چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد اسلامي نړۍ د اتحادیې سرمنشي: د اسلامي نړۍ عالمان د نجونو...

د اسلامي نړۍ د اتحادیې سرمنشي: د اسلامي نړۍ عالمان د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د مخنیوي مخالف دي

تاند (جمعه، د حمل ۳۱ مه) د اسلامي نړۍ د اتحادیې عمومي منشي وايي، د ټولې اسلامي نړۍ ستر دیني عالمان، او د پوهنتونونو د اسلامیاتو استادان په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د مخنیوي مخالف دي.

د اسلامي نړۍ د اتحادیې سرمنشي محمدبن عبدالکریم العیسي د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړواو کار پر بندیز د انتقاد ترڅنګ وویل:«مسلمانو ښځو د اسلام په ټول تاریخ کې مهم رول لوبولی دی. په اسلامي هیوادونو کې داسې ښځې تېرې شوي او شته چې په ملګروملتو کې کار کوي او په هره تعلیمي کچه موږ ته زده کړې راکوي.»

ده زیاته کړه:«د اسلامي نړۍ لوړ دیني شخصیتونه او فقها، د پوهنتون استادان او د بېلابېلو اسلامي مذهبونو او فرقو پوهان د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د مخنیوي مخالف دي.»

وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې د اسلام په نوم د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیز ولګاوه، د یو شمېر اسلامي هیوادونو دیني عالمانو او مذهبي مرکزونو د دې لپاره چې د طالبانو کړنې په اسلام پورې ونه تړل شي او اسلام ورسره بدنامه نه شي، هڅه کړې چې اسلام او د طالبانو کړنې سره بېلې وښيي.

ښاغلي العیسي طالبانوته په خطاب کې ویلي:«طالبانو ته زما پیغام دا دی چې مسلمانو ښځو د تاریخ په اوږدو کې لوی رول لرلی او د هغوی فعالیت خپل دین ته د دوی ژمنه نه کموي.»

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف د وروستي راپور له مخې، د طالبانو د تګلارو له کبله تر ۴ میلیونه او ۲ سوه زره ډیر افغان ماشومان له زده کړو پاتې شوي چې د هغو په سلو کې تر ۶۰ ډیرې نجونې دي.

2 COMMENTS

  1. ډیر ښه او واضح پیغام دۍ.
    ګیله خو دلته ده چه تاسو دا ټول عمر چیرته په کومه سوړه کی پټ یاست چه هیڅ خبر نه دررسیږی؟؟
    په دا ټوله نړۍ کی بس همدا اسلامی امارت دۍ چه ستاسو مشورو ته اړتیا لری ؟
    دا نور ټول د الله په دین برابر اسلامی هیوادونه دی؟؟
    تاسو دا جرعت لرۍ چه له امریکې د اسامه مړۍ وغواړۍ؟؟
    تاسو دا جرعت لرۍ چه د افغانانو د ملی شتمنۍ په اړه خوله خلاسه کړۍ چه امریکا یې په وچ زور او سپینسترګۍ الوزوی؟؟
    اور د پورې شی په داسې اتحاد

  2. خو قرانکریم فرمایی؛
    فبشر عبادی الذین یستمعون القول فیتبعون احسنه ـ صدق الله العظیم
    حضرت عمر رضی الله عنه د صحابی د دریځ په وړاندی و فرمایل ؛ الحمد لله د انحضرت صلی الله
    علیه و سلم په امت کې داسی څوک شته چي که عمر بی لاری شی هغه سمی ته راولی۰
    دا د خیرالقرون هغه هم د خلفای راشدین په وړاندی د رعیت خبره ده ۰
    ښه دینی د دعوت او اصلاح خبره دا ده چي د انتقاد زغم ولرو او د اسلامی او انسانی اخلاقو تقاضا
    دا ده چي ښه ژبه او عالی اخلاق د سالم انسانیت تمثیل دی و لو که څوک پریوتي
    روش هم ولری ؛ دا د ایمانداری نښه ده او سبب د اصلاح ګرځی او تقرب الی الله ورکی نغښتی دی،
    نو دډی لپاره چي له لَغوِی ،توهین او تحقیر،ښکنځل ، بی هدف او بی معنی الفاظو له افت او ګناه څخه مصئون پاتی شو ښه به دا وی چي هری لیکنی ته نصوص او د فقهای امت دلایل ذکر کړو
    هم عبادت او علم به وی او هم تربیت او سړیتوب رشد به یی حاصل وی او هر څوک به له لیکنو او
    کامنټونو ، نه خسته کیږی او په فاستبقوا الخیرات به مو عمل کړی وی ځکه دین نصیحت دی؛پدی
    میدان کی مسابقه د انسان لپاره زیبنده او مثمره ده او هر صاحب خِرٙد یی جرئت هم کولی شی او له
    همدی لاری ملت جوړونی ته هم لار پرانیستی شو او دا به هم زده کړو څنګه د یو بل ممد او خیر خواه
    جوړیدای شو ۰
    بیا هم ټولو اختروالو ته ، اختر مو مبارک او د سعادت او اخترونو پیلامه د ملت او امت لپاره د رب العزت نه غواړم ۰
    والسلام علی من اتبع الهدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب