جمعه, مې 10, 2024
Homeروغتیاد خوب په هکله ځینې ټکي

د خوب په هکله ځینې ټکي

خوب د اوبو، هوا، او خوړو په اندازه د انسان لپاره اهمیت لري یعنې هماغه ډول چې د خوړو د کمښت له امله انسان ته سنونزې پیدا کیږي که ښه خوب هم ونه کړي ممکنه ده له مشکلاتو سره مخامخ شي داسې ښکاري چې د سټرسونو  او کم خوبۍ او بې خوبۍ ترمنځ یو تړاو موجود دی. په بله وینا کله چې ژوند له سټرسونو ډک شي انسانان خپل کراراو آرمښت له لاسه ورکوي اوپه نیتجه کې بې خوبه کیږي.

وروستۍ څیړنې د دې ښودنه کوي چې که بدن ښه او له سټرسونو لیرې وي په ځوانۍ کې شپږ یا اوو ساعته خوب ته اړتیا لرو هرڅومره چې د دغه خوب کیفیت ښه وي په راتلونکې ورځ کې به د وګړي ستړیا کمه وي.

نن سبا زموږ د هیواد اکثریت خلک د خوب له ګډوډیو سره مخامخ وي. دغه ګډو ډۍ ممکن په لومړي سر کې د ویدیدو ، یا هم دخراب خوب په بڼه وي ځینې کسان ښايي ډیره موده په بستر کې لټ په  لټ واوړي او خوب ورنه شي، ځینې نور له لنډاو کم خوب وروسته ښايي بیرته راویښ وشي اوبیا خوب ورنه شي او بالاخره ځینې نور شکایت کوي چې هرڅورمره خوب وکړي بیاهم پرکاله او کسل وي د سټرسونو په بحث کې خوب دسترس د ختمولو یوه لاره بولي هماغه ډول چې له نورو سره خبرې ،دمیړه او ښځې ګډژوند د یوشي خوړل ، تفریح او، دنورو منل او دنورو له لوري منل هغه خبرې دي چې دسټرس له کمولو سر ه مرسته کوي. که خوب هم په سموشرایطو سره و شي دیوه مهم عامل په توګه  دسټرس له کمولو سره مرسته کوي.

له فزیولوجیکي پلوه کله چې ېو کس دډیر فعالیت او سترس په حال کې وي د هغه زړه تر معمولي حالته ډیره وینه پمپ کوي  او ډیر کار کوي زړه هم اسراحت ته اړتیا لري او داسې ښکاري چې خوب هغه فرصت دی چې دغه تل فعاله غړی پکې داستراحت لپاره وخت پیدا کوي او تر نورو وختونو یوڅه ورو او آرامه کار وکړي  او دخوب په وخت کې زړه ته لازم استراحت ورکول کیږي ترڅوپه ویښه کې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي هغه کسان چې سپک او بې کیفیته خوب کوي په دې دلیل چې د ژور خوب پړا و ته نه ورځي  نو دویښې  دوخت سټروسونه اواندیښنې دخوب په وخت کې هم موجود وي او دغه ډول کسان په معمولي غږ له خوبه رویښیږي په دې ډول زړه نور نه شي کولاي چې ښه استراحت وکړي دغه ډول کسان د سختو سټروسونو له امله له خوبه خوند نه شي اخیستلاي اوله دې چې دخوب ژور پړاو ته لږ ننوځي نو دښو او خوندوروخوبونو له کتو هم بې برخې  وي دغه کسان ډیر دخپل کار او دندې بیلابیل حالتونه په خو ب کې ډیرګوري  .

نن سبا سیالۍ، تجمل پالنه ، دعاطفي او رواني محرومیتونو ارضاکول چې د ډیرو کسانو په ژوندکې لیدل کیږي د ډیرو کسانو د خوبو نو موضووع جوړوي  کله چې یوڅو ک درواني ناروغیو دمعالجې دفترونو ته ځي  کله چې ووايي نن یې ښه خوب لیدلاي دی دغه پیښه په دې معنې وي چې دسټرس دکمیدا  رودې اثر کړی دی  نو په دې ډول خوب د سټرس دکمولو دښه عامل په توګه کار کولاي شي  ددې لپاره چې ښه ویده شئ ځینې سپارښتنې درته لرو:

د خوب کولو وخت باید معلوم او ټاکلی وي داسې ښکاري چې زونږ بدن د هغو ساعتونو په وړ اندې ډیر حساس دی چې خوب ته ځوپه بله وینا داچې تاسې یوه ورځ په لسو بجو اوبله ورځ په دولسو بجو ویدیږي او کله هم په دو بجو بسترې ته ځئ  په دې ډول بدن د ویدیدا ځانګړی وخت  نه پيژني او په دې ډول په خاص وخت  په ویده کیدا نه روږدی کیږي  کله چې تاسو یو خاص وخت دویدا کیدا لپاره په نظرکې ونیسئ ورور  به بدن پوه شي چې کوم ساعتونه دویدیدا دي او هغه به ځان دخوب لپاره چمتو کوي .

 هڅه وکړئ په یوځاي کې وید ه شئ که په کټ کې څملئ تل هماغلته ویده شئ  او که په ځمکه څملئ تل هممدغه ځاي خوښ کړئ څیړنو ثابته کړې ده چې د خوب لپاره غوره وخت دشپې له دولسو بجو دسهار ترا شپږو یا اوو بجوپورې وي البته دا دیو ه لوي کس لپاره ټاکلی وخت دی چې  دورځې هم لږ ویدیږي که هڅه وشي  دشپې له دولسو  دسهار ترشپږ ویده شي  په دغه کس کې به تاندوالی او غوړیدلاي حالت له ورایه څرګند وي کله چې له دولس بجووروسته بسترې ته ځې باید دهرساعت ځنډ دجبران لپاره  په ورځ کې دوه برابره ویده شئ  ترڅو کم خوبي جبران شي د مثال په توګه یو وګړی د دې لپاره چې دولس بجې ویده شي هغه د شپې په دریو بجو ویدیږي هغه بایدله شپږو یا اوو بجو وروسته  شپږ ساعته نورهم ویده شي ترڅو  دمخکینۍ ورځې کم خوبې او مشکلات جبران شي ډیرځله دغه اضافي خوب هم ستوماني او کسالت نه جبرانو ي ځکه خو باید یوبالغ کس  په د ولسو ویده شي او په شپږوراپاڅي .

 غوره ده د ویښیدا وخت په دقیق ډول وټاکئ ډیرو کسانو عادت کړی دی چې هره شیبه ساعت ته ګوري چې ویده پاتې نه شي دغه اندیښنه په خپله دخوب کیفیت ته تاوان رسوي هماغه ډول چې پوهیږئ  له هغه وروسته چې مونږ ویده شو نو یونیم ساعت وروسته ژور خوب ته ځو  که مضطرب کس هره شیبه له خوبه راپاڅي ابیرته ویده شي نو  خوب ژور پړاو ته د ورتګ په وخت له ستونزو سره مخامخیږي چې دغه چاره په خپله ډیره ستونزې پید اکوي د دغې اندیښنې د ختمولو لپاره د موبایل یا ساعت په شمول له ډاډمنې وسیلې استفاده وکړئ.

 که دخوب ستونزه لرئ غوره ده سپورټ دماردیګرله پلوه وکړئ که له سپورټ مخکې سپک خواړه وخورئ ښه به وي او له ورزش وروسته غوره ده حمام وکړئ دغه کاره به له تاسو سره مرسته وکړي چې ښه ویده شئ.

  او بالاخره وروستۍ خبره دا چې دخوب په وخت په بستر کې خوراک ،مطالعه او دټ لویزون د کتلو په شان فعالیتونه ستاسو خوب کمو ي کله چې بسترې ته لاړشئ نو ویده شئ.

ډاکتر عیسي ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب