تاند– د تکزاس پوهنتون ځیړنې د دې ښودنه کوي چې خلک احساسي خبري په کیڼ غوږ ښه اوري او ژرغبرګون ښيی.
انډیپنډنټ ورځپاڼه په دې هکله لیکي، کله چې احساسي کلمې د وګړو په کین غوږ کې زمزمه شي تر ښيي غوږه ښه غبرګو ن ښیي.
دغه څیړنې د امریکا سام هوستون پوهنتون ترسره کړي دي.
نیورولوژست او د دغې ډلې مشر تيو چونګ سیم په دې هلکه وايي، د دغو څیړنو نتیجې تاییدوي چې د مازغو نیمايي ښی اړخ له کیڼ غوږ سره ارتباط لري ځکه نو احساسي خبرې په کیڼ غوږ ښې اوریدل کیږي.