Homeروغتیاد شیدو ځینې مهم خصوصیات

د شیدو ځینې مهم خصوصیات

ژباړه: رشید انجم

شیدې کلسیم لري او کلسیم، چې د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې اساسي رول لري، د شیدو له مهمو جوړښتونو څخه دي. فاسفورس چې د وجود ډیرو عکس العملونو او د نسجونو په ترمیم او وده کې درول لري، په شیدو کې شته. همدارنګه پتاشیم او سودیم هم له شیدو پڅخه ترلاسه کولی شو.

شیدې د سالمو غاښونو، نوکانو او ویښتو لپاره اړینې دي. دا څښاک د دې لپاره چې په ډېره کچه کلسیم لري، که له ويټامین ډي سره یوځای استعمال شي د هډوکو، غاښونو او ویښتو د ودې لامل کېږي، همدارنګه د ویښتو د تویدو مخه نیسي.

د کلسیم موجودیت له ویټامین اې، پتاشیم او د بي ویتامینو له کورنۍ سره د ویښتو د نري کېدو او نازکېدو له مخنیوي سره مرسته کوي او د هغو د جلا سبب کېږي.

مطالعاتو دا جوته کړې، که شیدې په ورځنۍ کچه له مېوو او سبزیو سره وخوړل شي، په مشرانو او ماشومانو کې د وینې د جګ فشار مخه نیسي. داسې ډېرې څېړنې شته چې د دې خبرې ښکارندویي کوي چې شیدې او لبنیات د زړه او د رګونو د نارغیو په اندازه کې کمښت راولي.

هغه نارینه چې نظر نورو کسانو ته ډېرې شیدې څښي، ډېر کم د زړه په ناروغیو اخته کېږي. همدارنګه د لږ غوړو شیدو څښل د دې لپاره چې ډېر کلسیم لري، په وینه کې د بد کلسترول کچه کموي او د ښه کلسترول کچه ډېروي.

د ټولو خلکو د تصور پر خلاف لیدل شوي، هغه کسان چې لږ غوړې شیدې څښي تر نورو څخه ډنګر (لاغر) دي. تاسو کولای شئ د کلږ غوړ لرونکو شیدو په څښلو د خپلې کالوري کچه په کنټرول کې ولرئ، چې له چاغښت په ځانګړي ډول د خېټې د غټېدو څخه مخنیوی وشي. د ځوانۍ او ماشومتوب مرحله په جسماني او رواني روغتیا کې ډېره مهمه مرحله ده، دې دوره او یا هم د ژوند په نورو مرحلو کې د لبنیاتو خوړل د ښه خوراکي رژیم د درلودو ښکارندویي کوي.

سربېره پر دي څېړنې ښیي هغه ماشومان چې هره ورځ شیدې مصرفوي نظر هغو ماشومانو ته چې د شیدو څښل یې نه خوښېږي، ډېر ځیرک او هوښیار دي.

له شیدو سره د سرطان مقابلې یا جنګ ته ورشئ، داسې ډیرې څیړني شته چې ښيي شیدې د سرطان مخنیوی کوي. د سینې او غټې کولمې د سرطان په مخنیوي کې د شیدو اغیز ثابت شوی دی.

د شیدو مصرف په ځوانۍ او ماشومتوب کې د کلکو هډوکو د درلودو لامل کېږي او د هډوکو له ضعف یا ورستېدو څخه مخنیوی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...