي بهېدلې او پرله پسې مي پر لاسونو څڅېدلې. خو انا مي پرې هېڅ پروا نه كوله. بيا هغه ناڅاپه پورته شوه او خپلي پښې يې داسي وغوړولې، لكه څوك چي يې د لرگيو د پورته كولو پر مهال غوړوي، هغې په يوه جټكه زما ورور په شا كړ او په يوه ټوكر يې په ځان پوري وتاړه، د هغې جامې څيري شوي وې او هغه لوى، لوى تيونه يې ترې راوتلي وو، چي زما د كوچني ورور لپاره په كي هېڅ نه وو.

انا وويل: ”درځئ!“ موږ له لوړو، وښو څخه وړاندي تېر شوو، هغه ځاى مو شا ته پرېښود او بېرته له هغه سړي او نورو خلكو سره يو ځاى روان شوو.

OOO

پر مځكه يوه لويه كېږدۍ ولاړه وه، تر يوه ښوونځي او كليسا هم لويه، موږ چي تر اوږده مزل وروسته دلته راورسېدو، نو ما فكر نه كاوه، چي دا دي هغه ځاى وي، دا رنگه ځايونه ما هغه مهال هم ليدلي وو، چي كله موږ خپلي مور بازار ته بېولي وو، هغې اورېدلي وو، چي زموږ جنگيالي هلته راغلي دي، غوښتل يې چي له جنگياليو څخه زما د پلار درك معلوم كړي. په هغه كېږدۍ كي خلكو دوعاوي غوښتلې او سندري يې ويلې، دا كېږدۍ هم هغه ډول شنه او سپينه ده، خو په دې كي داسي څوك نشته، چي دوعاوي وغواړي او سندري ووايي. موږ دلته له هغو كډوالو سره اوسو، چي زموږ له ټاټوبي څخه راغلي دي. ډاكټران او نرسان وايي، چي موږ له كوچنيانو پرته ټول ټال دوه سوه كسان يو، ځيني نوي كوچنيان هم شته، چي له كروگر پارك څخه د راتېرېدو پر مهال زېږېدلي وو، د ورځي له خوا سره له دې چي لمر ځلېږي، بيا هم په كېږدۍ كي تياره وي او داسي ښكاري، لكه ټول كلى چي همدلته ميشت شوى وي.

 دننه د كورونو پر ځاى هري كورنۍ له خپل استوگنځي څخه بورۍ او بكسونه، بلكي څه چي په لاس ورغلي، ترې راچاپېر كړي دي. د دې لپاره چي وښيي، دا د هغوى كور دى او نور بايد ور نه شي، په داسي حال كي چي دلته نه ورونه شته، نه كړكۍ او نه هم پوښښونه او هر دنگ سړى كولاى شي، چي تم شي او د كور دننه سر ورښكاره كړي. ځينو خلكو ډبري كوټلي دي، رنگ يې ترې جوړكړى دى او پر گونيو يې انځورونه كښلي دي.

په اصل كي پوښښ شته، خو ډېر لوړ د كېږدۍ سايوان يادوم، چي بېخي د اسمان غوندي شكاري، لكه موږ چي په يو لوى غره كي اوسو.

د كېږدۍ له سوړو څخه چي كوم گرد دننه راځي، هغه بېخي د لارو غوندي ښكاري، دغه لاري دومره پلني دي، چي سړى فكر كوي، هغه به پرې ختلاى شي. څه هم د كېږدۍ چت د باران اوبه گرځولې. خو اوبه له كښته څخه په بهېدو دننه راځي او د كېږدۍ په كوڅو كي ډم درېږي. دا كوڅې دومره تنگي دي، چي په يو وخت يوازي يو سړى په كي تېرېداى شي، كله چي زما د كوچني ورور غوندي كوچنيان په خټو كي لوبي كوي، نو سړى اړ وي، چي د هغوى له سر څخه ټوپ ووهي او تېر شي.

زما كوچنى ورور لوبي نه كوي، هره دوشنبه چي ډاكټر راشي، نو انا هغه ورښكاره كوي. هغه وايي چي د ده په سر كي څه ستونزه شته او لامل يي هم ښايي همدا وي، چي له كوم ځايه چي موږ راغلي وو، هلته پوره خواړه نه تر لاسه كېدل يا ښايي له دې امله و، چي هلته جگړه وه او زموږ پلار نه و او يا هم كېداى شي له دې وجي و، چي له كروگر پارك څخه د راتېريدو پر مهال هغه وږى پاته شوى و، هغه ته يوازي همدا خوند وركاوه، چي ټوله ورځ يا د انا په غېږ كي ناست واى يا يې هغې ته څنګ وهلى واى .

 هغه موږ ته وچ، وچ گوري، څه ويل غواړي، خو ږغېدلاى نه شي، كله چي يې زه تخنوم، نو هغه يوازي راته موسكى شي، ډاكټر ورته يو ډول پوړۍ وركړي دي، چي په اوبو كي له خيشتولو وروسته د هغه لپاره ترې خواړه جوړېږي. ښايي يوه ورځ هغه جوړ شي، په لومړي سر كي چي موږ دلته راغلو، نو زه او زما مشر ورور هم همدارنگه وو، زما سم ياد نه دي، خو كېږدۍ ته څېرمه اوسېدونكو كليوالو موږ ډاكټر ته بېولي وو، په كېږدۍ كي له اوسېدو څخه مخكي په كار ده، چي څوك هلته ورشي او خپل نومونه وليكي، چي د كروگر پارك له لاري له هغه ځايه راكډوال شوي دي.

 موږ پر وښو كښېناستو، ټول شيان سرچپه ښكارېدل، يوه نرسه د خپلو لنډو پرېكړو وېښتانو او جگو بوټونو له امله ډېره ښه ښكارېده، هغې موږ ته يو ډول ځانګړي پوړۍ راوړلې او راته ويې ويل چي په اوبو كي يې واچوئ او ورو يې وڅښئ.

ما كڅوړه په غاښونو پرې كړه او پوړۍ مي په خوله كړه، هغه مي په خوله پوري ونښته، بيا مي پر شونډو او گوتو نښتي پوډر وڅټل. د ځينو نورو كوچنيانو، چي له موږ سره راغلي وو خوا وګرځېده. ما هم په خپله خېټه كي حركت حس كړ او داسي راته ښكاره شوه، چي پوډر د كوم مار غوندي بدن ته راننوځي، لږ وروسته مي سلگۍ پيل شوې او حال مي بد شو. يوې بلي نرسي موږ ته وويل چي د ډاكټر په دالېز كي كتار ودرېږو، خو په موږ كي د درېدو توان نه و او دلته هلته پر يو بل لوېدلي ناست وو، نرسانو يو، يو پورته كاوه او په لاسونو كي يې پېچكارۍ ورلګولې، زموږ وينه يې په تورو پېچكاريو كي واخيسته او په كوچنيو، كوچنيو ښيښو كي يې واچوله، دا هر څه د ناروغيو د مخنيوي لپاره كېدل خو زه په هېڅ نه پوهېدم، هر ځل چي به مي سترگي سره ورتلې، نو داسي به راته ښكارېده، چي اوس هم په لوړو وښو كي روانه يم، هاتيان به مي هم تر سترگو كېدل، زه به نه پوهېدم، چي موږ خپل منزل ته رارسېدلي يو.

انا اوس هم غښتلې وه او ولاړېدلاى شواى. هغې ليك لوست كولاى شواى، ځكه يې نو زموږ پر ځاى هم لاسليكونه وكړل.

 انا د كېږدۍ دېوال ته څېرمه ځاى ونيو، همدا د كېږدۍ تر ټولو غوره ځاى هم و، هسي خو د باران اوبه دلته هم راځي، خو كله چي هوا ښه وي، نو موږ د كېږدۍ پرده پورته كولاى شو، لمر راته مخامخ وي، د لنده بل بوى ژر وركېږي. انا له يوې ښځي سره پېژندل، هغې وروښوول، چي د ويدېدو لپاره د پوزيو (بورياوو) جوړولو ښه واښه له كومه تر لاسه كېږي. بيا انا موږ ته پوزي راجوړ كړل.

په مياشت كي يو وار د خوراكي شيانو ډكي لارۍ كمپ ته راځي، انا له خپل لاسليك كړي كارټ سره ورځي او د كارټ له ټاپه كولو وروسته د جوارو يوه بورۍ راوړي، تر كېږدۍ پوري د بورۍ رارسولو لپاره لاسي ګاډۍ شته، زما مشر ورور د جوارو بورۍ په همدې ګاډۍ كي راوړي او كله چي تشي ګاډۍ بېرته بيايي، نو هغه او نور هلكان له يو بل سره د ځغاستي سيالۍ پرې كوي. كله، كله به له ښه مرغه هغه ته داسي څوك ورپيدا كېده، چي له كلي څخه به يې د بيرو بوتلونه راوړل. هغه چي به بوتلونه راورسول، نو څه پيسې به لاس ته ورتلې، كه نه هسي خو د دې اجازه نه وه، ګاډۍ بايد سيده نرسانو ته رسول شوې واى. زما ورور به په دې پيسو شربت اخيستل او كله چي به ما د شربتو غوښتنه ترې وكړه، نو لږ به يې راكول.

په مياشت كي يوه بله ورځ كمپ ته له كليسا څخه جامې هم راځي، له انا سره يو بل كارټ هم شته، چي د هغه له ټاپه كولو وروسته موږ له هغه ځايه د خپلي خوښي جامې اخيستلاى شو، له ما سره دوې جوړې جامې، دوه پتلونونه او يو جاكټ شته، ځكه نو اوس ښوونځي ته هم تللاى شم.

كليوالو موږ ته په ښوونځي كي د درس ويلو اجازه راكړې ده، زه په دې ډېره هېښه شوم، چي هغوى هم زموږ ژبه وايي، انا وايي: ”ښايي همدا وجه ده، چي هغوى موږ په خپله سيمه كي اوسېدو ته پرېښودو“.

 پخوا، ياني زموږ د پلرونو او نيكونو په زمانه كي داسي اغزن سيمونه نه وو، چي د لاس له وروړلو سره دي يې څوك مړ كړى واى او نه هم زموږ او د دوى تر منځ كوم كروگر پارك و. موږ ټول يو وو، له دې ځايه زموږ تر كلي پوري يوازي يو پاچا و.

OOO

اوس نو په كېږدۍ كي زموږ د اوسېدو ډېري ورځي تېري شوي دي، زه يوولس كلنه شوې يم او كوچنى ورور مي د دريو كالو په شا و خوا كي دى، خو بيا هم هغه ډېر كوچنى دى او يوازي يې سر ډېر غټ دى، هغه تر اوسه سم نه دى جوړ شوى، ځينو خلكو د كېږدۍ شا و خوا شاړه مځكه اړولې ده، جوار او گوبى يې په كي كرلى دى، زړو خلكو لښتي يو ځاى كړي او تر خپلو گلانو يې راتاو كړي دي. هېڅوك اجازه نه لري، چي ښار ته ولاړ شي او خواري وكاږي. خو ځينو ښځو په همدې كلي كي كار پيدا كړى دى او څه سودا كولاى شي. انا مو اوس هم ځواكمنه ده، هغې هم په يو داسي ځاى كي كار پيدا كړى دى، چي خلك كورونه په كي جوړوي.

 دلته په كلي كي خلك له خښتو او سمېټو څخه ډېر ښكلي كورونه جوړوي، زموږ په شان له خټو او ډبرو يې نه جوړوي. انا خلكو ته له خښتو او ډبرو ډكي ټوكرۍ پر سر باندي وروړي، اوس له هغې سره دومره پيسې وي، چي چاى، بوره، شيدې او صابون پرې واخلي. په مغازه كي يې هغې ته يوه كليزه هم وركړې ده، چي انا هغه زموږ سر ته د كېږدۍ پر دېوال ټك وهلې ده.

زه په درسونو كي ډېره ښه يم، انا د غورځول شويو اعلانو پاڼي راټولي كړي او زموږ كتابونه يې پرې راپوښلي دي. هغه هره غرمه، مخكي له دې چي تياره شي، ما او زما مشر ورور كښېنوي او د ښوونځي كورنى كار راباندي كوي، ځكه په كېږدۍ كي يوازي دومره ځاى شته، چي په مټي زموږ د څنګ پر څنګ ويدېدو بس شي، لكه له كروگر پارك ځخه د تېرېدو پر مهال چي ويدېدلو، شمعي هم ډېري ګراني دي او انا مو تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چي بوټونه رانيسي، په پښو يې كړي او كليسا ته ولاړه شي. خو هغې ما او زما مشر ورور ته د ښوونځي لپاره تور بوټونه او رنگ رانيولى دى، هر سهار د راويښېدو پر مهال د كوچنيانو چيغي او بغاري وي او پر هغه نلكه، چي له كېږدۍ څخه دباندي ده، د خلكو ټېلې ټمبې وي، ځيني كوچنيان بيا د ماښام پاته شوى سوړسك په خوند، خوند خوري، زه او زما مشر ورور، چي بوټونه رنگ كړو، نو انا مو پر كټ كښېنوي، پښې مو راسمي كړي او زموږ بوټونو ته په غور وگوري، چي سم مو رنگ كړي دي، كه خراب.

 په كېږدۍ كي بل هېڅ كوچنى د ښوونځي كريميچ بوڼونه نه لري، موږ چي خپلو بوټونو ته گورو، نو داسي راته ښكاري، لكه موږ چي په خپل كور كي يو، چي نه جگړه شته او نه هم كوم بل چېري تللي يو.

ځيني سپين پوســتي خلــــك راغــلــي وو، چي په كېږدۍ كي د اوسېدونكو كډوالو عكسونه واخلي، هغوى ويل چي موږ فلم جوړوو، كه څه هم ما هېڅكله فلم نه دى ليدلى، خو بيا هم په دې اړه معلومات لرم.

 يوه سپين پوستې ښځه زموږ ځاى ته راننوته او له انا څخه مو يې پوښتني وكړې، يو سړى، چى په هغه ژبه پوهېده، د هغې پوښتني زموږ په ژبه تكرارولې:

_ تاسي له څه مهال راهيسي دلته اوسئ؟

_ څه شي؟ دلته؟

 انا وويل:

په دې كېږدۍ كي؟ له دوو كلونو او يوې مياشتي راهيسي.

_ د راتلونكي په اړه څه نظر لرئ؟

_ هېڅ نه، بس موږ همدلته يو.

_ خو ستا اولادونه؟

_ زه غواړم چي دوى زده كړه وكړي او ښه دنده او پيسې پيدا كړي.

_ ايا هيله لرې، چي بېرته به خپل ټاټوبي ته ولاړ شئ؟

_ نه، زه بېرته نه ځم.

_ لاكن چي جگړه ختمه شي، نو تاسي به د دې اجازه ونه لرئ، چي دلته پاته شئ، نو ايا ته به بيا هم ونه غواړې، چي بېرته خپل كور ته و لاړه شې؟

داسي راته څرگنده شوه، چي انا مي نور نه غواړي څه ووايي، ان تر دې چي د سپين پوستي ښځي پوښتني يې لا بې ځوابه پرېښودې، سپين پوستې ښځه موسكۍ شوه او زموږ لور ته يې مخ راواړوه، انا چي له هغې څخه مخ وگرځاوه، نو ويې ويل: ”نور مو هوري هېڅ كور مور نشته“.

انا دا ولي وويل؟ اخر ولي؟ زه خو بېرته ځم، زه به له همدې كروگر پارك څخه تېره او بېرته به ولاړه شم، تر جگړې وروسته چي داړه ماران ورك شي، نو ښايي مور مو هلته زموږ په تمه وي،كېداى شي، نيكه مو هم بېرته لار پيدا كړې وي، هغه چي موږ شا ته پرې ايښى و. ښايي هغه له كروگر پارك څخه ورو، ورو تېرشوى او بېرته خپل كور ته رسېدلى وي، هغوى ټول به په كور كي وي او زه به يې په ياد لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب