ډاکټر سمیع الدین ارمان
عنایت الله ضیا “ماځیګري سیوري” کښې اوه ویشت، “ټالونه” کښې درویشت او “لېونے پۀ شیش محل کښې” کښې اتۀ پنځوس افسانې لیکلي دي. دا درې واړه ټولکې پۀ یو ځاے د “زما افسانې” پۀ نوم هم چاپ دي. د زما افسانې ټايټل/مخ پاڼه یو ځان له افسانه یا د افسانو افسانه ده. دا د پکټورل شارټ سټوري/انځوریزې افسانې یوه پۀ زړۀ پورې تجربه ده. یوه تختۍ ده. پۀ تختۍ “زما افسانې” عنوان د متن پۀ توګه پۀ بیل بیل حرف لیکلے شوے دے. پۀ ظاهره دا یو عام خبره/اقدام ښکاریږي خو کۀ د افسانوي دانش پۀ حرکیاتو ورته ځیر کېږو نو متعدد معنې ترې نه زېږون اخلي. سپینه تختۍ یو علامت دے. تور لیکل پرې بل علامت دے. جدا جدا حرفونه پۀ یو داسې ترتیب لیکل چې د متن تاثر ورکړي یو بل علامت دے. بیا پۀ تختۍ عموماً چې سر ئې پۀ لاس کښې نیول کېږي او لیک پرې د لاندې ښې اړخ نه لیکل کېږي خو دلته داسې نۀ دي بلکې د تختۍ د سر نه پۀ ښي اړخ لیک ثبت دے! ګویا لیک، قلم او سیاهي کۀ جهاني علامتونه دي دومره لوړ چې سپېځلے قران هم خپل پېل د دې علامتونو نه کوي او د تاکید لپاره پۀ دې علامتونو نه صرف قسمونه خوري بلکې د تکرار صورت هم وربخښي. دا افسانه د دغه عالمي علامتونو پۀ جهان کښې خپل پښتون صورتحال څرګندولو لره یوه واقعاتي بڼه د “تختۍ” راوړي. زما پۀ خیال د خپل چاپېرچال نمایندګۍ لره دا یو زورور علامت دے. دا د خپلې ټولنې یو کېنوس دے. پۀ دې کېنوس دا د عمومي اړخ نه اپوټه جدا جدا لیک او هغه هم د متن پۀ پېشکش کښې یوه بله زوروره څرګندونه کوي. هغه دا چې دې ټولنې ته دا تختۍ د عمومي چلن نه جدا نیولې شوې ده! دوي ته کُل د ټکړو پۀ شکل کښې داسې ورکړے شوے دے چې هغه نۀ د دوي خپل دے او نۀ د علم د دیانت مطابق دے بلکې د یو چا افسانې دي! خو د لېنګوېج انجنیرنګ ماهرینو دلته “زما” ټکے پۀ هغه معنې پکارولے دے کوم چې “زما” بېخي نۀ دے! پښتانۀ د شفوي روایت پۀ قبیلوي/کوچیاني/زراعتي مراحلو کښې رالوے شوے یو لرغونی قام دے. خپله ژبه او خپل اقدار لري. خپلې پرګنې او خېلونه لري. خپل وسایل او جغرافیه لري. دا جغرافیه د وسایلو د خزانو نه ډکه ده. دوي د لیک لوست د زوره نۀ وو خبر! دوي لکه د لرغوني قامونو “ژبه” نه صرف د ابلاغ بلکې د وعدې او د کلتور یوه فریضه او کوټلې پېمانه ګڼله او پالله. چې د غېرو دې خاورې او وسایلو ته پام شو نو پۀ بېلابېلو طریقو ئې دلته پښې خښې کړې او د دې خاورې د بچو ازاد سپین صفا فطرت/جوړښت ورته لکه د یوې سپینې تختۍ ښکاره شو. دې بهرنو راغلو يلغرګرو دوي ته خپل ځان داسې وروپېژندو چې مونږ مو خېرخواه یو. مونږ تاسو ته د ژوند/علم/پرمختګ چل درښودلو لره راغلې یو. د راتګ سره د کور مالکان شو او د مالکانو تشخص ئې د علم پۀ دوه مخیز اساس د سیاست پۀ لاس داسې تور کړو چې نړۍ کښې ئې تر دې دمه ساري نشته! خپلې افسانې راته حقیقت او زمونږ حقیقت ئې افسانې کړلې.
دا رنګ اقدام لا تر دې دمه دوام لري. کۀ پښتانۀ د نوي سیاسي او ریاستي مکانزم د لاندې تقسیم تقسیم شول. د ټکو پۀ ځاے پۀ تورو کښې بدل کړې شول خو دوي اوس هم خپل د یو کُلي شتون معنې پۀ خپل ټکړې ټکړې متن کښې رانغښتې دي. نیزدو زمانو کښې د پښتنو د تقسیم در تقسیم عمل نه پس د دوي تاریخ، وسایل، شناخت او جغرافیه د نورو غېرو پۀ واک کښې ده. د نورو غېرو واک د دوي د اساسي شتون په مرۍ غلے شوے دے.
“ز م ا
ا ف س ا ن ې”
یو بل دا معنویت هم رازېږوي چې زما نه مراد د پښتون کُلي نمایندګي شي ځکه چې “زما” کښې د ملکیت تړون دے نو افسانې به ئې پۀ یو وخت د تاریخ او حال څرګنده هنداره شي. دا رنګ دا متن د پښتو پۀ نمایندګۍ پۀ موجوده تحریري جهان کښې د خپل صورتحال داسې وکالت کوي چې زۀ ټُکر ټُکر یمه، د خپل مقام پۀ شتون کښې درزونه لرم. د بلواکۍ زورتیا زما هیئت بدل کړے. رسم الخط بدل کړے. زما پراخه غږونه ئې پۀ خپله تنګه مرۍ کښې پۀ زور ننباسلې دي. دا بلواک خو زما اوازونه هم نۀ لري نو زما د ټکو پۀ شا زما د مخ ادراک به څۀ وکړي؟ او زما نمایندګي به څۀ وکړي؟ خو د دې هر څۀ باوجود زۀ پۀ شلېدلي هډونو تر دې دمه د خپل شتون ګواهۍ کښې صراحت هم کووم مزاحمت هم کووم.
یو څوک دا بیخي نۀ شي وئیلے چې ارمان د دې انځوریزې افسانې نه پۀ زور معنې راوباسي ځکه د معنې سائنس خپل لوازمات لري. ژبه دا سائنس قابو کوي. یو ټکے یوه متبادل معنی ورکوي. بله د نشاندهۍ معنی ورکوي. بله سیاقي معنی ورکوي. بله متعلقاتي معني ورکوي. بله د ژبنیز اساس پۀ تړون معنی ورکوي. دا رنګ جمله هم متعددې معنې ورکوي. بیا متعدد جملې متعدد معنیو سره سره یو ډسکورس هم ورکوي. ژبه خو ریاضي هم د مروج معنو نه پۀ نورو معنو اخیستلو مجبوري لکه “زیرو” د هیرو متضاد، لکه چارسو بیس د غل معنی کښې، لکه سل او زر د کثرت معنی کښې لکه مسټر ټېن پرسنټ د کمیشني معنی کښې! د معنې د جوړښت سائنس د امثالو جهان، مادي جهان او ذهني جهان پۀ یو پېچیده تعامل کښې د خودرو او خودکاره نظام پۀ شان مخ پۀ وړاندې بیایي. دا خبره کۀ مونږ پښتنو لپاره نوې وي نو باید د نوي والي پۀ اساس ئې د توجه نه ونۀ وغرځوو. پۀ پرمختللې ژبو کښې world of forms and ideas, او بل Physical world او بل Mental world د ژبې د معنې پېداواریت کښې literal, denotative, collocative, Connotative, utterance او دا رنګ نور کلاسیفیکېشنز کوي. بیا د جملې پۀ باب هم دا عمل کوي. او د دې نه پس د ډسکورس مرحله راځي. کله چې بیا د ژبې یوه بله مرحله کښې یو ادبي ژانر خپل واک وکاروي او یو لیکوال خپل تخلیقي دانش وکاروي نو دا بیا د معنې نور تړلي قسمونه راوزېږوي. لکه د افسانې د ژانر څۀ ماقبل تعینات prededterminations شتون لري. څۀ افسانه لیکونکے یو رخ ورکړي. څۀ متعلقه ژبه ورسره تلازمات وتړي. څۀ د دې سره تړلې تاریخواله خپل اثر پرېباسي نو بیا دغه شان متعدد معنې پۀ استدلال راڅرګندې شي د کومو نه چې څۀ ما بره کرښو کښې ذکر کړې.
ـــــ
نړیوالې افسانې چې د داستان او ناول نه ځان رابیل کړو او خپل شناخت ئې مسلَم کولو نو تر د نوے/جدید افسانې پړاو ئې د تعریفاتو ارتکاز کښې فني رغښت محض د ټکو پۀ شمار ودرولو. روایتي افسانه د زرو ټکو نه واخله تر د اووۀ نیم زره ټکو یا پۀ یو بل معیار د زرو نه تر د پنځلس زرو پورې ودرېدو. کومه افسانه چې د زرو نه هم پۀ لږو ټکو مشتمله وي نو هغې ته short short story ووئیل شو. چې د درې سوو پورې ټکي ورپکښې وي نو هغې ته فلېش فکشن او کۀ د درې سوو نه هم لږ وي نو بیا ورته مایکرو فکشن وئیل کېږي. دا رنګ د ماهیئت پۀ لحاظ دا یون لاندې ثبت شوي مشهور قسمونه مروج کوي.
1.فېبل Fable هغه افسانې ته وئیل کېږي چې ورپکښې اساطیري عالم، حېوانات د فطرت قوتونه پۀ یو داسې بڼه وبوڼل شي چې خامخا یوه اقداري نتیجه ولري.
2. فلېش فکشن Flash Fiction هغه افسانه چې نهایت ئې تر د درې سوو ټکو جوړښت کښې داسې وبوڼلې شي چې پلاټ او کرکټر ورپکښې روایتي نۀ وي مبهم وي. او اکثر وبیشتر مرکزي بیانیه ئې پۀ یو حېرت منتج شي.
3. مني ساګا Mini Saga هغه افسانه چې مطلق د پنځوسو ټکو جوړه وي. او جوړښت کښې ئې پۀ یو نه یو صورت محض د قیصې عنصر وي.
4. وینیټ Vigentte هغه افسانه چې هېڅ پلاټ نۀ لري. د یو منظر/واقعې/خاطرې داسې بیانیه وضاحت وي چې د یو خیال/کردار مهم اړخ څرګندوي.
5. ماډرن شارټ Modern short story هغه افسانه چې بیانیه اسلوب کښې د یو وګړي تجربه تجسیموي/تحریروي. خودکلامي او سټریم اف کانشسنس د دې قسم مشهور تکنیکونه/اوزار دي.
6. پوسټ ماډرن شارټ ستوري Post Modern short story هغه افسانه چې نیمګړتیاوې او تضادات ئې د حاشیې پۀ ځاے پۀ مرکز وي او یو غېر معلوم راوي ورپکښې د متن/ماتن/لوستوال د پېجیده تړون اړخونه راسپړي.
7. میجکل ریئلسټ افسانه Magical Realist short Story هغه افسانه چې موضوعاتي بڼه ئې تصوراتي وي او د خوبونو نړۍ یا “فېنټسي” سره تړلي موضوعات راوړي.
8.مینمل Minimalism هغه افسانه چې د کردارونو بلاواسطه اېغه نېغه پېرایه کښې بغېر د پلاټه یوه ایجازي اظهاریه وي.
9.د شپږو ټکو افسانه6Character short story دا هغه افسانه وي چې ټکي ئې محض شپږ وي او د قیصۍ یوه خاکه د “خالي ځایونو” “رموز و اوقاف” او د کُلي مفهوم د ماقبل علم په زور راجوړوي.
10.ټوېټرېچر Twitterature هغه افسانه چې نهایت ئې د ټویټر پۀ یو ټویټ یعني دوه سوه او اتیا کرکټرز د سپېسز سره وي او د افسانې پۀ یو نه یو جوړښت منطبق کیږي.
د دې نه علاوه هم نور تقسیمونه شته خو زیات تره ئې هم د دې بیان شويو سره تړلي دي. د اوسني نفسیاتو غوره پکاروَنه د سوشل میډیا اېپس نه کېږي. پۀ ټویټر زیات نه زیات د یو ټویټ دا شمېره، دا پۀ فېسبک د یو پوسټر/بیک کلر سره دا د یوسل دېرش کرکټرز شمېره د ټک ټاک دا متعین وخت د دې دور د زغل پېمانې دي او دا د شماریاتي څېړنو پۀ اساس مروج شوي دي. دا کۀ یو خوا د مزاج/طبیعت د رعایت خیال ساتي نو بل خوا د دې پکارونې نه د مزاجونو پېمانې هم رغولې کېږي. دا تمامي بحث مې د دې خبرې د روښانه کولو لپاره ثبت کړو چې د پښتو افسانې سل کلن بهیر زیات تره پۀ یو قسمه چلن کښې روان پاتے دے. ډېر لږ لیکوالان داسې دي چې هغو پښتو افسانه د نړیوالې افسانې سره د سیاله کولو هڅې کړي دي. پۀ دې کښې یو روښانه نوم د عنایت الله ضیا دے. هغۀ پۀ شلګونو داسې افسانې ولیکلې چې د نوې نړیوالې افسانې او د هغې نه پس راغلي ټولو پړاوونو پښتنه نمایندګي کوي. خو افسوس چې تر دې دمه ضیا ته د هغۀ پۀ دې نوښت واجب الادا ادبي او افسانوي اعتراف نۀ دے ترلاسه شوے! د دې بلها لاملونه دي. زۀ پۀ کښې د یو ذکر خامخا کول غواړم. هغه دا چې نوې افسانه او معاصره افسانه دماغ خوري غواړي. او دا کار د پښتو لوستوال نه څۀ چې نقاد نه هم نۀ کېږي! قلندر مومند چې زمونږ معاصر مشران ئې د نقد یوه لوړه معتبره مناره ګڼي او زۀ ورسره دې مد کښې اختلاف لرم. کله چې ضیاء دا افسانې پۀ مرکه کښې واورولې نو یو بحث راولاړ شو چې دا افسانې دي هم کۀ نه؟ د قلندر مومند اول اول دا موقف وۀ چې دا افسانې نۀ دي. ورستو ئې بیا موقف بدل کړو چې دا افسانې دي خو د دې ادراک پۀ اورېدو سره نۀ پۀ لوست سره کېږي! دا د خپل موقف د بدلون پۀ باب له هغه قسم دلیل دے کوم چې هغۀ د واو معدوله پۀ بحث کښې کارولو او ګل محمد بیتاب پرې د چرچڼو توت کښې ریښتینې لیکونه کړي دي او تور سپین ئې پۀ ډاګه کړي دي. یوه ورځ طاهر افریدي مرکه کښې خپله افسانه وړاندې کړه بحث پرې ونۀ شو ځکه قلندر مومند وئیل دا افسانه نۀ ده! بېتاب صیب وائي طاهر اپریدے سخت خفه شو نو مونږ پۀ وحدت کښې د هغۀ لپاره بله مرکه جوړه کړه. د غوښې یو کړهې مو اول ووهلو او بیا مو اجلاس وکړو او د طاهر افسانه مو معیاري وګرځوله او د دې خبر مو اخبار کښې هم چاپ کړو! قلندر مومند خبر شو نو بېتاب صېب سره ئې دا خبر شریک کړو! بېتاب صېب ورسره شرارات دا هم وکړو چې قلندر صېب یواځې د نرۍ غوښې کړهے نۀ وۀ ورسره یو سیر کباب هم وو! (قلندر صېب پۀ کباپو بېخي مئین وۀ) نو قلندر مومند وفرمائیل چې ظالمانو زۀ به مو هم خبر کړے وم کنه! بېتاب صېب ورته وئیل نو تا خو دا افسانه نۀ منله کنه؟ قلندر صېب ووئیل چې د نرۍ غوښې کړهے او کباپ ما خوړل نو بیا خو مې منله کنه!!
د ضیا صېب پۀ افسانو د قلندر مومند متعلق اوس هم دا خبره مشهوره ده چې هغۀ ورته افسانې نۀ وئیلې! حال دا چې هغۀ متصل بل اجلاس کښې خپل موقف نه رجوع کړې وه. بل د ضیا صېب د افسانو کتاب چې چاپ کېدو نو قلندر مومند پۀ دې پۀ انګرېزۍ کښې یو پېراګراف لیکلے دے کوم کښې چې هغه د ضیا د افسانې د نوښت او تجربې اعتراف د هغۀ د افسانې پۀ ځاے د هغۀ شاعرۍ ته ثبت کړے دے. زما پۀ نزد دا تسامح/تروتنه ځکه ده چې قلندر صېب دا پېراګراف د افسانو پۀ کتاب لیکلو نه چې د شاعرۍ. دا پېراګراف سره د قلندر صیب د لاسلیک د ضیا صیب د افسانو کتاب کښې چاپ دے.
“Inayatullah Zia is known to me not only as a short story writer in Pashto but he is also known for his poetry in which he has introduced a very new genre, not very commonly known in our language. This experiment will go a long way in making our language rich and would show a new path to our young writers”
قلندر صېب خو د نړیوال ادبیاتو/فکشن نه خبر وۀ. پخپله د فکشن لیکوال هم وۀ. یو د انګریزۍ د تنقید کتابګوټے ئې هم ژباړلے وۀ. نو بیا د ضیا صېب دې زیار ته هغۀ رسا مقام د خپل علمي دیانت پۀ تقاضا ولې نۀ ورکوو؟ هغۀ سره دا یره خو نۀ وه چې د افسانوي دانش د پړاوونو راروان کلاسیفیکېشن کښې د ضیاء برخه ونډه زما نه زیاته معتبره نۀ شي؟ دا سوال هم هسې نۀ ثبت کوم د ضیاء صېب اکثر و بیشتر افسانې open ended دي. دا د نوې افسانې تقریباً متفقه فیچر/خصلت دے. پۀ پښتو کښې تر ټولو زیات ضیاء کارولے دے. دا رنګ دا د نوي نظم فیچر هم دے. د عالمي فکشن نه خبر علامه قلندر مومند به د ملنډې پۀ توګه ضیاء صېب د افسانې/ نظم اورولو کښې وئیل چې تۀ افسانه/ نظم ختم کړې نو “فل سټاپ” ورسره وایه! دا دومره مشهوره شوه چې اوس هم د خلکو پۀ خولو ده! کۀ چرې قلندر مومند د علمي دیانت پۀ اساس هغه وخت دا افسانې او دا تجربې ستائیلې وې د دې اعتراف او د عالمي افسانو سره د دې مقایسه ئې کړې وې نو کېدے شي نن د دې تجربو نال شوے تخم رازرغون شوے هم وۀ.
زۀ دلته د عالمي شهرت او اعتراف ګټلې څو مایکرو فکشن او د ضیاء صېب څۀ بېلګې ثبت کول غواړم.
1. For Sale: baby shoes , never woren.
2. I was born, but never lived.
3. I tried. I failed. I’m sorry.
4. I am happily lost in literature
5. I willingly gave my last breath.
دا او دا رنګ نورې پۀ سوونو زرګونو افسانې دي چې پۀ نړیوال ادب کښې پرې د نظم او افسانې مد کښې تاودۀ بحثونه قریباً د یوې پېړۍ نه راروان دي.
د عنایت الله ضیاء د مایکرو فکشن څۀ نمونې:
۱. N. G. Os
د وران کلي پۀ مینځ کښې د تارکولو تور سړک داسې شکارېدو لکه چې یوې ړندې، کڼې، شلې، ګډې معذوره پېغلې … خپله خیرنه کمڅۍ پۀ تېلو غوړه کړې وي.
۲. محبت نامه
جان من!
درتلم خو ګرمي ده
ستا
مجنون
۳. ښاپیري
اسلم چې لا شپږم کښې وۀ نو اکثر پېرډونه به ئې د سکول خوا کښې دکانونو کښې تېرول.
اوس ئې سبق پرېښودے دے خو هم هغه دکانونو او د بسونو اډه کښې ګرځي. مور ئې وائي زما پۀ زوي شاپیري میئن دي. هر ماښام ورته شل شپږشلې روپۍ پۀ جېب کښې اچوي.
دا فلېش فکشن د نن نه یوه لسیزه وړاندې چاپ کېدو او د دې نه هم ډېره موده وړاندې د تنقیدي مجلسونو برخه جوړېده خو حوصله افزائي ئې ولې نۀ کېدله؟ پۀ دې خبره وشوه. دا فکشن کۀ د نړیوال فکشن پۀ فني او موضوعاتي حواله د رسا وکالت وړ وګرځي نو پۀ معنویاتي او د نوښت یون کښې د خپلې ژبې او ادب پۀ عمومي لحاظ او د فکشن/افسانې پۀ خصوصي لحاظ د یو زورور پړاو پېلامه جوړیږي. نۀ صرف د معاصرې ټولنې عمومي نفسیات پۀ نظر کښې نیسي بلکې د پښتنې ټولنې د ترجمانۍ سره سره د دې ارتقا کښې هم یو مثبت کردار لوبوي. یادو افسانو کښې د این جي اوز پټ مخ د سوشل ورک پۀ اړ کښې د انساني انا او سلف ریسپکټ توهین نور څومره پۀ افسانوي انداز څرګند کړے شي؟ د چایلډ ابیوز د دې نه زورور اظهار به نور څنګه وي! د محبت د مخښلي مصنوعي تقدس پۀ څرګندولو کښې به د دې “محبت نامې” نه سفاکه اظهاریه بله کومه وي. ابن سینا ورته د لېونتوب د یو دور جزوقتي دوره وائي. ضیاء دغه تصور نورو افسانو کښې نور هم داسې شاربلے دے چې کۀ مینه دومره مقدسه ده دومره دوامداره ده نو د مروت، حیا او کلتوري قدرونو پۀ وړاندې دومره بې وسه ولې ده؟ مونږ کنځل خو پۀ جار کوو خو د مینې اظهار پۀ جار نۀ شو کولے؟ مینه او د مینې تصور اوس باید د اساطیرو او تقدساتو نه رابهر شي. او د حقیقت پۀ پېمانه وتلل شي. دومره چې د عقیدت درنې د انساني ضرورت او اسایش تابع کړي. محبت د قربانیو پۀ ځاے د غوښتنو پاسدار شي. د وفا پۀ نوم د انساني استحصال غټه نه غټه خو څۀ چې وړه نه وړه دروازه هم بنده شي.
د تخلیقي دانش علامتي او تجریدي رنګونه
ټنګ ټنګ ټنګ
د پښتو زړې او نوې شاعرۍ دواړو کښې د ټنګ ټنګ ټنګ پکارونه څرګنده ده او نن سبا پۀ نوي نظم کښې د تکرار د تکنیک تاثیر دا ترکیب لږ د معمول نه زیات نماینده کړے دے خو د خوند خبره دا ده چې پۀ دې نوم عنایت الله ضیاء کلونه وړاندې یوه افسانه لیکلې ده. دا افسانه د پښتو افسانوي بهیر کښې بېخي یو جدا او ځانګړے اقدام وۀ. دا کۀ یو خوا پۀ فني توګه د نوښت پله حرکت وۀ نو بل خوا یو ډېر لوے ادبي جرات او افسانوي ندرت/ارفعیت هم وۀ. د دې اندازه دې چلن نه پۀ اسانه کېدے شي چې نن هم مونږ افسانه د خپل سل کلن ادبي یون نه پس هم پۀ نیمه پېړۍ زړو پېمانو تلو! او کۀ پۀ هغه پېمانو د نن دا افسانه پوره نۀ وي نو بس سمدست پرې ټاپه لګوو چې دا خو افسانه نۀ ده! لکه د تنقیدي کرښو د لیکوال چې یو خوا ئې د حوصله افزایۍ پۀ نوم بې توله مبالغه مروج کوله نو بل خوا د ادبي نقد وژن ئې پۀ یادو افسانو د نۀ افسانو ضد کولو.
نن نړیوال فلېش فکشن محض یو قسمه فني جملو کښې هم د افسانې نوے نوے رنګ راښکاره کوي. فلېش فکشن د رموز و اوقاف، خالي ځایونو او عن تر دې چې مهمل ټکو نه هم د افسانوي معنی خېزۍ امکاناتو ته لارې پرانیزي.
دې افسانه کښې مرکزي فعالیت د “ټنګ ټنګ ټنک” دے. دا کۀ یو خوا ډېر زورور د (onomatopoeia/ هغه ټکي چې د خپلې ادائیګۍ پۀ زور د خپلې معنې رهنمایي کوي) نماینده دے نو بل خوا دې ټکي زمونږ پۀ روزمره او محاوره کښې هم بېلابېل معنوي صورتونه خپل کړي دي. د onomatopoeia پۀ ادبي پکارونه کښې دلته یو خو د غني خان مشهور نظم راوړم.
ټک ټک د اور – ټپ ټپ د باران
آخ آخ د وصال – اوف اوف د ارمان
وئ وئ د جنون – وخ وخ د صنم
نا نا او او – هر وخت د صنم
قټ قټ د خندا – بړق بړق د مستی
شرنګ شرنګ د پانزیب – چڼ چڼ د لښتی
شړ شړ د اوبو – شغ شغ د نسیم
بس بس د دلبر – بړ بړ د غلیم
قړ قړ د چیلم – پر پر د لولۍ
دوم دوم د دوپړې – ټنګ ټنګ د رباب
غړ غړ د پیالې – سخ سخ د کباب
چپ چپ د کوکی – پس پس د دلبر
چړ چق د تارو – ګو ګو د کمتر
بس بس دی غنی – بد بد یې روان
ایش ایش د قلم – هړ هړ د بیان.۔
بل غني خان دا ټنګ ټنګ خپل یو یار ته پۀ نظم کښې پۀ یوه بله معنی هم کارولے دے.
اے خانه د ټنګ ټنګ
اے خانه د ټنګ ټنګ مونږ له هم راوله یو تار
چې اوږد مو اواز شي او موټر لږ په قلار
اسان به شي تپوس سوال و جواب د زړۀ د یار
خبرې خو ئې اورو کۀ یار نۀ وي څنګ پۀ څنګ
دا بحر ښۀ ډولے دے خو افسوس چې وخت دے تنک
اے خانه د ټنګ ټنګ
کۀ نور کېښنم نو کور به روشن کئ راسره جنګ
یار بیا به چرته حل شو کۀ بخت ښۀ اووو غورځنګ
نو پاتې شاعري شوه شو شروع د پیالو کړنګ
بی بی له دې رب ورکړي جنتونه رنګا رنګ
اے خانه د ټنګ ټنګ
دا د collocative meaning د پکارونې یوه نازولې نمونه ده.
درېم صورت ئې د صوتي اهنګ سره سره دا د “سُر/راګ” هم دے لکه
رباب ټنګ ټنګ ټنګ
طبله تک دنه دن دن
څلورم دا “ټنګ” زمونږ ژبه داسې هم پکاروي چې دا ټنګ ورته چا غوږ کښې اچولے دے؟
پنځم ودرېږه زۀ به هغه هم وټنګوم
شپږم د ټلۍ ټنګ او د لاوډسپیکر ټنګ د خبردارۍ پۀ توګه. هم دې نسبت نه د دې ټکي د بسمې/مادې نه ټینګار او ټونګه هم ده.
دلته دې افسانه کښې دا د خبردارۍ تاکید پۀ تکرار ترسره کیږي. پۀ فني جوړښت راوي غېر او نامعلوم دے. دا بیخي معاصر فیچر دے. د غېر نه مراد کۀ otherness دے نو د دې لپاره چې د افسانې پۀ زمان مکان کښې عالم ټول مړ دے. یا د عالم ضمیر مړ دے، تعقل او تخییل کښې جمود دے. د مایوسۍ او ماتي راج دے. د حوصلې مېرمن شنډه شوې ده. د تیرو حکومت دے. اوس دې سیاق کښې دا “غېر” دومره غېر نۀ دے پکار چې بېخي غېرمتعلقه وي! نو د افسانوي دانش ځیرکتیا دا غېر د جرس او ټنګ ټنګ ټنګ په صورت کښې پکارولے دے.
دلته تکرار هم محض تکنیک نۀ دے بلکې د سیاق او مخاطبې بېخي اساسي غوښتنه ده. ټنګ ټنګ ټنګ د متعلقاتو پۀ زور یو دومره بدلون خامخا راولي چې خپل اورېدونکي پۀ یو زورور احساس مجبوروي خو چونکې موجود حالت ظاهره ده د مودو زېږینده ده نو یکدم به بدلون نۀ راولي خو کمال دا دے چې جزوي خاتمه د ارتقا او امید په دروازه ودرېدلې ده! راوي ثبت کوي چې “ټنګ ټنګ ټنګ نور تېز شي…. او چغې لا سېوا شي” ګویا عالم او راوي دواړه پۀ بنده دروازه نۀ ودریږي.
ټنګ ټنګ ټنګ کۀ یو خوا مړي راژوندي کول غواړي نو دا د دۀ د وس کار دے ځکه اسماني متن هم د دې تاید کوي چې مړي به پۀ شپېلۍ/موسیقۍ راپاسوي او ټنګ ټنګ ټنګ هم د موسیقۍ د قبیل نماینده او د خپلو مخاطبینو/اورېدونکیو/لوستونکیو سره تړلې موسیقي ده. د میوزک تهراپي نتایج هم د دې معنیو چې اودو راویخ شۍ ښایستونه/خوبونه واخلئ بېخي بلاواسطه تاییدوي. مړي ته ژوند بخښل او بې هوشه ته هوش ورکول د ړندو پۀ ښار کښې آیئنې پلورل دي خو بیا هم دومره ګرانه موخه/هدف د امکان غېږې ته راوړل زما خیال دے صرف د فکشن د وس کار دے چې دلته ئې پۀ کمال تر سره کړے دے او ما ته دلته د سپېځلي قران د “ن والقلم وما یسطرون” سره سره د نن دور د یو زورور نړیوال نقاد ژیژک دا خبره هم بار بار رایادیږي چې
“Words are never ‘only words’; they matter because they define the contours of what we can do.”
د کټوري هومره اسمان
دا افسانه د نړۍ د خلکو د مجبورۍ، بې حسۍ او خپلې بربادۍ نه د ناخبرۍ پۀ حال کښې د یو خوداګاه او خودشعوريت نه برجق راوي حال څرګندوي. دلته په خپل نظم د نورو بېلابېل نظرونو خاوندانو ته تخلیقار د خپل یو کېفیت بیان کښې داسې استغنا برڅېروي چې د تخلیقي دانش خپل ساینس/حرکیات ترې جوت څرګندیږي. د ټنګ ټنګ ټنګ افسانې او د دې افسانې زمان مکان یو دے سیاق هم یو دے خو دلته راوي د مبتلا بۀ ټولګي دے. څنګه چې د انسان فطرت یو دے خو د پدیدو پۀ لحاظ بېلابېل رنګونه هم د دې برخې دي نو بیا د دې تنوع/رنګارنګۍ هم لکه د شعور د سطحې پۀ اساس یو شان یون لري. پۀ نورو ټکو داسې هم وئیلے شو چې د یو کچ شعوري استناد/باور لرونکیو وژن یو شان کار کوي اګر کۀ د دۀ ژبه او کلتور بیل بیل هم وي. او دا صورت د تخلیقي پړاوونو د نوښت تجرباتو کښې پۀ اسانه پۀ نظر راځي. ګویا تخلیقي یون او ارتقاء هم یو مساوي انساني سنت لري. دا نکته د دې افسانې تمهید پۀ یو افسانوي صورتحال رابرڅېروي او وړاندې د “تیرې سره هلته پۀ جنګ کېږي چرته چې د لمر هم رڼا نۀ رسي” څنګه چې افسانوي دانش پۀ ټنګ ټنګ ټنګ کښې د پراخۍ امکانات را انغاړي بېخي هم دا رنګ دلته د اسمان نه کټورے جوړوي او خپله نړۍ د دغه کټوري پۀ فولادي برید کښې راګېره ظاهروي. د پراخۍ او د وسعت هغه حدونه چې د تخلیقار الوت رانیول، ته خو نن د کاسمالوجي وژن نه صرف لاس ورکړو بلکې مخ پۀ وړاندې ئې هم بوتللو خو دا پراخي او وسعت چې د نفس پۀ هغه حالت واوړي چرته چې د دې یو یو تناو شلیږي، یو یو اسمان نړیږي او یو یو قیامت راغونډیږي راغونډیږي او د یو منجمد نقطې پله پۀ تېزۍ ترسره کېږي نو د دې فکشني اظهاریه دلته د کتو ده. دا د سائنس پۀ نظر د big crunch theory یو بل صورت دے. بګ کرنچ هغه مفروضه ده چې د دې پۀ اساس د کائنات دا مسلسل پراخي به پۀ یو پړاو ودریږي او دا به خپل حرکت د تنګۍ پۀ اړخ پېل کړي او پۀ یوه نقطه به د کائنات انجماد وشي او بیا به یو بل بګ بېنګ واقع شي. دا افسانه دلته دا دعوی پۀ کمال مهارت ثبت کوي چې دا بګ کرنچ واقعه شوے دے! د انسان دروني قویٰ / قوتونه کۀ شعوري طور دا صورتحال متصور کوي نو دا خو اسانه ده خو د نن نړۍ کښې د انساني نفسیاتو د علم پۀ اساس یو وړوکے ټولګے داسې هم کوي چې یو غټ ویړ انساني ټولګے دې حالت ته داسې ورسوي چې هغه د ځانه خبر هم نۀ وي! کۀ یو څوک د دې خارجي قوت مرکز ته ګوته نیسي نو خپل همزاد ورته وائي چې مړه قلار شه دا ټوله ګناه زمونږ خپله ده! یا دا د عملونو نتیجه ده! دا هغه تصور دے چې ورنه د فوق حقیقت/hyper reality کار اخیستل کېږي. د افسانې راوي پۀ دې صورتحال خبردار ښکاري ځکه هغه خپلو همزادو ته احساس ورکوي چې د اجرامِ فلکي/ کائناتیاتي حرکیاتو د big crunch انتظار عبث دے! مونږ خو دې صورتحال سره اوس مخامخ یو! دلته د تاکید لپاره او د یقین لپاره راوي همزاد دے. ګویا راوي هم د غېر فطري تاثیر (ټنګ ټنګ ټنګ کښې) پکاروي او هم د همزاد کوکارې پکاروي! پۀ تېرو اغوښتي خپل قبیل ته وائي چې تیارۀ مو خوري او تاسو ورته ګورئ؟
د تیرې علامت “زما افسانې” کښې متعدد پکارولے شوے علامت دے. پۀ بیل بیل رنګ کارولے شوے دے. یوه بله افسانه کښې راوي وائي چې ” تیرې مې لکه د مار د زړۀ نه تاوېدې” تیارۀ ته دې افسانو کښې رسا هغه ځاے/مقام ورکړے شوے دے کوم چې سپېځلي قران ورکړے دے. قران “ګناه” ته “سیئات” یعني تورې تیرې وائي او خېر/نېکۍ ته “حسنات” یعنې ښایستونه وائي. دا دواړه افسانې تیرې او ښکلا پۀ دغه معنو کښې پۀ یو داسې تجریدي جهان ورداخلوي چې ټکي پکښې مجسم کیږي، بیا غړیږي، بیا الوځي او بیا د تحلیل بېلابېلې مظاهرې کوي.
د اسمان د کټوري دننه نقطه کښې راګېر مخلوق ته د همت او استقلال لپاره راوي د کوم خارجي امداد لاس نیوه بېخي نۀ کوي. پۀ خپله چغه او شور تکیه کوي. شور او چغه د قوت منبع ده. د قوت د مرتکز کولو وسیله ده. د توان خوراک دے. د حرارت مور ده. دا بیانیه دلته بېخي د فکشن پۀ محتویٰ کښې داسې څرګنده برېښي لکه زما دې بیان کښې چې د تهرموډاینامکس فزکس دا څنګه برڅېروي.
د دې دواړه افسانو تکمله/انجام د یو داسې فطري مزاحمت رسا وکالت کوي چې هغه نۀ د خارجي مفروضې ملاتړ دے او نۀ د کوم ردعمل جذباتي وړاندېز دے. لکه څنګه چې ما وړاندې یو اشاره وکړه چې ځان (اجتماعي ځان) دومره ګناهګار ګڼل چې د خارج ظلم پکښې پټ شي دا هم یو انتها ده خو بل خوا دا هم یو انتها ده چې د خپل صورتحال ټول پۀ ټوله ګنهګار غېر وګڼل شي لکه پۀ مابعد نوابادیاتي نکته نظر تر ټولو غټه نیوکه همدا ده چې دا پۀ خود تنقیدي اړخ بېخي د غفلت مظاهره کوي. د دې نکتې ادراک هم د افسانې راوي ته شته ځکه هغه هم د کومې فرشتې بالعکس د یو پېغمبرانه تکلیف هومره کرب او اذیت نه راتېریږي.
د عنایت الله ضیا په افسانوي دانش کښې فېمنسټ اړخ
فېمنسټ نکته نظر کۀ د زنانه تشخض د ځانګړنې وسائل راټول کړل نو د نرواکۍ جال هم د نرانو لۀ خوا نور پېچیده کړے شو. فېمنسټ نکته نظر نړۍ لید چېلنج کړو. د ژبې د حرکیاتو نظام کښې دننه نرواکي ئې چېلنج کړه. د اسماني متونو د قائل/فاعل نسبت نه د نرواکۍ تعصب ته ورکړے شوے سپېځلتیا ئې چېلنج کړه. د Gender less language هڅې پېل شوې. تر د یو نظري اثر پرېباسلو پورې هم ئې دا ده یوه پېړۍ واخسته خو نر او نرواکي هم پۀ قلاره نۀ کېښناسته. زۀ د زنانه تشخص د ځانګړنې پۀ قبولیت کښې هېڅ باک نۀ محسوسوم البته چرته چې دا د ردعمل هغه بام ته ورسېږي چې د سړي د وجود نه د بچي د زیږیدو مطالبه کوي او داسې نور نور ورپسې وړاندې ځي نو دا راته هم د نرواکۍ د متعصب اړخ پۀ شان یوه پدیده معلومېږي. کله چې د سایکوانالسز وسائلو د نظري نړۍ توجه ځان پله راواړوله نو دې نیم ریښتیاو کښې څۀ د نرواکۍ تعصب او د زنانه تشخص نه یره هم پرته وه. فرایډ باره کښې وئیل کېږي چې یوه نړۍ ئې متاثره کړې ده. بالکل داسې ده خو زۀ ورسره شدید اختلاف لرم. د دۀ اساسي قضیو کښې یوه قضیه دا هم ده چې زنانه د مردانه عضو د عدم موجودګۍ پۀ وجه یو احساس کمترۍ کښې ډوبېږي او دا د دوي تشخص سازوي. همدا رنګ دا قسمه قضایا وروستو د سړي پۀ وجود او د زنانه پۀ عدم اتمامیږي. The perception of presence and absence پۀ نوم یوه پېچیده بیانیه راوړاندې کېږي. زۀ بېخي پۀ اساسي قضیه سوال پورته کوم چې اے متعصب جاهله چې زنانه د مردانه عضو پۀ نۀ لرلو د احساس کمترۍ ښکار کېږي نو سړے د مېمیو نۀ لرلو پۀ وجه ولې د کمترۍ نۀ ښکار کېږي؟ دلته د فرائیډ پلویان دومره زیات تعصب نه کار اخلي چې کله انساني وجود کښې د مېمیو پۀ موضوع نفسیاتي بحث راڅرګند شي نو دوي د زنانه مقایسه د زنانه سره پېل کړي! دا رنګ چې یوه ماشومه مور ویني او د هغې سینه او خپله سینه مقایسه کوي نو هم احساس کمتري خپلوي! بهرحال زۀ د فرائیډ د اساسي قضیو سره شدید اختلاف لرم او د هغۀ هغه پلویان چې د نفسیاتي تنقید پۀ اړ کښې د نرواکۍ مکاره وسائل پکاروي او ورباندې پوهه نۀ دي پۀ هغو ترس راځي او هغه چې پوهه هم دي او بیا ئې هم پکاروي پۀ هغو د لعنت وئیلو تر حده تلل هم بد نۀ ګڼم. دا پۀ خپل ځاے حقیقت دے چې هر قوت پۀ خپل سرشت کښې د جنسیاتي جوهر یو عنصر لري خو د دې یومخیزه پکاروَنه انسانیت سره عدل نۀ دے. دا دومره غټ تمهید مې د عنایت الله ضیا د یوې افسانې لپاره وتړلو چې د هغې نوم ”؟ “ دے.
دا افسانه د تجزیي تر حده د خپل عدم پۀ صورتحال یوه زوروره مقدمه راولاړوي. اول خو دا نشان د افسانې نوم ګرځول ځان له د یو افسانوي دانش مظهر/پدیده ده. او دوېم بیا د دې پۀ متن/معنون کښې د زنانه نکته نظر وکالت راوړل یو بل کمال دے. دا سوالیه نشان د لامحدوده لاجوابه سوالونو پۀ انډوخر کښې د زنانه عدم لپاره مختص کېدل زۀ بهرحال د انسانیت د تکمیل د رسا ادراک نیشاندهي ګڼم. البته د دې نه وراخوا دا هم ګڼم چې د زنانه د وکالت لپاره یو عمومي کلیشے قسم استدلال راوړلے شوے دے چې دا د قربانۍ او وفا مجسمه ګواهي ده. او دا پۀ خپل ردِعمل کښې پۀ هم دومره شدت د جفا او انتقام بڼه هم اخستلې شي. او دا ده چې پۀ سړي او د سړي پۀ تعامل چې سړے ورته سړیتوب وائي! دلته یو پټ زورور ګوزار ډېر پۀ زړۀ پورې دے. هغه نۀ صرف د زنانه وکالت پۀ استدلال لاجوابه شي بلکې د ذاتي انا او معاشرتي انا د ویرې یو بل حالت ته هم راشي. خپل عمل او د عمل روانې چارې پۀ یو لاجوابه پړاو پرېږدي.
د عنایت الله ضیاء یوه افسانوي ګڼه کښې یوه افسانه ده “یار ته یو خط لیکمه” بیا بله افسانوي ګڼه کښې د دې تسلسل دے “یار ته بل خط لیکمه زۀ” دې منځ کښې به افسانه نګار د افسانوي تشخص یوه فاصله خامخا هضمه کړې وي. د وجود او تشخض فاصله، د عکسي وجود، پېشه ورانه وجود، ضمیر او نوم نه زیږیدلے وجود او هغه وجود چې د مینې لپاره د دې ټولو شناختونو نه راتېر وي. هغه د مینې پۀ تکرار تاکید ولې کوي؟ هغه د جنت هوا او ادم پۀ تمثیلاتو کښې د خالق د وړ مخلوق ځانګړنه مینه ګرځوي. دې ته د جرم په ځاے د یو بل نکته نظر نه کتل غواړي. دا رنګ هغه نه صرف ادم نور د ادمیت پۀ شرف سینګهاروي بلکه حوا د یو دروغژن تور نه راوباسي!
دا رنګ هغه کۀ د افسانې او فسون/جادوګرۍ ماهر دے د لفظونو نه د منترونو تاثیر راوباسي. جذبې ته وجود وربخښي. د وسعت او تنګۍ بیان له بېشمېره علامتونه لري. جوړښتونه لري. خو چې د مینې پۀ باب له د اظهار پړاؤ ته ودریږي نو د ژبې د کموت اندازه ورته ولګېږي. هغه پۀ افسانه کښې د خودکلامۍ پۀ رغوڼه د خط لیکنې پۀ درون کښې ډوب شي. خط پۀ ځان د ګواه جوړولو وسیله کړي. زۀ پام کووم چې دا د هغۀ د افسانوي دانش ښودنه ده چې پۀ لاشعوري توګه ئې د مینې د پالنې پۀ مد کښې داسې پکاروي چې خط خپل یو واک او قوت هم لري هغه د مینې پۀ باب له ګویانه کول غواړي. دې یون کښې هغه د زنانه تشخص د ځانګړنې قدرپالنه څرګندوي.
درېم اړخ دا دے چې د غېرت پۀ نوم قتل و قتال د دې ټولنې یو داسې دستور دے چې اوس هم لا د خپله تاوه تود دے. پۀ “تن تنور” نومې افسانه کښې هغه د دې دود دستور د نړولو لپاره د زاویه نظر د بدلون یوه پۀ زړۀ راښکونکې هڅه کوي. سړے او ښځه دواړه اګر کۀ د دې ښکار کېږي خو د ښځې د مرګ نه پس هم هغه او د هغې خاندان د دې پېغور نۀ خلاصیږي. عن تر دې چې د خانداني تشخص قدرونه ئې چېلنج شي. زۀ دلته د پښتنې ټولنې د داسې قسمه قدرونو د رسا کولو لپاره د زاویه نظر د بدلون مد کښې د لیکوال د یو کردار څۀ خبرې دلته ثبت کووم.
“ښۀ ډېر وژاړه، اوښکې اوبۀ دي. او اوبۀ د پاکیزګۍ علامت دے. ژوند د اوبو نه پېدا دے او پۀ اوبو پایي……….
لکه زر چې د هوره وځي نو اصل شي، لکه د ښۀ نه د نور ښۀ کېدو دپاره د هور نه وتل ضروري وي. لکه چې دا د هرې مادې صفت وي. زمکه چې وخوټکیږي نو د معدنیاتو غرونه ودروي. هر څۀ د اوبو نه جوثه اخلي، د تن رنګ اخستل د اوبو صفت دے. ولې، سیندونه، نهرونه، وریځې، بارانونه، اوچې شینکي ټول د هور او اوبو لوبه ده، پۀ باران کۀ ټوکېږي نو د لمر په حرارات ژوند او بقا مومي، کۀ زړۀ د غمه خوټکیږي نو د سترګو پۀ دوه اوښکو سپک شي…….”
د sublimation, sterlization, purification, distillation, crystillisation کائناتي عوامل پۀ داسې ساده ژبه بیانوي چې واقعتاً د یو لوستونکي زاویه نظر کښې مثبت بدلون راولي. د “تن تنور” افسانې اختتام پۀ داسې ځاے کېږي چې د دې بدلون عمومي اړتیا ته لوستونکے پاروي ځکه زنانه د شواخون پسې شواخون نه پس پۀ بل قیامت ګډېږي او مونږ مزاحمت نۀ کوو.
د دې برخې اخري استدلال دا وړاندې کووم چې عنایت الله ضیاء د ” لېونے په شیش محل کښې” انتساب/تړون دا رنګ کوي.
“د خپلې خور منًور په نوم چې ما ته ئې د مینې او قربانۍ چل اوښودو”.