تورسپين ببر ویښته یې له قیدکه راوتلي و. ټیکری یې په غاړه کې پروت و. د پوړني پیڅکه یې په دواړو لاسونو نیولې وه. ویښته یې باد ته رپيدل، له ځان سره بڼیده:
« په دغه لاره یې یووړ …پسې نه ورغلم….ناروا…نه پریښودم…»
غږ یې لوړ کړ:« ولې نه ورتلم ….»
لور یې لوڅې پښې کوڅې ته پسې راووتله دا یې له مټه ونیوله کور ته یې کش کړه. نجلۍ له جګه اوبه ورواخیستې ګولۍ یې د مور پر ژبه کیښوده بیا یې سر ور هسک کړ اوبه یې پرې وڅښلې.
مور یې ورته وویل:
« زه رکه روغه یمه په ما هیڅ نه دې شوي»
لور یې په نیولي غږ ورته وویل:
« ښه یې خود ښه یې بیخي ښه یې»
-کاشکي مې خدای پاماني ورسره کړی وای
لور یې د دې شاته بالښت سم کړ:
-سر کیږده
ښځې پښې وغځولې. د نجلۍ پلار دروازه پرانیسته، پر شونډو یې ګوته کېښوده، لور ته یې اشاره ورکړه چې پسې ورشي:
– بیا بې حاله شوې؟
-کوڅې ته وتلې وه هغه د خدای پاماني خبره یې کوله
پلار یې تندی وموښه. پورته یې وکتل:
-خو څو وارې مې درته وویل چې ور خلاص مه پریږده
لور یې په وچو سترګو پلو تیر کړ، پلار په غېږ کې ونیوله:
-ښه کیږي له خیره سره چې دا ځل د ډاکټر دوا خلاصه کړي بیا یې وګوره
-نن یې ویل زه ښه یم دوا مه راکوه
-پام کوه دوا یې قضا نه کړې
په کوټه کې غږ شو. پلار او لور ورمنډې کړې، ښځه په خوب کې غږیده. سړي پر دیوال د خپل زوی کوږ عکس سیخ کړ، بیرته یې عکس له میخه وایست، ووت.
لور یې پسې ورغله:
-دادا عکس بیرته کیږده سهار یې غالمغال کاوه چې عکس چا لرې کړی بیا ما ځوړند کړ
-چې دغه ګوري نور یې هم زړه تنګیږي
نجلۍ لاس وراوږد کړ، پلار پټه خوله عکس ورته ونیو.
پای