جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاپ غمرازي او د یونسیف د مرستو اعلان

د پاپ غمرازي او د یونسیف د مرستو اعلان

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د نړۍ د کاتولیکانو مشز پاپ لېو څوارلسم د افغانستان په ختیځ کې، د تېرې شپې د زلزلې له امله چې سلګونه کسان یې مړه کړي، د ژور خپګان د څرګندولو ترڅنګ د ټپیانو د ژر تر ژره ښه کېدو دعا وکړه.

د پاپ له لوري په خپاره شي بیان کې راغلي :«د ژوند د سترې ضایع له امله چې د افغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې، د مړو د ارواوو، ټپیانو او لا هم ورک شویو کسانو لپاره دعاوې کوم.»

یونسیف د مرستو ټیمونه استولي

د م.م. د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونیسف ویلي چې ټیمونه یې د پېښې په سیمه کې حاضر دي، ټپیانو ته بیړنۍ طبي مرستې رسوي او له ځايي همکارانو او د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي څو ژر تر ژره د خلکو بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

«یونیسف د دې دردوونکې انساني ضایعې او د دې ناورین له امله رامنځته شوې ویجاړۍ له امله ژوره خواشیني څرګندوي،»

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي، ډاکټر تاجودین اویوال ویلي دي. «زموږ فکرونه هغو ماشومانو او کورنیو ته دي چې خپلوان یې له لاسه ورکړي او کورونه یې وران شوي.»

د یونیسف ټیمونه له وړاندې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلي او هلته کار کوي. د ملګرو ملتونو له ادارو سره د ګډو ارزونو ترڅنګ، یونیسف د ماشومانو او کورنیو لپاره ژوند ژغورونکو مرستو ته لومړیتوب ورکړی، لکه د کونړ څوکۍ او نورګل ولسوالیو ته د ګرځنده روغتیایي ټیمونو استول، څو ټپیانو ته لومړنۍ مرستې او عاجلې درملنې برابرې کړي.

سربېره پر دې، په داسې حال کې چې روغتونونه له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دي، په ننګرهار او کونړ کې د یونیسف ملاتړ لرونکې روغتیايي مرکزونه ټپیانو ته بیړنۍ درملنه برابروي. یونیسف همداراز مهمې بیړنۍ مرستې لېږي چې پکې د درملو، د حفظ‌الصحې توکو (صابن، پوډر، تولیه، حفظ‌الصحې پیډونه او د اوبو بیدونه)، تودو کالو، بوټونو او کمپلو تر څنګ د پخلنځي وسایل او خیمې شاملې دي، څو له هغو کورنیو سره مرسته وشي چې کورونه ویجاړ شوي دي.

اویوال ویلي: «موږ د ځايي همکارانو او ټولنو سره په ګډه همغږي ته دوام ورکوو. زموږ ځواب د روغتیا، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې، تغذیې، د ماشومانو ساتنې، لنډمهاله سرپناه او رواني ملاتړ په برخو کې د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو باندې تمرکز کوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان او کورنۍ هر څومره ژر چې وي ژوند ژغورونکې مرستې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړې: «دا یو پرله‌پسې بدلېدونکې وضعیت دی او یونیسف به د اغېزمنو ټولنو د ملاتړ لپاره خپلې بشري هڅې پراخې کړي.»

دې زلزلې، چې د کونړ او ننګرهار ولایتونه یې سخت اغېزمن کړي، لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژلي او تر ۲۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې یوازې په کونړ ولایت کې نژدې ۸۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان دي. په ننګرهار کې هم ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع ویلي: «ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب