یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeادباهل او نااهل | ساده حيدرخېل

اهل او نااهل | ساده حيدرخېل

د کار‌ اهليت پېژندل دوه پړاوونه لري، يو مخکې له کاره او بل په عملي ډول د کار په جريان کې. خو لومړی پړاو ډېرمهم دی، که يوڅوک د کار اهلیت د پېژندنې په لومړي پړاو کې پاتې راغی نو دويم پړاو ته لاره نه شي موندلی. کله چې يوڅوک د کوم کار لپاره غوره کېږي نو لومړی يې د همهغه کار او مسلک په اړه د زده‌کړو او تجربو سندونه کتل کېږي او رسمي خبرې اترې ورسره کېږي، که له دې پروسې بريالی ووت، وټاکل شو نو د کار ‌اهليت د پېژندنې (دويم پړاو) يا د کار د ترسره کولو لپاره شين څراغ دی. کله چې په کار پيل وکړي نو دا وخت يې دويم پړاو په عملي ډول پيل شي دا نو داسې وخت دی که په غوره شوي کس کې په رېښتني توګه د کار ‌اهليت نه وي يعنې له لومړي پړاوه په وسطه- ربطه تېر شوی وي نو اوس مالومېږي، که اهل و نو په ورسپارل شوي کار کې حتمي بريالی کېږي خو که نااهل و نو يا به خپل کار پر بل چا اچوي او يا به په څو ورځو کې له کاره وتښتي.

ساده حيدرخېل

خبره په عموم کې د اهليت په اړه روانه ده، که په ځانګړې ډول خاصو هنرونو، مسلکونو او کارونو ته راشو او پر دې خبره وکړو، چې څنګه يوڅوک پېژندلی شو، چې د ورسپارل شوي يا نيول شوي مسلک/ کار‌ اهليت لري او که نه؟ 

ترځواب مخکې يو مثال وړاندې کوو: يو کس د مجسمه‌سازۍ ماهر دی، د دغه هنر په ټولو اړخونو حاکميت لري خو د خوښې او ذوق برخه يې يوازې د تاريخي مجسمو جوړول دي. يعنې د داسې اشخاصو مجسمې سازوي چې د مجسمو له څېرو او نښو نښانو د اشخاصو اړوند زمانه، فرهنګ، سياست، دين، تاريخ او… مالومېږي. ده د لرغوني زمانې څو مجسمسې سازې کړې او نندارې ته اېښي دي. عام خلک په مجسمو کې نښې نښانې وينې خو له دغو نښو نښانو د مجسوم د زمانې تاريخ، فرهنګ، سياست، دين او… نه شي مالومولی. همدغو مجسمو ته يو داسې مجسمه‌ساز راځي چې په مجسمو کې د حاضرې زمانې نښې نښانې پېژني خو په لرغونو نښو يې نه پوهېږي، مجسمې ګوري، خو د نورو عامو خلکو غوندې دی هم حيرانېږي، زړه يې غواړي، چې د مجسمو له نښو د مجسوم حالت مالوم کړي خو پوره سر يې نه پې خلاصېږي، ځکه چې په مجسمو کې د حاضرې زمانې نښې نه وي. نو په پای کې وايي چې؛ دا مجسمې لکه څنګه چې لازمې وې هغسې نه دي سازې شوې، هسې يو ډول څېرې يې سازې کړې او بس.

موږ پوی شو، چې دويم مجسمه‌ساز په مجسمو کې يوازې پرهغه نښو نښانو پوهېږي کومې چې د حاضرې زمانې ارزښتونه بيانوي خو د مجسمو په قدمي ارزښت نه پوهېږي، يعنې په مجسمو کې په هغو نښو نښانو نه پوهېږي کومې چې د مجسوم قدامت او د مجسوم د زمانې اړند قدمي ارزښتونه بيانوي نو ويلی شو، چې په بشپړه توګه د مجسمه‌سازۍ اهليت نه لري او لومړی مجسمه‌ساز په خپل مسلک کې پوره ماهر دی.

په همدې ډول د شعر هنر هم درواخلی. مثال وړاندې کوو؛ يو ښه او تکړه شاعر راپورته کېږي، د کاظم‌خان پر شعر نیوکې کوي، وايي چې شعر يې سخت دی، داسې کلک الفاظ يې پکې کارولي، چې د کلمو وزم يې خراب کړی، داسې کنايې او استعارې يې کارولې چې خلک خو پرېږده ان تکړه تکړه شاعران هم نه ورباندې پوهېږي نو کاظم‌خان داسې شاعر نه دی لکه څنګه چې پکار و.

اوس خبره دا ده چې دا تکړه شاعر اصلاً د کاظم‌خان د شعر سبک نه پېژني، په دې نه پوهېږي چې شيدا په کوم سبک کې یې شاعري کړېده؟ د کاظم‌خان په شعر کې د ده پر ځانګړو تشبهاتو، سمبولونو، استعارو او… نه پوهېږي. 

پکار ده، چې انتقادي شاعر د کاظم‌خان د شعر په ټولو اړخونو ځان پوی کړی او پر دې هم ځان پوی کړي، چې اصلاً کاظم‌خان د کومو موخو لپاره شعر ویلی؟ او د موخو په ګوته کولو وروسته د موخو په اړه هم پوره ځان پوی کړي، کله چې دا کارونه وکړي بيا د کاظم‌خان په شعر پوهېږي او کولی شي چې نيوکې هم ورباندې وکړي او خپلې نيوکې په مناسبو دلايلو او منطق ثابتې هم کړي.

په همدې ډول د بل هر شاعر شاعري او هر ډول هنرمند هنر حساب کړی. اوس به مو د پورتنۍ پوښتنې ځواب پيدا کړی وي چې، څوک څنګه د چا مسلکي اهليت پېژندلی شي. مطلب داچې په پورتني مثال کې انتقادي شاعر د کاظم‌خان شيدا پر شعر د نيوکو اهليت نه لرلو، په همدې دول د نورو هنرونو حساب هم کړی.

دانايان به د رحمان په قال پوهېږي

دلته کار د هر نااهل نادان نشته.

۲۳ جدي ۱۳۹۸

حيدرآباد

ماخذونه:

۱- د رحمن بابا ديوان، سافټ کاپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب