جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیانارنج او روغتیا

نارنج او روغتیا

سربېره پر دې چې د نارنج بېلابېلې برخې خوړل کزدای شي، يو درملز بوټی هم ګڼل کېږي.

د دغې مېوې له پاڼو، اوبو ، او دم کړې جوشاندې څخه دډېرو ناروغيو په درملنه کې ګټه اخيستل کېږي.
د نارنج اوبه پرېمانه ويټامين سي لري چې د خوړو خوند ورسر ه ښه کېدای شي خو نارنج د معدې، پوستکي ،عصبي سېسټم، د وينې دجريان او تنفسي سېسټم لپاره ګټوره مېوه ده حتی د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغيو لپاره ګټور ثا بت شوی دی. لکه چې وويل شول دنارنج اوبه ويټامين سي لري خو په ټو ل کې دنارنج ګټې او اغېزې په دې ډول رالنډولای شو:

  • که د نارنج له پاڼو چاې دم کړو اشتها ورسره زياتېږي او د هاضمې قدرت زياتوي دغه چای به سلګۍکمې کړي او قولنج هم له منځه وړي.
  • که د نارنج پاڼې په سيوري کې وچې کړو د هغو کسانو لپاره به ډېره ګټّه ولري چې هاضمه يې سمه نه ده پر دې سربېره د عضلو قوت ورسره زياتېږي او د ماشوم د خېټې درد ورسره کمېږي.
  • د نارنج دپوستکي دم کړي چای هم ډېرې ګټې لري د بېلګې په توګه که تر خوړو مخکې وخوړل شي اشتها ورسره ښه کېږي او د کولمو د مېکروبونو د ختمولو لپاره ښه دي.
  • ويل کېږي که د نارنج د ونې جرړې وچې او بيا د چای په ډول دم شي د کولمو د مېکروبو نو په ختمېدو ا و دقبضيت په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي.
  • دنارنج دګل دټولولو لپاره بايد يو لړشرايطو ته پام وشي دساري په توګه بايد دنارنج ګل سهار راټول او په تيارې اوسيوري کې وچ شي که له دغه ګلانو چاي دم کړو او ويې څښو دسټرس (روحي فشار) په ختمېدو کې ډېره مرسته کوي هغه کسان چې کمزوري اعصاب لري بايد له دغې جوشاندې ګټه پورته کړي .
  • تجربو ثابته کړې ده که دنارنج پوست په مخ ومښل شي دځوانکې يا اکنې (Acne) په درملنه کې مرسته کوي او پوستکی تاند او ځوان ساتي د پوستکي په ډېرو ماسکونو کې د نارنج له شيرې استفاده کېږي .
  • دنارنج شربت درګونو ترومبوز (په رګونو کې د وينې پرنډکېدل) لپاره ګټور ثابت شوي دي هغه کسان چې دوينې غلظت ېې ډېر وي هغوی ته سپارښتنه کېږي چې د نارنج شربت وڅښي .
  • د نارنج دغوټېو بويول د ذکام لپاره ګټور وي او دآنژين او ټوخي په معالجه کې تر ې استفاده کېږي .

خو دغه ترکيبات چې مونږ ياد کړل څه ډول ېې برابرولای شو:

  • دنارنج دپاڼې چاي: دنارنج يو ه پاڼه په يو ګيلاس جوش اوبو کې واچوئ او له څو دقيقو وروسته يې وڅښئ .
  • دنارنج پوستکی هم له دې وروسته چې ټو ټه مو کړ په يو ګيلاس اوبو کې يې دشلو دقيقو لپاره وايشوئ دغه چوشاند ه له ډوډۍ وروسته څښل کېږي .
  • پر دې سربېره نارنج پخولاي هم شئ يو سلامت نارنج په اوبو کې وايشوئ چې تريخوالی يې ولاړ شي لومړنۍاوبه يې وغورځوئ او بيا ېې دشلو دقېقو لپاره وايشوئ وروسته يې په يو ټوکر وچ کړئ او هر سهار يې په نهاره وخورئ.
  • د نارنج له شربت څخه هم استفاده کېداې شي د نارنج دشربت د ترلاسه کولو لپاره درې کيلو نارنج وايشوئ او تر دې چې نيمايي ته ورسېږي له هغه وروسته ېې ځګ (کف) راټول کړئ او بيا دبورې يا چينۍ په ګډلو سره شربت تيار کړئ.
  • نارنج نرۍ نرۍ پرې کړئ او بيا يې پر پوستکي د څو دقيقو لپاره کېږدئ دغه کار به ستاسو د پوستکي له سلامتيا سره ډېره مرسته وکړي البته دېرش قيقې ورسته خپل مخ پرېمينځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب