جمعه, مې 10, 2024
Homeروغتیاپه لږ سوپ ډوډۍ پیل کړئ

په لږ سوپ ډوډۍ پیل کړئ

تاند– په  لږ سوپ د خوړو پیل ممکنه ده تر لاسه کیدونکي کالوري کمه کړي. (سي بي  سي) په یوه راپور کې ویلي دی څیړاندو د پنځو اوونیو لپاره په یوې څیړنې کې چې پر شپېتو۶۰ نارینه وو او ښځو یې کړي دي دغه نتیجه ترلاسه کړې ده.

  دغو څیړاندوپه څلور اونیو کې دغو شپیتو کسانو ته لومړی د سبزیانو سوپ ورکړل پنځلس دقیقې ورسته به ېې ګډون کونکو ته یو ډول مکروني او،پنیر او دسرو بانجاڼو سوپ ورکړی ؤ بیا یې دپرتلې لپاره د یوې اونۍ لپاره سوپ ورنه کړ ددغې ډلې  څیړنو وښودله په دغو برخه والو کې تر لاسه شوې کالوري دسوپ په خوړلوسره  دخوړلوپه پیل کې ۲۰۰ فیصده کمه شوه . نو دا دکالورۍ دکمولو لپاره تر ټولومناسبه لاره ده او په دې ډول به وزن هم کم شي دسبزیانوسوپ  معمولاً ډیر حجم لري او  ژر د مړیدا احساس کوي په دې ډول سړ ی لږه ډو ډۍ خوري او هغه خواړه چې له سوپ څځه وروسته خوړل کیږي نو کمه  خوړل کیږي.

دپام وړ ټکی دا دی چې هغه سوپ چې باید وخوړل شي غوړ یې کم او کالوري ېې په ټیتې سوې وي او کوچ او نور غوړ مواد پکې وانه چول شي.

ډاکتر عیسي ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب