پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeاداکبر بری

اکبر بری

ښاغلی اکبر بری د ١٣٣٥ ل کال د وږي (سنبلې) د مياشتې په څوارلسمه نېټه د هلمند ولايت د ګرشک په ولسوالۍ كې زېږيدلی ، لومړنۍ زده کړې  يې د لشکرګا په ښوونځي کې سرته رسولي،منځنۍ  زده کړې  يې هم د همدې ښار په لشکرګاه ليسه کې كړې دي، وروسته له خپلې کورنۍ سره لومړی د لنډې مودې لپاره کندز او بيا کابل ښار ته ولاړ ، هلته په ١٣٥٦ ل کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي ته شامل شو .

په ١٣٥٩ ل کال کې له نوموړي پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته  پاکستان ته مهاجر شو .د  ١٩٨١ عيسوي كال د اکتوبر په مياشت کې جرمني ته ولېږدېد. په جرمنې کې يې د زارلنډ پوهنتون  د الماني ژبې له کالج څخه د الماني ژبې سند تر لاسه کړ .

اکبر بری له ١٩٩٧ څخه تر ٢٠٠٢ ز کال پورې  پنځه کاله په انګلستان کې استوګن شو، هلته يې هم د لفبرا پوهنتون له کالج څخه د انګريزي ژبې د فراغت سند تر لاسه کړ ، نوموړی  اوس له خپلي مېرمن او درو ماشومانو سره  د جرمني د زارلنډ ايالت په مركز زاربروکن کې اوسيږي.

اکبر بري خپله لومړنۍ لنډه کيسه په ۱۳۵۵ كې په لشكرګاه كې وليكله خو شاعري يې تر دې درې كاله مخكې پيل كړې وه .ښاغلی بری له ١٢٥٢ لمريزكال څخه راپه دې خوا د هيواد له مطبوعاتو سره ادبي همکاري کوي ، دده ګڼ شمير لنډي کيسې او شعرونه په افغاني مطبوعاتو کې چاپ شوي دي. دكتاب په بڼه د ښاغلي بري دا آثار خپاره شوي دي:

١ _ مساپر                      شعري ټولګه                                ١٩٩٧

٢ _ سوالګر                    د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه                ١٩٩٨

٣ _ نکل                        د لنډيو کيسو دوهمه ټولګه               ١٩٩٩

٤ _ د سپوږمۍ سترګه        د لنډو کيسو دريمه ټولګه                   ٢٠٠٤

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب