جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمیرویس عزیزي، جاوید افریدي او ګڼو نورو مرستې اعلان کړې

میرویس عزیزي، جاوید افریدي او ګڼو نورو مرستې اعلان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د عزیزي بانک موسس او مشهور افغان پانګوال میرویس عزیزي، ویلي چې د هېواد په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې له زیانمن شویو سره د ۵۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت مرسته کوي.

د دغه سوداګر په وینا، د عزیزي بنسټ ډلې به سمدستي زیانمن شویو سیمو ته لاړې شي چې د خلکو عاجلې اړتیاوې وارزوي او د مرستو وېش هر څومره ژر چې وي پیل شي.

په عین حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د دې ادارې کارکوونکي د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې حضور لري او اړو کسانو ته د خوړو مرستې رسوي.

دې ادارې نن دوشنبې په اېکسپاڼه کې لیکلي چې له نورو بشردوستانه ډلو سره د همکاریو لپاره چمتو ده څو د زیانمنو خلکو ته لوژستیکي او هوايي خدمتونه وړاندې کړي.

د بریتانیا سره صلیب هم له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاري ښوولې ده.

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د دوی تدارکاتي او هوايي خدمتونه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هوايي خدمت له لارې د پراخو زیانمنو سیمو د ملاتړ لپاره چمتو دي.

په عین وخت کې د پاکستان د کرکټ د غوره لیګ د پېښور زلمي لوبډلې خاوند او د زلمي بنسټ مشر اعلان کړی چې د افغانستان له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یې ۱۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د بنسټ مشر جاوېد افریدي وویل: «څومره ژوندونه له لاسه لاړل، کورنۍ چې ګډوډې شوې او زموږ خپلوان چې په درد کې دي. زموږ دعاګانې په دې سختو شېبو کې له افغان وروڼو او خویندو سره دي.»

هممهاله، د افغانستان د کرکټ بورډ د هېواد لهسوداګریزې ټولنې غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره ونډه واخلي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي: «د کرکټ بورد مشرتابه، له لوبغاړو او کارکوونکو سره یو ځای، د ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ کې د زلزلې د انساني او مالي تلفاتو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي. په دې ستر غم او درد کې موږ ځان د ټول ولس ترڅنګ ګڼو.»

دغه زلزله چې د کونړ او ننګرهار ولایتونه یې سخت اغېزمن کړي، لږ تر لږه ۸۰۰ کسان یې وژلي او تر ۲۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې یوازې په کونړ ولایت کې نژدې ۸۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان دي. په ننګرهار کې هم ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع ویلي: «ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.»

په همدې مهال کې، د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ په شارجه کې له افغانستان سره د درې ۲۰ اوریزو لوبو له پیل وړاندې د یوې دقیقې چوپتیا مراسم ترسره کړل.

په همدې مهال کې، د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان محمد نبي له خلکو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو لپاره مالي مرستې وکړي. هغه ویلي: «ډېرې کورنۍ د خپلو غړو نیمایي له لاسه ورکړې دي.»

محمد اعظم، چې د کونړ د یوه کوچني کلي اوسېدونکی دی، ویلي چې خپل زوی، درې لوڼې او یو شمېر خپلوان یې له لاسه ورکړي دي: «کله چې زلزله راغله، چت ونړېد. یوازې موږ دوه کسان وتوانېدو چې ځان وژغورو.»

بل ژوندي پاتې شوی کس ملي تلویزیون ته ویلي چې کله یې کور ونړېد، کوڅې ته وتښتېد او د خپلې کورنۍ چیغې یې اورېدې چې تر کنډوالو لاندې پاتې شوي وو او د ژغورنې غوښتنه یې کوله.

هغه زیاته کړې: «لومړی مو ماشومان را وایستل، وروسته وتوانېدو چې نور هم له خاورو او کنډوالو وژغورو. په دې ناورین کې ډېرو کورنیو خپل نیمايي غړي له لاسه ورکړل.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب