تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دوشنبې په ورځ وویل چې له افغان ولس سره د تېرې شپې له زورورې زلزلې له کبله، چې سلګونه کسان یې وژلي او نژدې ۲۵۰۰ تنه یې ټپیان کړي، “بشپړه خواخوږۍ” ښيي.
هغه په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي: «زه د قربانیانو له کورنیو سره ژورې خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغېدو هیله لرم.» نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ټیم “خوځېدلی او د اړتیا وړ کسانو د مرستې لپاره هېڅ هڅه نه سپموي.”
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د دوی د مرستو ټیمونه لا له وړاندې د کونړ زلزله ځپلو ولسوالیو ته رسېدلي او د بیړنیو توکو او د ژوند ژغورنې مرستې یې برابرې کړې دي.
په کونړ کې د طالبانو د ادارې چارواکي وايي چې د ۶.۰ درجې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۸۰۰ ته رسېدلی او نژدې ۲۵۰۰ تنه په څو ولسوالیو کې ټپیان شوي، چې پکې وټهپور، ماڼوګۍ، چپه دره، څوکۍ او نورګل شامل دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي، ځکه ډېر اوسېدونکي لاهم د ورانو شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
دا زلزله د نیمې شپې لږ وروسته (۱۲ بجې او ۴۵ دقیقې) د کونړ مرکز اسعداباد ته څېرمه، وشوه او له دې کبله ډېره سخته وه چې مرکز یې په مځکه کې ډېر ژور نه و. د دې زلزلې لړزه په کابل، خیبر پښتونخوا او ان تر اسلامآباد پورې احساس شوې ده. له دې وروسته د زلزلې څو نور ټکانونه احساس شول.