جمعه, مې 10, 2024
Homeروغتیاپه دوو ژبو خبرې کول د ماغزو ساتنه کوي

په دوو ژبو خبرې کول د ماغزو ساتنه کوي

تاند- د نویو څیړنو نتیجې د دې ښودنه کوي چې که انسان په دوو ژبو پوه وي نو د عمر له زیاتیدا او د مازغو له ساتلو سره به یې مرسته شوې وي.

کانادايي څیړاند وايي هغه ماشومان چې له ماشوموالی په دوو ژبو خبر ې کوي د هغو کسانو په پرتله چې په یوې ژبې خبرې کوي لږ د ماغزو په کمزورتیا اخته کیږي.

پر ماشو مانو مخکینیو څیړنو د دې ښودنه کوله چې که ماشوم په دوو ژبو خبرې کوي د هغوی خلاقیت به هم ورسره زیات شي خو پر دوو ژبو د پوهیدا اغیز تر اوسه نه و جوت شوی.

په یوسلو پنځوسو کسانو دغه څیړنه شوې ده چې نیمايي پکې په دوو ژبو او نورو په ېوې ژبې خبرې کولې.

هغو چې په دوو ژبو خبرې کولې تر نورو زیات ېې د خبرو په وړاندې غبرګون وښود او مازغو ېې ښه کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب