پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاحتمال شته چې څو ملیونه افغانان په کورونا اخته وي

احتمال شته چې څو ملیونه افغانان په کورونا اخته وي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۹) د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو له څرګندونو او په ټولنیزو رسنیو کې له فوتي اعلانونو څخه ښکاري چې په دې هیواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ممکن ملیونونو ته ورسېږي.

د کابل ولایت والي محمد حنیف یعقوب حیدري وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، ممکن یوازې په کابل کې یو ملیون تنه په کورونا وایرس اخته وي خو اکثره خلک روغتونونو ته نه ځي.

ده زیاته کړه «په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر زموږ له تصوره زیات دی، ښايي په کابل کې تر یو ملیون ډېر وي؛

د کابل ولایت والي محمد حنیف یعقوب حیدري

بشري ناورین پېښ دی او همدا اوس مشکوکې مړینې وینو او ځینې کسان خپل مړي د شپې له خوا خارو ته سپاري.»

د کابل والي دا څرګندونې د روغتیا وزارت له غبرګون سره مخامخ شوې او ویې ویل چې دې وزارت د کورونا څه باندې ۲۰ زره مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د روغتیا وزارت په یوه ورځ کې یوازې له ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ تنو د کورونا ټیست نتیجه معلومولی شي.

خو یوازې د کابل والي نه دی چې د عامې روغتیا وزارت تر شمېرنو د کورونا په ځلونو د زیاتو پښو یادونه کوي تر دې وړاندې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویندوی ویلي و چې د دغه ولایت نیمايي نفوس په کورونا وایرس اخته دی.

تاند په څو ښارونو او د څو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې له خلکو سره خبرې کړي او ګڼو ورته ویلي چې کابو ټول په یو نه یو ډول د کورونا وایرس نښې لري.

ډېرو پوښتل شویو ویلي چې په پیل کې یې ګومان کاوه چې زوکام دی، ځینو نورو د محرقې شک کړی خو د پوښتل شویو کسانو له څرګندونو داسې ښکاري چې اکثره په کورونا وایرس اخته دي چې پر بېلابېلو انسانانو متفاوت اغېز کوي.

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي احمد (نه یې غوښتل چې بشپړ نوم یې خپور شي) تاند ته وویل«ډریور مې راته وویل چې لږ زوکام دی، ۳ ورځې رانغی، په څلورمه ما حال پرې واخیست، د کورنۍ غړیو یې راته وویل چې مړ شوی دی. ما فکر وکړ د دې لپار چې هغه ډېر چاغ و ممکن د زړه په حمله مړ شوی وي. څو ورځې وروسته زه او د ۱۳ کسیزې کورنۍ ټول غړي مو زوکام شول. د ځینو سختې تبې هم کېدې. ځینو سردردي لرله، د چا ستوني درد کاوه….. په دې پوی شوم چې ولا ټول کورونا یوو، خو له ډاره ډاکتر ته نه شوای تللی ځکه چې بیا یې بستر کولو.»

د کابل ښار د خوشحالخان مینې یوه اوسېدونکي (رحمت – نه یې غوښتل چې بشپړ نوم یې څرګند شي) وویل «زموږ ټوله ۸ کسیزه کورنۍ لا هم کورونا ده. ۱۱ ورځې کیږي. د اولو ورځو په نسبت اوس ټول ښه یوو خو لا هم زما د مور نرۍ تبه نه ده پرې شوې.»

د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کورونا وایرس د خپرېدو په لومړیو کې لا ویلي و چې ممکن په افغانستان کې تر ۲۵ ملیونو پورې خلک په کورونا اخته شي.

دوی په دې خاطر کورونا تر بل هر هیواد د افغانستان لپاره خطرناکه بلله چې افغانان روغتیايي اصول او طبي سپارښتنې نه رعایتوي.

د کابل والي ښاغلي حیدري هم دې ټکي ته په اشارې وویل، په اکثرو دولتي ادارو کې مامورین له ماسکه کار نه اخلي او ټولنیز واټن نه رعایتوي.

له بلې خوا د افغانستان روغتیايي امکانات تر بل هر هیواد کمزوري دي. له هغه راپور سره سم، چې په ۲۰۱۹ م کال کې خپور شو، افغانستان ۱۷۲ روغتونونه لري او د هرو ۱۰ زره تنو لپاره یوازې ۴ ډاکتران لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب